افغانستان

د ګډ حکومت توافقنامه نن په ارګ کې لاسلیک کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده د دواړو نوماندانو ترمنځ تر څو میاشتو ناندریو وروسته نن د ګډ حکومت توافقنامه په ارګ کې لاسلیک شي.

د دې توافقنامې جزیات له رسنیو سره بشپړ نه دې شریک شوي، ویل کېږي چې په توافقنامه کې به بایلونکی په اجرائیوي پوسټ او ګټونکی د ولسمشرۍ په څوکۍ کېني.

د اجرائيوي پوسټ واکدار به له ولسمشر سره نور ټول واکونه بشپړ نیموي، یواځې د کابینې ناسته به د ولمسشر تر لاس لاندې کېږي.

ویل کېږي چې دغه توافقنامه به نن په ارګ کې د ولمسشر حامد کرزي، د دواړو مرستیالانو او جهادي رهبرانو ترمخ لاسلیک شي.

له بله اړخه ټاکل شوې وه چې ددې توافقنامې له لاسلیک وروسته به پایلې اعلان شي، خو د اصلاحاتواو همپالنې د ډلې یو تن غړي رسنیو ته ويلي دي چې پایلې به سبا له ننني جوړ جاړي وروسته اعلان شي.

ویل کېږي  د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په ټاکنیز خپلواک کمیسیون فشار راوړي او دې ته يې اړباسي چې یا پايلې نیم په نیم یا هم په ډېر کم توپير اعلان کړل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو هم د د دې ډلې او ولمسشر حامد کرزي له لوري فشار منلی دی او ویلي يې دي چې ښايي نن پایلې اعلان نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن یکشنبه د ټاکنو د پایلو د اعلان حتمي ورځ بللې وه.

یاده دې وي چې ټاکنیزو ناندریو د هېواد په اقتصاد خورا ناوړه اغېز کړی دی او ویل کېږي چې د همدې ناندریو له اغېزه د نوي کابل بانک اداره شپږڅلویښت نیم میلیونه ډالره تاواني شوې ده، چې په څنګ کې ښايي نور تاثرات هم ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x