نړۍ

لبنان کې د اسراييلو څارګره الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ ناوخته د لبنان سرحدي سيمو کې د اسراييلو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

د روان ۲۰۱۴م کال په ترڅ کې د اسراييلو دا دوهمه جاسوسي الوتکه ده، چې د لبنان په خاوره کې پرېوځي.

عربي رسنۍ وايي، چې دغه سرحدي سيمه کې لبناني پوځيان پراته دي، چېرته چې اسراييلي الوتکه نسکوره شوې، مګر اسراييلو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

له دې اووه مياشتې مخکې د فبروري په مياشت کې هم د اسراييلو يوه بله بې پيلوټه څارګره د لبنان سرحدي سيمه کې پرېوتې وه او هغه مهال اسراييلي عسکر د نوموړې الوتکې د پاتې شونو د وړلو لپاره لبناني خاورې ته ننوتي وو.

د يادنوې وړ ده، چې اسراييلي څارګرې الوتکې د سيمې هېوادنو په ګډون د لبنان د هوايي قلمرو څخه تل سرغړونه کوي، مګر د ملګرو ملتونو په ګډون هيچا د اسراييلو د دې سرغړونې په اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x