
ټاکنو کمېسیون ټینګار کوي چې پایلې نن اعلانوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې نن به د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د ټاکنو د پایلو اعلان په اړه ټول چمتووالی نیول شوی.
ښاغلي نور نن سهار شاوخوا ۹:۱۵ بجې وویل، چې اوس مهال د ټاکنو د کمیسیون د غړو، د ټاکنیزو ټیمونو او ملګرو ملتونو د استازو تر منځ ناسته روانه ده، څو د پایلو اعلان وټاکي او ځينې تخنیکي ستونزې چې لا هم وجود لري، حل کړي.
دواړو ټاکنیزو ټیمونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ملي وحدت د حکومت پر سر پریکړې ته رسیدلي او ټاکل شوې چې نن غرمې پورې به د ولسمشر کرزی، سیاسي څېرو، ولسي او مشرانو جرګې رییسانو او د سترې محکمې رییس پر وړاندې په ارګ کې موافقه لاسلیک کړي.
د ټاکنو لومړی پړاو د وري په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، خو د پراخو درغلیو د ادعاوو او د څوکیو پر سر د ټاکنیزو ټیمونو شخړو د ټاکنو پایلې څو میاشتې ځنډې کړې.
وروستیو ټاکنو د خلکو پر اقتصاد او امنیت خورا بده اغیزه کړې ؛ځکه نو ډېری دې ته لېواله دي، چې پایلې دې هرومرو اعلان شي.
ډررررررررررررررررررررررررررر ډرررررررررررررررررررر ډررررررررررررررررر امریکایی دیموکراسی !!!؟؟؟؟؟ ډرررررررررررررررررررر ډررررررررر ډرررررررررررررر د ټولتاکنی پوشالی کمیسیون ! ډررررررررررررررررر ډررررررررررررررررر ډرررررررررررررررررر دکرزی څوارلس کلن ګوډاګئ او دفساد نه ډکه ډکه ډکه دغولو او بی شرمه او بی فرهنګه پوشالی جاسوسی حاکمیت چی به نتیجه کی یی داسی وروست ، بویناکه ، کثیفه او د خروارونو جنایاتو ډکه دیموکراسی چی په واقعیت کی دانسان او بشریت ترورکراسی نه بل څه نده ، خپل ملت ته پریښوده! بالا هر څه ختمه سوه ، اوس نو افغانان په حقه دجنګ او مقاومت سنګرته د ویلو څه نلری!