نظــر

سیاسي تړون اوعامه ګټي

لیکوال: نعمت الله اسحق زی

سیاسي حاکمیت په هره انساني ټولنه کې تاریخې ریښې لری .

دټولنیزوخطراتوپروړاندی ګواښونواودانسانانودجمعی ژوندانه دګډوډیدودمخنوی په موخه اړتیا ولیدل شول چی انسان سیاسی حاکمیت ته غاړه کښیږدی . دحاکمیت اوټولني ترمنځ سیاسی قرارداد پدی موخه تړل شوی چی حاکمیت دټولنی دعامه ګټوساتنه وکړی

داچی په ولسواکه نظریاتوکه ویل کیږی چی واکمنۍ دخلګوله منځ ټاکل کیږې فلسفه یې هم داده چي په پیل کې دسیاسي حاکمیت بنسټ ایښودونکې خلګ ول ،نه ماورالطبیعه قدرت .

که څه هم دسیاسي حاکمیت فلسفی پیلامه دټولنی دعامه ګټو دخوندیتوب په موخه اوخلګوته دخدمت په موخه ایجاد شو،اما تاریخی روایات اوسیاسی جوړښتونه ښه يې چی  دسیاسی حاکمیت اوټولنیزو دغوښتنوترمنځ اوږد واټ پروت  دی .

 داسی تاریخی اسنادموجود دی چی سیاسی حاکمیتونه دخپل جمال اوجلال او کورني اقدرار دپایښت  په مقصدنه داچی دټولنی برخلیک دپام غورځولۍ بلکي  دزور،تقلب،تیروتنی،اوقانون ماتونی له لارواستبداد ته دوام ورکړئ .

 لودیځوال فیلسوف ماکیاولی شاید ترټولوهغه لومړۍ کس وی چی دسیاسي ماهیت په اړه ترټولوبربنډ موضوعات وړاندی کړي وی .

ماکیاول ترمړني ورسته دشهرت اواحترام خاوندشو،نومړی دلومړی ځل لپاره دکلیسا پردریځ چې دوخت ایټالیا سیاسی واکمنۍ باندی قبضه درلودخپل ږغ اوچت کړ.

ایټالیا دماکیاولی په وخت کې دپراخه سیاسی فسادسره لاس اوګرویوان وو،پدی وخت کې نیکولودیاد وضعیت دسمون اودفساددله مینځه وړلوپه موخه  دسپارت او روم په بڼه سیاسي جوړښتونه مناسب ګنل چې په باوری یې که چیری  په ایټالیاکی استبداي نظام رامنځ ته شي خود به خوده دخلګومدنی حقوق اووګړیزخپلواکی تضمینږی .

جالبه اوپه زړه پوری خبره  چی دبحث دلومړیو کرښو وضاحت هم کوی،دنوموړی دټولواک ( شهریار) تفصیلی بحث دی .

ماکیاول توضیحات ورکوی چی سیاسي ماهیت  دتقلب اوتیروتنی  اصلی څیره ده .

دی زیاته وی چی سیاسي حاکمیت ددی په موخه چی قدرت ته ورسیږی له هری وسیله نه کاراخیستلۍ شی .

دنوموړی په باور،حاکم  پدی موخه چی سیاسی هدف ته وسیږی دوکه په دوکه ،تقلب په تقلب  باندی ځوابه وی .

اما دماکیاولی ورسته داسی سیاسی آندونورابرسیره شول چی سیاسی ماهیت په اړه بیل نظریات لری .

له دی جملی نه دولسواکۍ سیاسی جوړښت دی .

ساده تعریف په چوکاټ کی ولسواکۍ  کیدای شی دولسواکه سیاسی نظام باندی اطلاق شی .

دی ډول حاکمیت کې خلګ په غیرمستقیمه توګه په سیاسی جوړښت کی برخه لری،اوله سیاسی،مدنی اوګونډونوپه چوکاټ کی دحاکمیت دبغاوت مخنوی کوی .

ولسواکۍ کې خلګ کولای شی دقدرت په پریکړوکې په مستقیم اوغیرمستقیمه توګه برخه واخلی اوسیاسی ماهیت له نژدی وڅاری .

اما هغه سیاسی جوړښت چی نیکولوماکیاول  يې په اړه خبره کوی خلګوته پکي برخه نشته،تنها حاکم اوشهزاده دخپل اقتداردخوندیتوب اودوام په خاطر له هرډول وسیلی نه  ګټه اخلی .

سیاسی واقعیتونه ښه يې چی لاهم دنړۍ په یوشمیرهیوادونوکې دخلګوغوښتنی،مدنی حقوق او انسانی غوښتنی په حقیقت ندی بدل شوی .

انسانان داستبداد اوسیاسی مشران دغولونکو وینانوپه وسیله غولول کیږی،بشری غوښتنې لاهم دیوآرمان په توګه انسانانوپه زړونکې دخیال په څیر،نه غوړیدونکې پاته دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmadi

وعن أبي عبد الله جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال‏:‏ بعثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم وأمر علينا أبا عبيدة رضي الله عنه، نتلقى عيرا لقريش، وزودنا جراباً من تمر لم يجد لنا غيره، فكان أبوعبيدة يعطينا تمرة تمرة، فقيل كيف كنتم تصنعون بها‏؟‏ قال‏:‏ نمصها كما يمص الصبي، ثم نشرب عليها من الماء، فتكفينا يومنا إلى الليل، وكنا نضرب بعصينا الخبط، ثم نبله بالماء فنأكله‏.‏ قال‏:‏ وانطلقنا على ساحل البحر، فرفع لنا على ساحل البحر كهيئة الكثيب الضخم، فأتيناه فإذا هي دابة تدعى العنبر، فقال أبو عبيدة‏:‏ ميتة، ثم قال‏:‏ لا، بل نحن رسل رسول الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x