نظــر

بابا (رحمه الله) خالص و، نبی خیل و، خالص شو نبی خیل شو

لیکوال: مولوی حمدالله شهیدزاده حقانی

…په تیر پسی

یوه ورځ سهار پر مهال د کمپ په یوه کوڅه کې مې  ولید چې ځان ته روان و زه ورګړندی شوم زما د پښو په څپاري يې شاته راوکتل او راته يې وویل:هلکه چیرته روان يې؟ او زیاته يې کړه چې زه دلته چا کره ځم او کار مې دی. بس پوهه شوم او زه ورڅخه را وګرځيدم. ورسته مې ولید،چې یو محافظ ورپسې منډې را وهي. خالص بابا(رحمه الله)  د مظلومو او بې چاره خلکو یار او ملګری و،تش په خوله خواږی او زړه سواندی نه بلکې په عمل کې به  د محتاج غوښتنه تر هغه بریده چې کیدای شوه ترسره کوله،د معذورو په مدرسه کې  یو معذور چې په پښه ګوډ او په سترګو ړوند ځوان وڅوک يې نه لیدل ناست و،زه ورنیږدې شوم له سلام وروسته  مې ترې وپوښتل ،چې قاري صیب ته هم دلته داخل يې؟ده راته ډیر په خواشینۍ سره وویل چې نه، زیاته يې کړه ،چې هملته د داخلیدو لپاره راغلی یم که چیرې داخل شم.ما ترې د پښې او په مخ د ټپونو پوښتنه وکړه. هغه راته وویل، چې وروره په یوه مدرسه کې طالب وم تر پنځمې درجې مې کتابونه لوستي د عربي ژبې تر څنګ په انګلیسي ژبه خبرې کولی شم د اوړي په رخصتیو کې له خپلو ملګرو سره د جهاد لپاره لاړم.الله ته منظوره وه ،چې زه له یوه ځمکني ماین سره د جګړې پر مهال مخ شوم،ماین راوچودید زما پښه، دواړه سترګې اود پوزې خیشوم يې له منځه یوړ پر ټول بدن کې مې چرې ونختلې له اوږدې معالجې څخه وروسته د قاري صدیق منشاوي له کیسټونو قرانکریم یادوم نوموړي ډيرې  ستونزې او مشکلات درلودل او یاديې کړل. ما ورته وویل مولوی صیب خالص بابا(رحمه الله)   ته ورغلی يې؟ده وویل نه! په نوم يې پيژنم نور يې نه پيژنم. ما ورته وویل ورشه څه مشکل نشته او ښايي پوره مرسته درسره وکړي. ده راته وویل چې وروره ته راسره لاړ شه.ما له ځان سره کورته راوست او شپې د تیرولو وروسته مې سهار د مولوی صیب حجرې ته بوت.د  مولوي صیب حجرې او دفتر ته ورتګ کومه ستونزه نه درلوده.نوموړي ته مې دده دا کیسه وکړه. بابا(رحمه الله)    د کیسې په اوریدو سره ډير خواشینی او غمجن شو. د چایو له څښلو وروسته سمدواره د کور په لور روان شو له څه ځنډ وروسته  له کوره بیرته راووت او قاري صیب ته يې پنځه زره کلدارې نغدې ورکړې او  هم يې دوه لیکونه ورکړل، چې یو  د صحت عامې په نامه او دویم يې د معذورو د مدرسې په نامه تر څو په روغتون کې يې د پښې علاج وشي او  په مدرسه کې داخل شي.هغه معذور اوس  ښه قاري،لوی شتمن اومرحوم مولوی صیب(رحمه الله)   روح ته دعا کوی. همیشه به يې په دفتر او حجره کې همدا خلک ناست وو.له سره استعمار او کمونستانو سره د جهاد پر مهال له جهادي تنظیمونو سره د بیت المال  کافي امکانات او سهولتونه و،اکثره مشرانو دا امکانات خپل ابتکار اوشخصي عایدات ګڼل ددې بیت المال څخه يې بې ځایه مصارف کول او ځانونه يې مرفوع القلم ګڼل هر څه چې يې خوښه وه کول   يې او داخودسره کړنه يې دملت غوښتنه بلله، خو خالص بابا(رحمه الله)  بیا داسې نه و  دده په لاس کې هم کافي امکانات و، نه يې د خپلې شخصي زندګۍ د ښه کولو لپاره لګول او نه يې خپلو بچیانو او کورنۍ ته دا اجازه ورکوله چې د تنظیم له عایداتو غلطه استفاده وکړي.د پړانګ مارکیټ په خوا کې د پړانګ حاجي په نامه جومات کې د معذورو(ړندو) حافظانو لپاره يې د خپل تنظیم له بودیجې یوه برخه روپۍ ددوی په پالنه او میاشتنۍ معاش لګوله،منظم اداري تشکیلات يې لرل او د دوی وظیفه هم معلومه وه ،چې د قرانکریم تلاوت او مجاهدینو ته د نصرت لپاره  دعاوې وکړي.له امتحانه د اخیستلو وروسته به په دې مدرسه کې هغه ړوند داخلیده چې واقعاً په سترګو ومعذور او  د ټول قران حافظ وي تر څو دوی په خپل کور بوج نشي اویاپه بازار کې له سوال کولو څخه وژغورل شي. له بیت المال څخه به دا میاشتنی معاش ورکول کیده.

د باباهر ه خبره او کړنه ښکاره وه ،مجالس يې ښکاره و او دا د دې ښکارندوی و،چې مولوی صیب (رحمه الله)  جهاد د چا لپاره نه کوي او د جهاد کولو لپاره د چا بېځايه خبرو اومشورو ته هم احتیاج نه دی،هغه د خپل وطن  د ازادی په مبارزه تر هر چا ښه پوهیده،له سیاسي شخصیتونو سره يې په سیاسي مسایلو کې بحث ډیر عمیق واوهغه معنوي سپيڅلتیا چې بابا په خپل  سیاست کې لرله یوه ځانګړنه او هم یو منلی اسلامي سیاست و.ښاغلی بابا (رحمه الله) یواځې د افغانستان دمسلمان مجاهد ملت  مشر او خواخوږی نه بلکې هغه د ټولې نړۍ پر مسلمانانو ځورید ،چې د وخت له اسلامي هیوادنو مشرانو اود سیاسي ډلوله مشرانو سره نیغ په نیغه لیدل او هغه څه به يې ورته ویل چې نورو د اسلامي ګوندونو مشرانو د یو څه سیاسي اونورو ډول ډول مصالحو لپاره د وخت مشرانو ته نشو ویلی.

همدا لامل دی چې مولوی صیب (رحمه الله)  د هر افغان او مسلمان په زړه کې ځای لري او هر ووړ او زوړ يې سپيڅلی مجاهد او سپيڅلی رهبر ګڼي.مولوي صیب محمد یونس خالص بابا(رحمه الله)  له کمونستي رژیم او بیا د روسي استعمار سره په نره ډغره وهلې وه، او په دې لاره کې يې له هیڅ قسمه سرښندنې او قربانۍ دریغ ندی کړی تر دې چې له خپلي کورنۍ يې خپل خوږ او قدرمن زوی مولوی محمد نسیم عابدچې خورا جید عالم  او د داوودخان درژیم پر مهال د مزارشریف د اسديې  په مدرسه کې  د دیني علوموښونکی او تکړه مجاهد وو د کمونستانو له خوا لومړی بندي او بیا په زندان کې په شهادت ورسول شو له لاسه ورکړ. ښاغلی مولوی صیب (رحمه الله)    چې عزم يې متین وپه خپل یوه شعر کې خپل کلک هوډ داسې څرګند کړی:

که مې سر د دین په لاره کې فدا شي     که مې کور یا کورنۍ پکې تباه شي
که قلا مې لوټې لوټې او تالا شي       که مې مال د ظالمانو په رښتيا شي
نبي خيله خپل  مرام پرېښولی نه شم     هغه دا چې يو الله له مونږ رضا شي
(تر اخره)

بابا په رښتیا چې خالص و او د خالص مانا داده چې نیت به يې پاک وي،عمل يې پاک وي او ټول کړه وړه يې یواځې د الله (ج)   رضا لپاره وي. له هر قسم بدیو، بدبختیو ،شرکیاتو او بدعاتو څخه پاک وي ،چې  دا ټول د ده د ژوندځانګړنې او د لارې بل مشال  و.بابا(رحمه الله)    د کار سړی و په کار  پوهید او د کار سړی يې پيژنده او ورسره به يې مینه کوله ،چاپلوسي يې عادت نه وه او نه يې خوښوله د بل  په چاپلوسی به هم پوهیده.لکه یو ځل د قومندانانویوه ډله ،چې له امارت سره يې اړیکې ښې نه وې  ددې لپاره چې بابا(رحمه الله) ته ځانونه خواخوږي او دده منونکي مجاهدین وښايي او د خپلې چاپلوسۍ له مخې مریض  بابا(رحمه الله) دوکه کړي  ورته راغلل او د طالبانو  له کړنويې شکایت وکړ او ترې ویې غوښتل چې ته زمونږ  مشر وې او بیا به هم يې د طالبانو پر ضد یو غږ  وکړه ،مولوی صیب(رحمه الله) ورته وویل،چې مونږ او تاسو جهاد د اسلامي نظام د تحکیم لپاره کړی و،ډيرې قربانۍ مو ورکړي،زخمیان او شهیدان مو ورکړي،خو مونږ اسلامي نظام  قایم نشو کړای همدوی طالبانو په ډير کم او لږې قربانۍ دا اعزاز حاصل کړ او اسلامي شریعت يې راووست بیا ددوی مخالفت ولې او د څه لپاره وکړو؟قومندانانو خدای په اماني  واخیسته او لاړل.

بابا(رحمه الله)    له دښمن سره  دبیا بیا مخامخ کیدو له امله چې کافي تجربه لرله او له دښمن سره د مقابلي په چل پوهید دښمن د ځپلو او راپرځولو  لپاره  د ایمان په  اسلحه سمبال واو هم يې  هر ډول جنګي تکتیک زده او پرې پوهیده دسره استعمار په یرغل يې نور هم عزم قوي او په خپله د جهاد سنګر ته ورودانګل. مجاهد بابا(رحمه الله)  د روسانو او کمونستانو  سره د مسلحې مبارزې  لپاره د هیواد مختلفو ولایتونو  او سیمو لکه کنړ،پکتیا،پکتیکا اوننګرهارته تللی او مجاهدینو  ورونو سره اوږه په اوږه جنګیدلی و.ښاغلی بابا که په عمر  پوښ سپنګری خو هوډ يې ځوان و.د روسانو په مقابل کې د مسلحې مبارزي تر څنګ يې قلمي او سیاسي مبارزه منلې وه، بابا د محراب ،ممبر او سنګر اتل واود یرغلګرو پر وړاندې يې له همدې وسیلو کاراخیست او د وخت ستر استعمار يې په ګونډو کړ.د یرغلګرو سره د مبارزې لپاره  د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په ډیر شمیر سپيڅلي مجاهدین  او قومندانان درلودل،له نظامي زده کړو سره په څنګ کې خپلو مجاهدینو ته د ملت سره  د ښه چلند او  د سپيڅلي جهاد توصیه کوله. همیش به د مجاهدینو په اتفاق او خوښی خوشحالیده ،چې همدا يې د ژوند د ارمانونو یوه برخه وه.هغه به مجاهدینو ته  ویل چې له دښمن سره په مقابله کې داسې بېځایه زور مه وهئ،چې په پایله کې د بل دښمن په غیږ کې پریوځئ.او مثال به يې هم د پړي کشکونکو ورکاوه چې یوه خوا زوروره شي بله خوا څملوي.مولوي صیب (رحمه الله)   د دین او وطن دښمن ښه پيژنده ملګرو ته به يې د یوه ښونکي په توګه په زغرده ویل، چې له یار سره یاري او له دښمن سره دښمني  وپالئ.خالص بابا چې د جهادي مبارزې مخکښ فکري او علمي پانګه   لرله تجربه شوی شخصیت و،د روسانو او له هغو مخکې د ظالمو حکمتونو په مقابل کې نه هیریدونکي فعالیتونه سر ته رسولي و. دا ستره هستي دافغانستان په اسلامي ملت د خالق ذات ځانګړې لورینه وه چې د افغانستان جهادته يې  همداسې دکلک هوډ څښتن،نه غولیدونکی مشر اوځیرک سړی ورکړ.

ښاغلي مولوی محمدیونس خالص بابا(رحمه الله) د روسانو او کمونستانو سره د جهادي مبارزي پر مهال په ۱۳۵۷هـ ل کال کې (د افغانستان اسلامي حزب) تر نوم لاندې یو جهادي حزب ځکه جوړکړ،چي د داسې جهادي تنظیم جوړول دوخت تقاضا وه.دې حزب سپيڅلي اسلامي،جهادي اهداف  درلودل.چې هغه  د خپل حزب لپاره اهداف څه داسې بیان کړي.( د لوی خدای(ج) رضا،د محمد(ص) پيروي،د اسلامي دین حاکمیت،د بشریت ازادي،شرعي حجاب او په دې لاره کې شهادت زمونږ آرزو ده)خالص بابا(رحمه الله)   د هر میدان ګټونکی مبارز،پوښ سیاستوال،او د هیواد په سطحه جید عالم و. کلک غیرتي او په جهادي،سیاسي، اجتماعي او ملي مسایلو کې تر نورو جهادي تنظیمونو مخکې او نور يې تر شا پریښی وه. د ده حزب چې په ټول افغانستان کې پیاوړي قومندانان درولودل د ځينو مشهورو  بهادرو او زړوروقومندانانو نومونه په لاندې ډول دي: ستر مجاهد مولوی جلال الدین حقاني(حفظه الله )،مرحوم ملامحمدرباني،شهید مطیع الله خان، مولوی محمد قُل، مرحوم مولوی محمود اخوندزاده،مولوی امان الله ځدران، شهید مولوی امان الله فاریابي،شهید ملا یارمحمد،شهید ملا محمد،ملامحمد شفیق اخوند، شهیدشیخ ملاخیل، شهید انجینر محمود، ،قومندان اکبراغا، قومندان عبدالله مشهور په تورک اغا،د ګونتانامو شهید معلم اول  ګل،شهیدروزالدین خالد، شهیدظراب ګل خمیني، مولوی عبدالغفور، میا محمد آغا او داسې نور. دهمدې ځوانانو د سرښندنو او قربانیو برکت و چې روسي سور استعمار يې ټوټه ټوټه کړ .د روسانواو کمونستانو د قدرت پر مهال د مولوي صیب (رحمه الله)  حزب پورې تړلو مجاهدینو په ډيرې میړانې او قربانۍ په هیواد کې له دښمن څخه ډير ولایتونه  او ولسوالۍ نیولي.خو په دې حزب پورې  تړلو قومندانانو کې داسې هم شته ،چې یادول يې دلته د مضمون خوند پيکه کوي.

خالص بابا(رحمه الله)   له  دښمن سره مقابله په میدان کوله او هره سوبه يې د توپک د شپيلۍ په زور وه نه د کوم سیاسي مصلحت او دیپلوماسي په پایله کې.د هغه جهادي مبارزه  د عایداتو د لاس ته راوړلو لپاره نه بلکې جهادي مبارزه يې د اسلامي شریعت د پلي کولو او دهيواد د ازادۍ لپاره وه د روسانو او کمونستانو سره د جهاد په وخت کې په کار وه  چې مجاهدین خپل  جهادي صف منظم او قوي کړي تر څو دښمن په لاس  اشغال شوی هیواد ازاد کړي خو  ځینو جهادي تنظیمونو دي اصل ته په نه احترام د خپل تنظیم د پرمختګ او  د خلکو په جلب او جذب بوخت شول تا به ویل چې ګوندې انتخاباتو ته ولاړ کاندید دی د همدې کرغیړنې پدیدې په پایله کې اصلي دښمن پاتې او  ډیر جهادي تنظیمونه په خپلومنځونو کې په جنګ اخته شول، ،خو ښاغلی بابا(رحمه الله)   له داسي لارو چارو کارنه اخیست بلکې  د هغه لپاره یو سپيڅلی مجاهد تر هر څه بهتر و .همدغې جهادي اصل ته په کتوبابا(رحمه الله)   تاریخ ته پاک سپيڅلی پاتې شو،چې همدايې یوه بله ستره تاریخي او له ویاړه ډکه کړنه ده.
د اسلامي حزب په رآس کې اکثره عالمان ،قاریان، قاضیان او له عصري علومو فارغ فکري مجاهد ځوانان اوله لوړو زده کړو برخمن شخصیتونه  وو. بابا (رحمه الله) تر خپله وسه په خپل چاپيریال کې نیکان خلک راټول او  د تنظیم چارې ورته سپارلې وې،خو دا د ځینوملګرو ناځواني وه چې د بابا (رحمه الله)  د نیمې لارې انډيوالي وکړه.د روسانو او کمونستانو سره  د جهاد د مبارزې ورځې وې د شهیدانو او زخمیانو لړۍ روانه وه قومندانان او ځينې نور جهادي مشران به ده ته راتلل، بابا(رحمه الله) به په ډير ځیرکۍ سره د راتلونکو ستونزو او مشکلاتو یادونه ورته  کوله او د حل لارې چاري به يې ورته لټولې.بابا(رحمه الله)  د زړه په سترګو چا لیدلی او پيژندلی نه و،خو له وفات څخه يې وروسته  همدا لویه معجزه او کرامت ګڼلی شو چې د بابا(رحمه الله)  کړو خبرو ته خلک ټول قانع شول. د نوموړي یوه خبره چې یو چا ته يې کړې وه،چې او س مو جهاد له غیررسمي کافرو سره دی یو وخت به داسې راځي چې جهاد به مو له رسمي کافرو سره وي ،خو زما ملګري به ټول کیني. هغه مبارک په دې پوهیده چې ټول زما په څير ندي. زه  د عمر په لحاظ  کمکی وم خو کله به چې دده مجلس کې کښیناستم پوره فکر مند کیدم مابه اکثره  د  خپل بابا(رحمه الله)  مخ ته کتل او خبري به مې په غور اوریدې،هغه وخت ما د د ښمن لخوا جوړې شوي ستونزې او مشکلات د جهاد په مقابل کې نه پيژندې خو بس ما به ویل همدا ساعت دی او ښه روان دی هر څه شته  دا ولې انديښنې کوي؟خو هغه په دې پوهید که  له روسانو سره په  روان جهاد   کې د خپلو ملګرو  مجاهدینو پوره اصلاح ونه کړم او د جهاد په اصل يې پوهه نکړم ،نو ګوندې دابه د جهاد سپيڅلی نوم بدنام او دا مجاهدین به نړيوالو ته غله او قاتلان معرفي شي،خپلو قومندانانو او مجاهدینو ته يې ویل، چې زمونږ تنظیم یو جهادي تنظیم دی له جهاد سره يې کار دی نه له نور څه سره. له قدرت او څوکۍ همیش لرې او بېزاره و.د جهاد کولو اجر يې یواځې د الله ج رضا وه او بس.مولوی صیب خالص(رحمه الله) په یوه وینا کې داسې ویلي و،چې تاسو ټول شاهد ووسی(چې زه او زما ګوند نه حکومت غواړو او نه يې په فکر کې یو بلکې مونږ د یوه سوچه اسلامي نظام غوښتونکي یو) چې رښتیا يې کړه. د مولوی صیب(رحمه الله)  یوه بله خبره چې د امریکا د یرغلګر په وخت  کې د مریضۍ لپاره پيښور ته راغلی و او زه يې د عیادت لپاره ورغلم،نو له مايې وپوښتل چې پيرنګیان څنګه شول؟ ماورته وویل:که ددوی پر ضد جهاد شروع شي پایله يې تاسو څنګه ارزوی؟هغه مبارک راته وویل:چې که ښه نتیجه راووته هم ښه ده او که بده راووته هم ښه ده،تاسو خپل نیتونه او عملونه سم ساتئ. مولوی صیب خالص (رحمه الله) په داسې حال کې چې په جهادي کارونو کې تر هر چا غښتلی و،خو خپل ځان به يې خلکو ته ډیر مصروف او خواشینی نه ښود هغه پوهید،چې دا لاره همدومره حوصله او حکمت عملي غواړي.د مجاهدینو په خپل منځي او د قدرت په سر  خپلمنځي او ناروا جګړو کې په هیڅ صورت شرکت ندی کړی او خپل ملګري يې له دې ناروا عمل څخه منعه کړی وو،چې دا يې پر ځای او سمه کړنه وه.

مولوی صیب(رحمه الله)  په هر کار کې د اصولو پابند وو هر چا ته به يې د اصولو په عملي کولو ټینګار  کاوه تر دې چې له عربي هیوادونو راغلي عربي مجاهدینو ته، چې ځینو به يې په تعلیمي او تربیوي لیکو کې کار وه او نور به په نظامي لیکو کې شامل وو دوی يې په دي قانع کړی وو، چې په مدارسو کې به زمونږ تعلیمي نصاب عملي کوی او په نظامي کارونو کې به هم زمونږ د ښودونو سره سم  اجرآت کوي.

بابا(رحمه الله)  نه  یواځې داچې په افغانستان کې منلې څيره وه بلکې نړیوال يې هم له نوم او څيرې سره بلد او اشنا وو.هغه د ټولو بابا(رحمه الله)  و هغه یو داسې شخصیت و چې د هر چا په زړه کې يې ځای درلوده او له هر چا سره يې ناز او نیاز شریک و د نورو مشرانو په څير د یو څو اشخاصو نه و، بلکې یو غریب ته غریب یو کلیوال ته کلیوال او یو سیاسی مشر ته سیاسي مشرو.بابا(رحمه الله)  یو داسې شخصیت و،چې دهیواد په داخل او بهر کې  دوخت  تکړه علماوو  او شخصیتونو یادوه او د هغه خبره به يې د مثال په توګه راوړه لکه یو ځای کې شهید عبدالله عزام وايي:(کما قال شیخ یونس خالص(رحمه الله)).ستر مجاهد شهیداسلام شیخ اسامه بن لادن(رحمه الله) چې ټول يې له نوم او شخصیت  سره بلدیو د هجرت او مسافرۍ ډیرې شپې او ورځې  د بابا په ګاونډ کې تیرې کړې وې،د بابا(رحمه الله)  له کړو وړو زیات متاثره و همدا لامل و، چې د بابا(رحمه الله)  د سوري لاندې يې ډیر وخت تیر کړ،ځان يې  دبابا(رحمه الله)  د احساناتوپوروړی باله،تل يې په نیک نوم او دعا کې یادوه.او هم يې بابا(رحمه الله) ته   د پلار خطاب کاوه. شهیدابو مصعب الزرقاوي هم دې ته ورته نظر لاره او ځان يې د بابا مجاهدینو کې شمیره.شهید ابو یحی الیبي یو بل ستر مفکر او د باګرام تورغیړن زندان ماتونکی هم د خپل شهادت څخه مخکې  په خپل یو ویډیوي کیسټه کې د بابا ښیګڼې یادوي او روح ته يې د مغفرت دعا کوي د دوی سربیره د پاکستان  د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع الحق په خپلو خبرو کې مرحوم مولوي صیب خالص(رحمه الله)  لوی مفکر او د افغانستان د جهاد ګټونکی وباله.د حدیثو استاد او د اکوړي مدرسې شیخ الحدیث د مدینې منورې فاضل ډاکټر مولوی شیرعلی شاه صیب چې په زرهاوو شاګردان لري د مولوی صیب خالص بابا(رحمه الله)  علمی استعداد  او سیاسي بصیرت ته قانع و او ویل به يې، چې ((په پښتنو  علماوو کې ما داسې باستعداد شخصیت ندی لیدلی)).

د بابا(رحمه الله) یو څو مهمې او تل پاتې  کارنامې :

* مولوی صیب(رحمه الله)  یو ملي شخصیت و او همیشه به يې ملي لباس کاوه،پښتنې درندې جامې، لونګۍ، واسکټ او څادر  په تن و.کله چې دا د مجاهدینو د اتحاد مشر وو امریکا ته يې رسمي سفر درلوده، په امریکا کې د ملاقات په ورځ ملګرو مشوره ورکړه چې دا لباس دي تغیر کړه ګوندې امریکایان په دې لباس کې درسره ونه ګوري. ده ورته وویل چې زه په امریکایانو داخپل ملي لباس منم او هماغه وو چې په خپل ملی لباس يې د وخت له امریکې مشر(رونالډریګن) سره ملاقات وشو او هم يې ورته د اسلام  دعوت  د ورکړې تاریخي کارنامه تر سره کړه.او خپل اسلامي مسؤلیت يې ادا کړ.

* په ۱۳۵۸ هـ ل کال د تورې بوړې په نامه یو لوی قوي جهادي مرکز جوړکړ،دامرکز نه یواځې دا چې د افغانستان جهاد لپاره يې ښوونکي او قایدین وروزل،بلکې د ټولې نړۍ لپاره يې د جهاد قایدین او مجاهدین تربیه کړل.توره بوړه مرکز نه یواځې داچې  د مجاهدینو ستر مرکز و،بلکې د مجاهدینو په جهادي،علمي، اخلاقي او نورو ټولنیزو موضوعاتو کې دمدرسې او ښوونځي حیثیت درلود.چې ددې مدرسې په سلو کې اویا(۷۰) شاګردان د الله (ج) په لاره کې په شهادت رسیدلي دي.

* د هجرت په کمپونو کې د مجاهدینو  د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې په موخه په لومړیو شپو ورځو کې د الهجرة والجهاد په نامه مدارس او مکاتب تآسیس کړل. دغه مدارس او مکاتب  د یوه ښه اسلامي نصاب  درلودونکي وه.

* د مجاهدینو د قدرت رسیدلو څخه وروسته د جلال آباد د ښار په خوا کې د نجم الجهاد په نامه د افغانستان د مجاهدینو لپاره د یوه پنډغالي جوړول یوه لویه کارنامه ده.

* د اسلامي ورورګلوی  او د افغاني غیرت له مخې  د عربو  مجاهدینو   سره د وفادارۍ ثبوت   او پوره پالل د هغه   یوه بله  کارنامه وه.

* په خپلو مبارکو ګوتو د ټول قرانکریم  په صحیح ډول لیکل چې مطلب يې یواځې د الله (ج) رضا وه.

* له اولې تر اخرې ورځې د افغانستان جهاد ته په ډيرې میړانې  ودرید او  د مرګ تر سلګۍ  ثابت قدمی پاتی شو.نه يې له دښمن سره د روغه جوړه وکړه او نه يې ورته د غلامۍ او ذلت سر ټيټ کړ.

* د قدرت په سر ناروا خپل منځي جګړو  کې ښکیل نه و، ځان او هم يې ټول  ملګري له دې سترې بدبختۍ   لرې وساتل.

* په خپلو ټولو مجاهدینو غږ کول چې د جهاد لپاره درکړل شوې اسلحه ددې لپاره وساتئ چې له راتلونکي  یرغلګر سره داسلام د سرلوړۍ اود خپل وطن   د ازاۍ  لپاره یی بیا  راپورته کړئ.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

ماشاالله ډیر ښه چی انځور ته مو تغیر ور کړی دی
د جناب مولوی صاب روح دی ښاد وی
الله دی د اولا دونو او لاروییا نو څخه سپڅلی جوړ کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x