افغانستان

بېړنی خبر : کاندیدانو د ګډ حکومت هوکړه لیک لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو دواړو نوماندانو همدا اوس په ارګ ماڼۍ کې د ولسمشر کرزي او نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ملي یا ګډ حکومت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ښاغلي کرزي دغې ناستې ته په خپله وینا کې وویل، چې دی پخپله، د هېواد سیاسي مشران او نور حکومتي چارواکي به دواړو پخلا شویو کاندیدانو ته د هېواد په ګټه سلا مشورې ورکوي او د دواړو کاندیدانو له لورې د لاسلیک شوي هوکړه لیک په باب یې وویل، چې دا د دوی خپل کار دی او مسؤلیت یې هم د دوی پر غاړه دی.

نوموړي غبرګو کاندیدانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل : له تاسو څخه مو هیله دا ده چې د افغانانو هغه هیلې  پوره کړي، چې له ډېر وخت راهیسې  ورته انتظار وو.  دواړو ته بریالیتوب او ښېګڼه غواړم، په دې هیله چې د هېواد خدمت وکړئ. هغه خدمتونه چې زموږ له لاسه ونه شول، هیله ده چې تاسو یې پوره کړئ.”

دواړه کاندیدان په دې سره یوه خوله شوې، چې ولسمشر به ډاکتر اشرف غني احمدزی او د اجرایوي پوست مشر به ډاکتر عبدالله یا د هغه د ډلې کوم بل کس وي همدارنګه به حکومتي څوکۍ هم د دواړو کاندیدانو تر منځ ویشل کېږي.

ټاکل شوې، چې د ټاکنو خپلواک به نن له غرمې وروسته د دوهم پړاو د ټاکنو نهايي او وروستۍ پایلې اعلان کړې.

له دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون چارواکو هېله ښودلې وه، چې یاد کاندیدان به د دوی له لورې د ټانکو د پایلو تر اعلان مخکې په خپل منځ کې له مودو مودو راهیسې جاري ناندریو ته د پای ټکی کښېږدي او یو هوکړه لیک لاسلیک کاندي.

ashraf abdullah hokra 1 ashraf abdullah hokra 2 ashraf abdullah hokra 3 ashraf abdullah hokra 5 aaa

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x