اوس شیطان هم لمانځل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی 30مه، ۱۳۹۳ل): یوې امریکایۍ شیطان لمانځونکې ډلې چې د شیطان بنده ګان په نوم یادیږي د شیطان لمانځلو ځای جوړول اعلان او تعمیراتي کارونه یي پیل کړل.

د دې شیطاني ډلې بنسټ ایښودونکۍ ډوګ میسنر امریکايي ورځپاڼې ډیټرایټ میټرو ټایمز ته په یوې مرکې کې ویلې چې د لمانځل‌ځاي د جوړولو لپاره يي ځکه د ډیټرایټ ښار انتخاب کړی، چې دې ښار کې د هر ډول مختلفو نظرونو قدر کیږي.

د دې لمانځل ځای جوړولو ټولې چارې ۳۲ کلنې ښځې ته چې جیکس بلیک مور نومیږي سپارل شوي.دي میرمن جیکس وایي چې له دې وروسته به ۱۴ نورې داسې لمانځل ځایونه هم جوړ شي.

دغه شیطان لمانځونکې ډله د دې لمانځل ځای لپاره د مناسب ځای په لټه کې دي چیرې چې شیطان لمانځونکي وکولای شي بغیر له کومې ستونزې په آزاده توګه خپل مراسم ادا کړي.

دغه لمانځل ځای کې به دغه ډله خپل د جنازې او واده مراسم تر سره کوي. شیطان لمانځونکې ډله وايي چې په دې لمانځل ځای کې به د انسان او څاروي قرباني نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د