ټکنالوژي

سوني کمپنۍ سمارټ عینکې جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): جاپاني برقي کمپنۍ سوني چې د چاپان په پلازمینه کې موقعت لري، داسې عینکې جوړې کړې چې د شنې روښنایۍ هر ډول لیکنه، تصویر او ګرافکس ښودلای شي.

د سوني کمپنۍ وايي چې د دې عینکو ټیکنالوژي لا مکمله شوې نه ده او په راتلونکې کې به د ګيم کولو اسانتیا په دغه عینکو کې اضافه کړي.

دغه عینکې لا هم د جوړیدو په پړاو کې دي او ټوله وړتیا يي لا نه ده جوته شوې.

سوني کمپنۍ دغه عینکې اسمارټ آي ګلاسز (د سترګو هوښیارې عینکې) په نوم نومولي دي.

د دې عینکو په شفافو شیشو د موبایل په څیر سیسټومونه ځای پر ځای شوي دي.

په سمارټ آي ګلاسز کې ډیر حساس آلې لکه سي ایم او ایس ایمیج سینسر، ګیروسکوپ، ایکسیلرومیټر، الیکټرانک کمپاس، برایټنس سینسر او مایکروفون ځای پر ځای شوي.

د پورتنیو سیسټمونو په مرسته د عینک استعمالوونکي مختلف معلومات لاسته راوړلای شي.

په شنه شعاع هر ډول لیکل شوی نه ښکاره کیدونکی خط هم د دې عینکو په واسطه د لوستلو وړ دی.

د ټیکنالوژې څیړونکو په اند به د دې عینکو تخمیني بیه ۹۹۹ ډالره وي.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close