افغانستان

جوزجان: اربکيانو ديني عالمان وهلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولايت اقچې ولسوالۍ سپين ږيرو او مشرانو د ولايت مرکز شبرغان جامع جومات کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د اقچې ولسوالۍ اربکيانو د سيمې دوه ديني عالمان وهلي او د هغوی توهين یې کړی دی او که حکومت له دغو اربکيانو وسلې وانه خلي؛ نو دوی به د خپلو خلکو او علماوو په ملاتړ پراخ لاريونونه وکړي.

د اقچې ولسوالۍ سپين ږيرو وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې ځايي اربکيان او دولتي مسوولين د اقچې ديني عالمان او ځايي خلک توهينوي او وخت پر وخت يې لارو او د امنيتي پوستو مخته وهي او د خلکو مخ کې يې سپکوي.

ولسي مشرانو ګواښ وکړ، چې دوی نور د اربکيانو او امنيتي مسوولينو دا ناوړه چلند نشي زغملی او حکومت بايد د اقچې ولسوالۍ بې کفايته مسوولين له دندې ګوښه کړي او که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، نو دوی کولای شي، چې د خپلو علماوو او خپلو خلکو امنيت په خپله خوندي کړي او دغه سيمه له اربکيانو او ناقانونه وسله وال څخه پاکه کړي.

د جوزجان ولايت امنيه قومندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني وايي، چې د اقچې ولسوالۍ د سپين ږيرو د غوښتنې په غبرګون کې دی او د جوزجان والي بايمراد قوينلي اقچې ولسوالۍ ته لاړل او هلته يې د خلکو خبرې او شکايتونه واوريدل او له هغې سمدستي وروسته يې د اقچې ولسوال، امنيه قومندان، د جنايي مدير او هغه اربکيان چې ځايي خلکو ترې شکايت کاو له دندې لرې کړل.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې افغانان داربکيانو له ظلمونو او تېريو سرونه ټکوي، مګر له يادې پېښې پرته هيڅ ځای کې هم چارواکو د ولسي خلکو عرض نه دی اوريدلی او په هره سيمه کې اربکيان مطلق العنان واک لري.

ولسي خلک وايي، چې امنيتي پوستو کې اربکيان له دوی پيسې اخلي او خلک ځوروي.

تېره ورځ هم کندز کې اربکيانو د مرکز اړوند سيمو کې د تالاشي په نوم د خلکو کورونه لوټ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x