روغتیا

که د زړه له حملې وېره لرئ؛ نو دا ولولئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د زړه حمله ډیر لاملونه لري؛ خو د ځینو نويو څیړنو پر اساس د دې حملې تر ټولو ستر لاملونه څلور دي چې دلته به مو ورسره آشنا کړو:

۱ـ ډیر لږ خوب کول: کله چې څیړونکو تیرو ۱۵ کلونو کې د ۱۵۰۰۰ کسانو ژوند وڅیړه؛ نو ورمعلومه شوه چې هغه کسانو چې صحي ژوند درلود یعنې صحي خواړه يې استعمالول، په دوامداره توګه يې ورزش کاوه او تمباکو يې نه استعمالول ۶۷٪ د زړه له حملې په امان ول؛ خو هغه کسان چې د ورځې ۷ ساعته او یا زیات ویده کیدل هغوي ۸۳٪ د زړه له حملې محفوظ ول.

څیړونکي د زړه په ناروغۍ اخته کسانو ته مشوره ورکوي، چې د خوب پوره کولو ته تر بل هرې بوختیا اهمیت ورکړي.

۲ـ لږ خوشحاله اوسیدل: د یو ګروپ خلکو ژوند تر ۲۵ کلونو لپاره مطالعه شو او څیړونکې دې نتیجې ته ورسیدل چې هغه کسان چې خوشحاله ژوند کوي او خپل راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري په دوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۲۵٪ وي.

هغه کسان چې هر کله غمجن او خپل راتلونکی په اړه اندیښنه لري هغوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۵۰٪ وي.

که د زړه له حملې ویريږئ نو خوشحاله اوسئ او اندیښنه مه کوئ.

۳ـ د هوا خرابوالی: هوا کې موجود کیمیاوي مواد بدن کې د سوزش او ورم خطر پیدا کوي؛ نو له دې وجي د اوکسدیشن عمل زیاتیږي چې په اساس یي زړه او ځینې نور اعضا متاثره کیږي.

له دوړو، ډیر لوګې کوونکي موټر او هغه ځایونه چې هوا يي خرابه وې ځان لرې وساتئ.

۴ـ زیات ذهنې فشار کې اوسیدل: که تاسو د کومې مسئلې په اساس تر ذهني فشار لاندی یاست نو ستاسې بدن کارټیسول او ایډرینالن مادې زیات تولیدوي، د دې دواړو موادو د زیاتوالي په اساس په وینه کې شکر زیاتیږې او د وینې شریانونه سختوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x