نظــر

دښاغلي کرزي تحقیقاتي پلاوي

hamid_karzai_kabulشاهد (غزنیوال)

له کومه راهیسې چې ولس مشر کرزی په  واک  راغلی  د نوموړي په کاري فعالیتونو کې تر بل هرڅه زیات دتحقیقاتو پلاوي اوکمیسیونونه د ي چې دبیلا بیلو پیښو دسپیناوي په غرض یې ګمارلي او تشکیل کړي دي.

په ۲۰۰۲ کې دهوانوردي دوزیر ډاکټر عبدالرحمن دقتل دپیښې  کمیسیون، دفوائدعامه وزیر حاجي عبدالقدیر دقتل دپیښې کمیسیون ،

دافغان آریانا شرکت دمشر ميرويس صادق دقتل کمیسیون ،دبهرنیوځواکونوله لوري دروزګان په ولسي خلګو دبمباري دپیښې کمیسون ، دامریکايي ځواکونوله لوري دفراه دبالابلوک دولسي خلګودعام وژنې دپیښې کمیسیون ،دجرمني ځواکونو له لوري په کندوزکې دولسي خلګو دبمبارولو دپیښې  کمیسیون ، دکونړ ،دننګرهار ،دغزني  ،دهلمند،دخوست ،دپکتیا …. کمیسیون .

ښاغلي کرزي دخپلې لس کلنې واکمنۍ په مهال دومره زیات کمیسیونونه اوتحقیقاتي پلاوي  ټاکلي چې خدای سته اوس یې نور دغه  کمیسیون ؛کمیسیون ټاکنه  بلکل یو ذوق ګرځیدلی؛ داسې ذوق که پیښه  دتحقیقیاتي پلاوي  ټاکل ایجابوي  اوکه نه  خو دی  ورته  هرو مرو پلاوی ټاکي .

دبیلګې په توګه  نومړي  تیره  ورځ   په نورستان ولایت کې  دبهرنیو ځواکونوپه بمبارۍ کې  دسولي دعالي شورا دیوه تن غړي په شمول د۱۹ تنو بیوزله ولسي وګړو د شهادت  په  اړه   یو تحقیقاتي پلاوی  وټاکو.

اوس خبره داده  چې د دغې  ویرجنې پیښې  جزئیات  دسیمې دخلګو په شمول هرچاته  لکه لمر غوندې ښکاره دي ،قاتلین مالوم دي ، معصوم  مقتولین ،دهغوئ جنسیت ،دهغوئ شمیر ،دهغوئ  دقتل ځای ، دهغوئ دقتل وسیله او دهغوئ دقتل ټول جزئیات مالوم دي ،خو ښاغلي کرزي د دغې  معلوم الحاله پیښې  دجزئیاتو مالومولو په اړه بیاهم  دپلټنې د کمیسون ټاکلو  امر صادرکړ .

داچې د پلټنې د پلاوي له خوا دپیښې دپایلو مالومولو وروسته ښاغلی کرزی  دپیښې دعاملینو (قاتلینو) په اړه دڅه  کولو توان لري ؛  هغه  خو دنوموړي دتیروپه سلګونو بي نتیجې  تحقیقاتي  پلاویو  له  پریکنده !!! کړنو څخه ولس ته ښه مالوم دي  .

یوه خبره ده چې  کمیسون ټاکنه  خو اوس هسي هم دښاغلي ولسمشر له کاري ځانګړتیاوو څخه  ګرځیدلې ؛ نو ښه ده  داځل به هم  نوموړي ته  چانس  ورکړو چې دی  له بهرنیو سوله ساتو !!! څخه  دخپلو بیوزلو هیواد والو دغچ اخیستنې  په اړه کوم تجویز عملي  کولای شي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x