افغانستان

شنونکي: نننۍ هوکړه د سهامي شرکت د پیل هوکړه وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن څه کم دوولس بجې د دوړاو نوماندان خپل منځ کې د ګډ حکومت پر سر جوړجاړي ته ورسېدل او یو هوکړه لیک يې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

د لاسلیک په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي د دواړو نوماندانو جوړ جاړی وستایه او ويې ویل چې دوی به له راتلونکي دولت سره په هره برخه کې له مشورو ځان ونه سپموي.

د دواړو نوماندانو ترمنځ جوجاړي افغان ولس خورا بې باوره شوی دی، که څه هم په ټاکنیز تبلیغاتي وخت کې د ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په وار ـ وار ولس ته ډاډ ورکاوه چې هیڅکله به په سهامي شرکت هوکړه ونه کړي.

خو ډېری د سیاسي چارو شنونکي د دوی نننۍ هوکړه، چې له مخې يې واک نیم په نیم باید ووېشل شي سهامي شرکت بولي.

لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي عبدالحمید مبارز د هوکړه لیک له لاسلیک څو شېبې وروسته له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه څه وکړل چې ده يې دنه کولو ژمنې کولې.

د مبارز په اند، په دې سهامي شرکت کې چې واک نیم پر نیم ووېشل شو، د دې لپاره چې پایښت وکړای شي ښه به دا وی چې ځينې مهم وزارتونه لکه دفاع، امنیت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه یو ځانګړی او مستقل بنسټ اعلان کړي او د دوی له شخصي واکونو دې ګوښې ته شي.

د مبارز په قول که چېرته ولسمشر حامد کرزي د بهرنیو تر مداخلې او راتګ وړاندې خپلې هڅې نه وای سپمولې ښايي خپل منځي جوړجاړي ته رسېدلي وای.

د نوموړي شنونکي په نظر کرزي او امریکا دواړو غوښتل چې یوه کمزورې او بې خولې اداره رامنځ ته کړي، چې د دې هوکړه لیک په سر کرزی او امریکا دواړه خپل هدف ته ورسېدل.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی او دکابل پوهنتون استاد ودير ساپي هم له ازادۍ راډیو سره دغه هوکړه د ملت د رايې ممثله ونه ګڼله، د سیاسي چارو شنونکی او سیمه ییزو مطالعاتو مشر عبدالغفور لېوال بیا د توافقنامې متن ته په اندېښنه کې و او پر دې شکمن و، چې ښايي په ټولیزو رسنیو کې خپور شوی متن به نه وي لاسلیک شوی.

د هېواد ټاکنې د وري میاشتې له شپاړلسمې وروسته دویم پړاو ته لاړې او د جوزا په څلورویشتمه د ترسره شویو دویم پړاو ټاکنو پایلې لا هم نه دي څرګندې.

ویل کېږي چې له دې جوړ جاړي څو ساعته وروسته به پایلې په کوم توپیر یا هم نیم په نیمه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

«حامد کرزي د دواړو نوماندانو جوړ جاړی وستایه او ويې ویل چې دوی به له راتلونکي دولت سره په هره برخه کې له مشورو ځان ونه سپموي». اې محترم عبدالله او اې محترم اشرف غنی ! قانون مو تر پښو لاندی کړ، نور له تاسونه دقانونی دولت تمه نشته ، له تاسونه صفا او صداقت او شفافیت لار جلاکړله او تاسو او د دیموکراسی داسی چهره غوره کړله لکه چاره او خوراره! چی دا تاسو پخپله د خپل شخصی ګټو دپاره کړیده ، خلکو پر تاسو غلط باور کړیوو! ستاسو او دکرزی په منځ کی کوم تفاوت نشته ، صرف… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x