نظــر

په افغانستان کې بل د باروتو اور به څوک وژني؟

black_water_in_afghanistanپوره دوه ديرش کاله وشول چې د افغانستان په خاوره د باروتو اور لگيدلى د نړۍ د اشغالگرو قوتونو په لاس پدې بل شوي اور کې ډير تنکي تنکي گلونه ورژيدل ډيرې پغلې پکې په تورو وربلونو کونډې او ډير څڼور ځلمي پکې د خپلى مستې ځوانۍ سره يوځاى لمبو ددې اور په گرمو  کې وسوځيدل بې شماره نازولي بچي پکې يتيمان او ډيرې ميندې پکې په سپيره نغري او ځنې کورنۍ خو پکې داسې ميراتې شوې چې په ټوله کورنۍ کې يې د فاتحې د لاس د اوچتولو څوک پاتې نه شول!!!

يواځې انسانان نه بلکې ټول حيه او غير حيه موجودات د غرونو تيږې او کمرې، د تورو غرونو ځنگلې، د خلکو د خټو او گټو کوډلى، او بلاخره ددې هيواد ټولې خاورې خزلې يو شان په دې بل شوي اور کې وسوځيدې!!! نه پدې مظلوم ملت د نړۍ د اشغالگرو قوتونو خواه يخه شوه او نه ددې هيواد په ورانولو ددى شيطاني  لښکرو تنده ماته شوه!!! ټول په يو اتفاق ددې نمرودي اور د لړلو لپاره د اور لړوني په لاس کلک ملاتړلي ولاړ دي!!! څوک يې د خپلو سرونو په قيمت بلوي!! څوک ورته خس او خشاک راټولوي!! څوک يې يواځې په خوله پوکوي!! او چا بيا همدابل شوى اور د صليبيانو د شرڅخه د خپل ځان د خلاصون لپاره سپرگرځولى دى!!! او ځينو خو بيخي د خپل هيواد ټوله بقا او حيات د همدې اور په بل او تازه ساتلو پورې تړلى دى!!!

په هر ترتيب که د دنيا ټول طاغوتي نظامونه د افغانستان د مظلوم ولس په خلاف يو لاس يوه خوله او يو اواز دي.

نو الحمدلله ثم الحمدلله يتيم هم ورته ښه په ژړا کې کلک او د هر حال هر مصيبت او هر غم او هر درد سره پوره اشنا او بلد دى د نړۍ هر فرعوني لښکر د الله جل جلاله په نصرت ددې مظلوم ولس په همت د وينو په سيلاب کې لاهو شوي او د هر طاغوتي نظام د بوتخانې هر يو بوت د وخت د غوښتنې سره سم ددې ابراهيمي ملت په لاس ټوټه شويدى.

اوس چې يو ځل بيا پدې غيرتي خاوره کې د شيطان او رحمن لښکرې، صليب او قرآن اوسپنه او ايمان کليسا او جماعت، حق  او باطل يو بل ته غيږ په غيږ ورغلي او هغه بې مثاله جهاني مقابله روانه ده چې د باروتو لوخړې پکې اسمان ته ختلي توپونه غړمبيږي، جهازونه غريږي، غرونه رڼيږي، ځمکه درزيږي، تنکۍ غوټۍ او ښايسته گلونه پکې رژيږي، کلى او ښارونه پکې ورانيږي!!!!

نو انسانان خو پريږده چې ددې وطن د غرونو ليوان، د هوامارغان، د سيندونو ماهيان، کاڼي او بوټي به ټول يو شانته د صليبي لښکرو د زوال او ددې بل شوى اور د وژلو سوال او غوښتنه کوي!!!

نو دا به اوس په هر افغان مسلمان، نر او ښځه، ځوان او بوډا، لوى او واړه يو شان فرض عين وى چې ددې اور د وژلو او ددې شيطاني لښکرو د ځپلو لپاره د جهاد ميدان ته ورودانگى او يو ځل بيا هر افغان مسلمان ځلمى د جهاد په هغه زړه ميوندي توره، د اکبرخان په تفانچه، د ملالۍ په راپارونکو نعرو او د گندمک د خويندو ميندو دوښو په لرونو د هر اشغالگر ککرۍ غوڅه او خيټه يې له کارتوسو ډکه کړى او رڼا ورځ پرې توره شپه او د تښتيدو لاره ترې ورکه کړې ځکه دا يو روښانه حقيقت دى چې څوک افغان وى او مسلمان وى د يهودو د دومره ظلم زور زياتى وحشت او بربريت سره به يې حتماً وينه په جوش راځي اسلامي احساسات ايماني جذبه او افغاني غيرت به يې راپاريږي او ددې وحشي ځناورو څخه به يې د هر څه د انتقام د اخستلو لمبې په زړونو کې بليږي او ددې شيطاني لښکرو په مقابل کې به ورته د خپل سر او مال قرباني يوه معمولي اسانه او ساده خبره ښکاري نو د خپل دين، وطن، ناموس، عزت او حيا څخه د دفاع په لار کې به ضرر ورته خپل مرگ افتخار او د بې ننگۍ او بې غيرتۍ ژوند به ورته حتماً شرم او عار ښکاري نو دا به اوس د افغان ولس د فرد فرد مسئووليت وي چې پخپل همت د ايمان په قوت او خپل منځي وحدت  سره د خپل مظلوم ملت د سر څخه دا د باروتو لگيدلى اور مړ او د خپل ځان سره سم د ټولې دنيا محکوم مسلمانان د اشغالگرو قوتونو د شر څخه خلاص کړي.

20-09-2011

خالد عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x