افغانستان

حامد کرزی: د هوکړه لیک منځپانګه او مسوولیت د نوماندانو خپل دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن غرمه د ټاکنو دوو لوریو د واک په نیم وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړه لیک د منځپانګې اړوند تراوسه پورې رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.

ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې نن د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مهال وویل چې په هوکړه لیک کې راغلي جزیات او مسوولیت يې د دواړو نوماندانو پر غاړه دی.

ولسمشر حامد کرزي د هوکړه لیک له منځپانګې بې خبرې وښوده او د دواړو نوماندانو ډلو هم رسنیو ته یواځې دومره ویلي چې پر دې هوکړه لیک کې د واک پر وېش جزیات لیکل شوي دي.

په ټولیزو رسنیو کې د دې هوکړه لیک انځورونه خپاره شوي دي او ویل شوي دي چې همدغه جزیات د داوړو نوماندانو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

په دغه هوکړه لیک کې ناکام لوری نه ښکاري او هغه چې باید ناکام وبلل شي، په دې هوکړه لیک کې د «تیم برنده دوم» یاهم دویمه بریالۍ ډله بلل کېږي.

پر همدې اساس اټکل کېږي چې ښايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون پایلې داسې اعلان کړي چې یا هم نیم پر نیمه وګڼل شي یا هم په ډېر کم توپیر تصور شي.

د چارو شنونکی او د سیمه ییزو مطالعاتو مشر عبدالغفور لېوال وايي چې پورته هوکړه لیک باوري نه دی، نوموړي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وويل چې ښايي د نوماندانو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک لا نور څه ولري.

یاده دې وي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو ويلي چې نن به پایلې اعلان کړي.

د دې هوکړه لیک اړوند په فیسبوک کې تند غبرګونونه راپاریدلي دي او د اشرف غني پلویانو نوموړی په سهامي شرکت ملامت بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

د تاکنو کمیسیون دی و پوهیږی ، چی بالا دنتایجو اعلان داسی وی ، « لکه چی دتاسو دنس باد مو یو وار وتلې وی او بیا چارزانو کینئ» اوس نو هرڅه روښانه سوه وخبرو ته اړتیا نشته!

Tajuddin

J

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x