افغانستان

د زابل والي: په اکثرو ولسوالیو کې قضايې ادارې نلرو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د زابل والي محمد اشرف ناصري اعتراف کوي، چې د امنیتي ستونزو له امله د زابل په اکثرو ولسوالیو کې قضايي سیستم فلج او د قضایي ادارو فعالیت هېڅ نشته دی.

ښاغلي ناصري، چې تېره ورځ يې د زابل د استېناف څارنوالۍ د نوي راغلي رئیس د معرفي په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې د ناامنیو او د طالبانو له ویرې په دې نه دي توانېدلي، چې د ځينو لیرې پرتو ولسوالیو سربېره، مرکز ته په نږدې ولسوالیو کې قضايي ادارې فعالې کړې.

نوموړي، که څه هم هغه ولسوالۍ چې قضايي ادارې پکې نشته ، مشخصې نه کړې او نه یې شمېر په ډاګه کړ، خو د سېمي خلک وايي، چې طالبان د ولسوالیو او مرکز لپاره په قضايي برخه کې ځانګړې تشکیلات لري او له پرېکړو یې هم تر ډېر بریده خلک خوښ او قانع دي.

د زابل یوه اوسېدونکي نور محمد وايي : « موږ په دا لس کاله کې د خپلو دعوو او فیصلو لپاره حکومت ته نه یو ورغلي، کله چې کومه دعوه لرو، نو اول یې طالبانو ته ور وړو ، هغوی یې په ابتدایه او مرافعه کې دواړو کې بې له رشوته ، بې له توپیره را ته حل و فصل کوي. »

د زابل والي په دې ناسته کې د زابل د استېناف څارنولي د مخکیني رئیس عبدالغفار افضلي ستاینه وکړه . همدارنګه نوموړي نوي رییس محبوب الهي ته د پرمختګ او ښو لاسته راوړنو هېله وکړه.

د یادونې ده، چې طالبان د نورو ولایتونو په څېر په زابل کې هم ګڼې سېمي او ولسوالۍ په لاس کې لري.دوی په تېره میاشت کې په دې وتوانېدل، چې د نوبهار ولسوالۍ ودانۍ او ځينې نور مهم پوځي مرکزونه او دولتي تاسیسات ونیسي او خپل بیرغونه پرې ورپوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x