افغانستان

د نوماندانو تر منځ جوړجاړي د پایلو اعلان تر خپل سیوري لاندي راوست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): وروسته له درې میاشتني ځنډ نه نن دواړو نوماندانو د واک پر نیم وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک له لاسلیک وروسته رایه ورکوونکي او عام وګړي پر دې اند دي چې نور نو د ټاکنو د کمیسیون له لوري د پایلو اعلان مانا نه لري.

وړاندې تر دې د ټاکنو د کمیسیون مسوولینو څو ځلې ټینګار وکړ، چې دوی به پایلې اعلان کړي، خو د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ورسره ونه منله او پر دې يې ټینګار کاوه چې له جوړ جاړي وروسته دي پایلې اعلان شي.

له بله پلوه دې جوړ جاړي په ډاګه کړه چې په یادو ټاکنو کې  ناکام نوماند نشته او دواړه نوماندان بریالي اعلان شول.

ویل کېږي چې د ټاکنو پر کمیسیون لاهم فشار دی چې د ټاکنو پایلې نیم پرنیم یا هم پر ډېر کم توپیر اعلان کړي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ډلې غړی او د میدان وردګو پخوانی والي حلیم فدايي پخپله فیسبوک پاڼه د ټاکنو د کمیسیون دا ډول اعلان ګونګ اعلان او له ولس سره ستر خیانت بولي.

مدني فعال او په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ډاکټر اشرف غني پلوی عطاء الله خان حیران پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي: «د ټاکنو کمیسیون به نن په کومو سترګو پایلې اعلانوي له جوړ جاړې نه ورسته خو د ټاکنو پروسې حقوقي شخصیت له خاورو سره خاورې کیږي.»

یاده دې وي چې عام وګړي نور پر دې تمه نه دي چې پایلې کله اعلانېږي، ځکه چې دواړو نوماندانو جوړ جاړی سره وکړ او د پایلو اعلان پر دې جوړ جاړي کوم منفي تاثیر نشي کولای.

په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني پلویان پر دې جوړ جاړي سخت غوسه شوي دي او دا يې د ملت پر رایه او په ملي ارزښتونو سوداګري بللې ده.

همدارنګه ډېری سیاسي شنونکي هم پر دې اند دي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ دغه هوکړه لیک د «سهامي شرکت» د پیل هوکړه لیک دی، چې راتلونکی به يې له جنجالونو خالي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shahwali

نوی کور د مبارک شه خو پی شرمی د پکی وینمه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x