نظــر

مسلمانان به هله پیاوړې شی کله چې هغوې خپلو صفونو کې اتحاد قائم کړي

ittihadلیکنه: بدیع الزمان نورسي

ژباړه: احمد بلال

څرنګه چې جنګونه او اختلافات مسلمانان د روحانیت له پلوه کمزورې کوې، هم دغسی اتحاد، ورورولی هغوی کلکوي او قوي کوي یې، د مثال په توګه، د غیر مذهبي نظریو ختمول یوازې د مسلمانانو اتحاد له امله ممکنه ده.

البته کوم څیز چې د مومنانو اتحاد قوي کوي هغه د هغوې یقین او د هغوي ایمانداری ده، صرف مستند او ریښتونې یقین ددوی دغه ورورولی او د دوي په منځ کی اړیکې ټینګوي، مسلمانانو ته پکار دی چی هغوی یو بل سره د زړه له کومې مینه وکړي یوازې د الله رضا او خوشحالی لپاره، نه د ځانی ګټی لپاره! بلکی د یو داسې اتحاد په لور چی بنیاد یې په دې لاندی اصول ولاړ وي:

د الله څخه ویره او الله سره مینه، هیڅ کله هم نه ماتیږی، که الله وغواړی نو هله. په لاندینې آیب کی الله تعالی اشره ورکړي چی کامیابی د یوی ډلی په زیاتوالی کی نده،

كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ

ډیر کرته لږ ټولی غلبه شوی دی په ګنړ ټولی د الله په حکم او الله تعالی صبرکوونکو سره دی

سورت البقرة ۲۴۹

د یو داسې اسلامي اتحاد د چا بنیادچی په یقین او په زیار وي هغه مسلمانانو ته د کامیابی لپاره د جوش او ولولۍ طاقت وړاندی کوي، په یو بل آیت کی الله تعالی فرمائي که هر څه هم منوؤنکی متحد ښکاري خو هغوي هیڅ کله هم ریښتوني اتحاد حاصل نه کړای شو.

لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ

جنګ نه شی کولی تاسو سره په جمع، مګر د کلو په پناهګاهونو کښی ، یا د دیوالونو د شانه ، د دوی جنګ په خپل منخ کښی سخت دی. ته ګمان کوی په هغوی چه په جمع دی او زړونه د هغوی جدا جدا دی دا څکه چی هغه خلک عقل نه لری

سورت الحشر ۱۴

اتحاد چی څومره هم مضبوط ښکاري، حقیق کې هغه غیر مستحکم وي، که چیرې هغه د اخلاص او ښه نیت باوجود قائم کړای شوې وي، ددی مطلب دا ده چې د ددې بنیاد په مختلفو ګټو باندی ده، او چی کله کومې ګټې ته خطره وي نو بیا دغه اتحاد د ماتیدلو پلو ته مائل شي، الله تعالې ددی راز په هکله قرآن کې فرمائلې دي، چی د مسلمانانو اتحاد د دنیاوي نقصاناتو په وجه کمزورې کیږي نه، بلکه، قوي کیږي!، همدغه فهم اتحاد نور هم مضبوطوي، عظیم اسلامي يوهاند سید نورسی لاندینی مثال استعمالوي، ددی لپاره چی څرنګه د اخلاص مندو مسلمانانو جوړشوې اتحاد مضبوطیږي؟

لهذا موږ ته د یو ریښتونی اتحاد او په ورورولی یقین ته ډیر ضرورت ده، چی کوم د اخلاص په بنیاد حاصل شوی وي. څلور کسان که په صحیح توګه اخلاص وکړي نو هغه بیا د یو زرو یو سلو یوؤلسو نورو خلکو د طاقت برابر وي، بیشکه، چې ددی حاصلولو لپاره موږ ذخت ذیات مجبور یو.

که د څلور څلورو اخلاص مندو کسانو څلور ګروپه وي نو بیا دا شپاړس جوړیږي او که د ددوی په منځ کې د ورورولی فضاء، د دوی مشترک هدف او منزل، او دوی دا په خپلو ځانونو فرض وګڼی ترسو به دوی متحد کیږي، د یو بل سره به اوږه په اوږه په یو صف او قطار کې اودریږي نو بیا د دوی زور د څلور زرو څلور شوؤ څلور څلویښت برابر وي، څرنګه چې مختلفوتاریخي واقعاتو کې دا څرګنده ده چې د شپاړسو قرباني ورکوؤنکیو ورونو اخلاقي زور د څلور زرو نورو عامو خلګو څخه زیات وي.

په دې پورتني اصول کی دغه وجه ده: په یوریښتوني او اخلاص مند اتحاد کې هر کس، په اتحاد کې شتون آشیاؤ ته د عامو افرادو په سترګه ګوري بلکې د هغوي په غوږونو یې هم اوري، ددی مطلب دا شو چې د لسو خلګو ریښتونی اتحاد کې موجود هر یو شخص په شلو (۲۰) سترګو ګوري، لسو دماغو باندې سوچ کوي، په شلو غوږونو باندی یې اوري، او په شلو لاسونو باندی کار کوي!!

————————————————————–

بیدالزمان نورسی، رساله نور کلیکشن، ټوئیټی فرسټ فلیش، یور سیکنډ رول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x