
ګلمرجاني فرهنګ
کالم: امت، لیکوال: عبد البصیر عتیق زی
نابالغه دېموکراسۍ چې لا د بلوغ په زانګو کې یې ټالۍ وهلې د ګلمرجان خپسکې ونیوله او ساه یې ورکړه. هغه ملت چې دوی یې نارې وهلې چې حماسه یې جوړه کړه، قرباني یې ورکړه او د طالبانو د وژنو، ګوتوپرېکولو او سر پرېکولو د تهدیدونو سربېره یې د رایو صندوقونو ته ګونډې ووهلې او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه وکاروله، حقیقتاً چې نن یې د ماتې ورځ ده. هغه ملت ناکامه شو چې حماسه یې جوړه کړه خو هغه ناکام کاندید کامیابه شو چې مرداری یې د ډیجیټل نړۍ هره ښیښه لړلې ده.
افغانستان یوه وروسته پاتې ټولنه ده، او د دریمې نړۍ د دریمې درجې هېوادونو په صف کې راځي. په وروسته پاتې ټولنو کې ملي احزاب شتون نلري او که یې څوک دعوه کوي دیماګوګ دی. په وروسته پاتې ټولنو کې قومي سیاستونه حاکم وي او عوام د همدغو سیاستونو تابع وي. هلته چې پوهه نه وي هلته سیاسي درایت هم نه وي. دیموکراسي په وروسته پاتې ټولنو کې چې د ملي احزابو شتون یې یو لوی رکن ګنل کېږي او د ملي دولتونو د استقرار پخاطر مهمه پایه وي، د یوه نه منونکي اصل په توګه باید وپېژندل شي.
داکترعبدالله پخپل یوه تبلیغاتي پوسټر باندې لیکلي وه: “داکتړ عبدالله: موږ له قومي سیاستونو حمایت نه کوو “. ما زړه کې وویل چې؛ لچر او بېسواده سړی خو هسېم دروغجن وي.

هر څه چې د ملي وحدت حکومت تر مسخرې او پوزخنده وه خو وشول خو هغه وېره چې له ما سره ده داده چې ګلمرجاني فرهنګ د نابالغه دېموکراسۍ ځایناستی شو. په راروانو ټاکنو کې چې هر کاندید بایلونکی اعلان شي، یا مخکې تردې چې پوه شي چې ناکامېدونکی دی نو له ځانه به ګلمرجان جوړوي، او په هره بېحیایۍ او هر سپکوالي چې وي د بل له ستوني تېره کړې مړۍ راباسي. مالومه خبره ده چې پښتانه اکثریت تشکیلوي، دویم اکثریت تاجکان دي، دریم هزاره او په همدې تسلسل نور واړه قومونه. پښتانه به د خپل قومي هویت د ساتلو پخاطر همېشه له یوه پښتون مخکښ نوماند څخه ملاتړ کوي، دا که د مصلحت له مخې وي او یا پروګرام له مخې. تاجکان او هزارهګان په همدې ډول.
ډېر لږ او بېخي لږ داسې خلک دي چې پوهې، سیاسي درایت، مليمنافعو، او ملي فکر ته پخپلو سمتي او قومي سیاستونو او ګټو اولویت ورکوي. پدې ټاکنو کې چې کله پښتانه پوه شول ددوی هویت تر خطر لاندې دی نو اکثرو ناچاره له اشرفغني څخه ملاتړ وکړ. ډېرو لږو د هغه پروګرام ته رایه ورکړه. همدارنګه تاجکان – سره لدې چې ډېری ویښ خلک یې نارې وهي چې زموږ برخلیک یوې علاقدارۍ (پنشېر) پخپل تصرف کې ساتلی دی خو بیا یې هم له داکترعبدالله څخه پدې مقصد ملاتړ وکړ چې تاجک دی. ښه بېلګه یې د خوست اولسونه دي چې په پراخه کچه یې په دویم دور ټاکنو کې برخه واخسته او نر او ښځو یې رایه وکاروله. په همدې ډول ډېرې داسې کورنۍ وې چې نارینهؤ یې کارت نه درلود خو دا چې د ښځو د رایو په کارتونو کې د ښځو عکسونه نه لګول کېږي، له همدې فرصته په ګټې اخستو یې ښځې د رایې کارولو ته ولېږلې. او همدا د ګلمرجان د تشویش یو مهم ټکی هم وه چې څنګه په دویم دور ټاکنو کې د ګډونکوونکو شمېر د تېر په پرتله زیات شو.
اوس چې له شپږ میاشتني ټاکنیز غوبل څخه وروسته د مليوحدت حکومت په نامه د سامري خوسی له میدانه راووت، د قدرت وېش یې سم په نیمه کړ، او حکومتي څوکۍګانې سره ووېشل شوې دا یې ثابته کړه چې په رښتیا هم وروسته پاتې ټولنې د دیموکراسۍ د پلي کېدو وړ ندي. تر هغو چې په خلکو کې پوهه نه وي، ملي احزاب رامنځته شوې نه وي د ملي وحدت حکومت د تشې خولې ناره ده.
ګلمرجاني فرهنګ د پارلماني نظام لپاره یو اساس کېښودل شو. دوه کاله وروسته چې کله لویه جرګه راغوښتل کېږي او د اجرایوي ریاست پوست ته قانونیت بخښل کېږي نو ناندرۍ به له مخکې حل وي. هغه د ناکام سیاست فورمول چې کرزي رامنځته کړی دی، په حقیقت کې – دا که د مصلحت له مخې وه او یا مجبوریت وه خو وروسته لدې به د قانون چوکاټ ته برابرېږي. که چېرې په اساسي قانون کې د لویې جرګې له تائید او باور څخه وروسته د اجرایوي ریاست پوست درج شي نو هغه معادله چې پورته ذکر شوه د سپین کاغذ له مخې د تل لپاره د قانون یوه برخه ګرځي. اولسمشري به له پښتون سره وی او لومړی وزارت له تاجک سره. او تر څو چې باورونه همداسې سولېدلي وي یو ناکام حکومت به په رأس کې وي. او ددې بحران د لهمنځه تلو په خاطر د یوه ملي او پراخ حزب شتون اړین دي.
ترکیه یې ښه مثال دی چې اولسمشر، لومړی وزیر او کابینه په اکثریت سره د یوه ملي حزب غړي دي او په وطني او اسلامي روحیې پرمخیون کوي. دوی سره لدې چې د سیکولر له ګوند سره په سیالۍ بوخت دي، خو دا چې هغوی سهلانګاره دي او ټول وخت یې یوازې لکه ګلمرجان انتقادونو ته ځانګړی کړی دی، ملت یې سیاسی درایت لري او د حالاتو په درک کولو سره د اېکېپي د ګوند په لوري ورمات دي.
دا د ملي وحدت حکومت چې په قومي اصل بناء دی په هېڅ ډول اصول ګرا حکومت کېدای نشي او دلته به یوازې سمتي او ګوندي منافع په نظر کې نیول کېږي، بحران متراکم کېږي او د یوې لاینحل غوټې په څېر عرضاندام کوي. او څو بُعدي دولت به د بحران د حل لپاره د ظرفیتونو له یوه بل بحران سره مخ وي.