
طالبانو غزني کې د پنځو ولسواليو لارې تړلي.
نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولايت چارواکي وايي، چې د نورو ولايتونو په ګډون غزني کې هم ورځ تر بلې د طالبانو واک او ځواک قوي کيږي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې طالبانو د جاغوري، ناهور، مالستان، خوږياڼي او جغتو ولسواليو لارې تړلې دي او په هر ځای کې يې د شکمنو کسانو په اړه تالاشي او پلټنې پيل کړي دي.
د غزني ولايت امنيتي چارواکي مني، چې د يادو ولسواليو له مرکزونو پرته نورو سيمو کې د دولت واک نه چليږي او دولتي منسوبين د ولسواليو له مرکزونو پرته نورو سيمو ته نشي تللی .
د غزني ولايت اوسيدونکي وایي، چې د يادو ولسواليو تر څنګ د قرباغ ولسوالۍ هم له مرکز پرته د طالبانو په واک کې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو د غزني څو ولسواليو کې تصفيوي تالاشي پيل کړې او په دې اړه ملکي وګړو ته هيڅ ډول ستونزې نشته.
د يادونې وړ ده، چې د غزني ولايت ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده او د ولايت او ولسواليو له مرکزونو پرته سيمې د طالبانو واک کې دي او خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل طالبانو ته وروړي او له هغوی يې حل و فصل غواړي.
ولسي خلک ولې خپلې دعوې طالبانو ته وروړي؟
څه موده وړاندې د بې بي سي خبريال بلال سروري په دې اړه د هېواد ختيځو او يو شمېر نورو ولايتونو کې د خپلې سروې په ترڅ کې ويلي و، چې خلک خپلې قضيې د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو محکمو ته وروړي؛ ځکه چې دولتي قاضيان له دواړو لوريو په ډالرو رشوت غواړي، چې د چا په وس نه وي پوره او بله دا چې دولتي قاضيان د خلکو مسئلې په کلونو کلونو نه حل کوي او له دواړو لورو د وخت په تېرېدو رشوت اخلي.
بلال سروري زياتوي، چې کوم خلک د طالبانو محکمو ته خپلې دعوې وروړي، د طالبانو قاضيان د خلکو مسايل او دعوې د خلکو له تمې هم مخکې او له هر ډول مصرف پرته حل و فصل کوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خلکو د قضيو او دعوو لپاره په هر ولايت او ولسواليو کې خپل قاضيان ټاکلي او خلک کولای شي، چې خپلې قضيې په پوره اسانتيا د طالبانو قاضيانو ته خپلې دعوې وروړي.