افغانستان

«نوماندان دې محاکمه شي!»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): له ټاکنیزو ناندریو تر دریو میاشتو له ډېر وخت تېرېدو وروسته نن دواړه نوماندان د واک پر برابر وېش جوړ جاړي ته ورسېدل.

د دویم پړاو ټاکنې د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې، چې د رایو شمېرنې د پروسې په بهیر کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د تحول او تداوم ډله په پراخې درغلۍ تورنه کړه او له نړیوالو يې وغوښتل چې پر دې قضیه کې دخیل شي.

د چنګاښ پر یووېشتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړه نوماندان په څلورویشت ساعته کې د ګډ حکومت او د ټولو رایو د بیا څېړنې په پرېکړه راضي کړل.

د رایو د بیا څېړنې په بهیر کې څو ځلې د دواړو ډلو له لوریو د درغلیو او آن بهرنیو یو طرفه بې قانونه څارونکو تر نیولو خبره ورسېده. په دغه بهیر کې د دواړو نوماندانو د څارونکیو تر منځ څو ځلې فزیکې شخړې رامنځته شوي.

چې په پای کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پر مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې له لوري څارونکیو د پراخو درغلیو او سیاسي سیوري په پلمه دغه پروسه پرېښوده، په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو څانګې یوناما له د ډاکټر اشرف غني پلویان هم پر دې راضي کړل، چې پروسه د یوناما څارونکیو ته خوشي کړه.

تر اوونۍ ډېر وخت کېږي چې د ټولو رایو د بیا څېړنې پروسه بشپړه شوې ده، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون چې د اصلاحاتو او همپالنې ډله يې «خاین کمیسیون » بولي تر اوسه پورې پایلې نه دي اعلان کړې.

جوړ جاړی:

د دواړو نوماندانو ترمنځ د ټاکنو د پایلو تر اعلان وړاندې جوړ جاړی وشو، او دواوړ هغه توافق لیک لاسلیک کړ،  چې له منځه يې ولمسشر حامد کرزي هم ناخبري وښوده.

د رایو د بیا کتنې د پروسې له بشپړېدو وروسته د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پر دې ټینګار کاوه چې باید پایلې د دواړو نوماندانو تر جوړ جاړي وروسته اعلان شيږ

دغه خبره د دعوت ګوند مشر او د لومړپړاو ټاکنو نوماند عبدرب الرسول سیاف هم کړې وه او ويلي و، چې که تر جوړ جاړي وړاندې پایلې اعلان شي، نو وېد فتنې به راویښې شي.

ویل کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس هم تر دې فشار لاندې دی، چې پایلې باید مساوي  یا هم پر کوم تو پیر اعلان شي.

د نوماندانو دې جوړ جاړي د ټاکنو ګڼ ګډونوال او د نوماندانو پلویان سخت غوسه کړي دي، دوی په فیسبوک کې تند غبرګونونه ښوودلي دي او آن د دواړو نوماندانو د محاکمې غوښتنه يې کړې ده، چې پر ملت او د ملت پر بوديجې يې ملنډې وهلې دي.

په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر اشرف غني پلوی، شاعر ، لیکوال او مدني فعال عطاالله خان حیران وايي: «اشرف غنی او عبدالله باید محاکمه شي دوی چی معملې کولې نو دا دومره امنیتي ځواکونه چې شهیدان شول افغان ولس چې د ټاکنو په ورځ او د ټاکنو نه وروسته کومه قرباني ورکړه ملي بودېجې ته یې چې څومره زیان اړولی دی ددې ټولو دې پوښتنه ورنه وشي.»

په غزني کې د ډاکټر اشرف غني کمپاینر او خپلواک ژورنالیست جمیل وقار لیکي: « د کاندیدانو تر منځ شوې هوکړه په افغانستان کې د یوه بل بحران پیلامه ده.
د حکومتي څوکیو وېش هماغه سهامي شرکت دی، چې یوه کاندید به په خبلو شعارونو کې ډېر ز مزمه کاوه. دا مهمه نه ده، چې د واک په وېش کې به د هر سهمدار ونډه څومره وي.
دا ځای دې نښه وي، سبا چې د قدرت انتقال وشي. په بل سبا یې کاندیدان د څوکیو په وېش بیا سره ورانیږي. یو کاندید به د معیارونو خبره کوي، خو بل یو به د ځانګړو کسانو د نصب او ټومبلو ټینګار کوي. که دا خبره منل کیږي، نو بیا د هیڅ ډول اصلاحاتو تمه مه کوی او که نه منل کیږي په حکومت کې دننه اختلافات به د حکومت د دوه ټوټې کېدو سبب شي.
د وزیرانو ، والیانو ، او نورو دولتي مقامونو د وېش په سر اختلافات په راتلونکي حکومت کې حتمي دي. همدا اختلافات به نظام له منځه وشړوي.»

د خالد احمد پر نوم یو تن پر دې پښېمانه دی، چې د رایو په بهیر کې د خپل کور مېرمنې هم رايې اچونې ته هڅولې او پردې ګومان و، چې رایه بې ارزښت ولري، نوموړی لیکي: «نن خو ولا له خپلې ښځې هم شرمېږم چې درایې صدوق ته مې په زور راسره بوتله مرګ پر امرېکا! مرګ دامریکا پر غلامانو! مرګ پر دیموکراسۍ!»

په ټاکنیز کمپاین کې د یو نوماند پلوی، ځوان لیکلوال عبدالله احسان وايي ښه دی چې د ګوتو رنګ پاکېدای شو، هغه لیکي: «ښه دی چي وخت پر تېر سو او د ګوتو رنګ له نوکانو هم پاک سو. کنه نو خلک به له خپلو ګوتو شرمېدلائ.»

د جمیل الرحمن ندیم په نوم یو تن فیسبوکي فعال لیکي: «د سبا په اړه په کوم دلیل خوشباوره يې؟ نن يې په وچ زور درباندې ومنله، پنځه کاله وروسته چې ټاکنې کیږي دوي به په نیم حکومت کې سهیم وي په خدای په سر خو دروخیژي.دا مه وایه چې ځه خیر مجبوري ده ورو ورو به دوي هم ښه شي.»

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x