نظــر

سیاست زمونږ د دین برخه ده

 

shora_in_islamحبيب الرحمن حکمتيار – 26-09-2011

په اسلام کی د سیاست اصلی معنا اصلاح او ښایسته کول دی او دا واضحه ده چی د حکومت تر ټولو لویه دنده د خلکو اصلاح، فساد، ظلم او بی عدالتی سره مبارزه ده . د مسلمان پس له ایمان راوړلو نه تر ټولو لویه وظیفه داده چی د فساد، بی عدالتی او ظلم پر ضد مبارزه وکړی او اصلاحات راوړی نو د اصلاحاتو په خاطر باید صالح حکومت موجود وی.

امام غزالی  (رح)د سیاست په هلکه وایی: د خلکو اصلاح او هغی لاری ته د هغوی لارښوونه چی د دنیا او آخرت د خلاصون یوازنی ذریعه ده، سیاست ویل کیږی.

حدود قصاص هغه سزاګانی دی چی اسلامی نظام یی د اصلاحاتو راوستلو په خاطر مجرم ته ورکوی او همدا اصلاحات د سیاست معنا ده.

څه افراد داسی دی چی هغه کس ته هوښیار او سیاست پوه وایی چی په مکر، فریب ،غولول او جنګولو کی زبر دست وی حال دا چی سیاست اصلاحاتو ته وایی چی محبت ،مینه او امینت رامنځته کوی. څوک چی د جګړو او اشغال سبب ګرځی هغه  یو نادان کس دی او هیڅ کله هم هغوی ته هوښیار سیاست دان نشو ویلی له  دوی نه خارجی قوتونه استفاده کوی او هغوی خپلی غرضی موخی پری مخکی بیایی. قرآن کریم په البقره سوره کی په ۱۳ ایت کی دغه ناپوه کسان چی مکر او فریب ته د هوښیاری په سترګه ګوری وایی چی پام کوه چی همدا دوی په خپله کم عقله دی خو نه پوهیږی. دوی ته ځان د خلکو په فریب سره هوښیار ښکاری.

یو مسلمان سیاست پوه باید مومن وی او مضبوط ایمان ولری له فساد، فریب ،مکر ،اشغال، فحاشي او.. سره مبارزه وکړی نه دا چی  په هغه حکومت کی حضور ولری چی ایمان پکی پلورل کیږی ،فحاشي پکی خوره کیږی او په فساد کی په نړی کی اول وی  دا افراد په اصل کی سیاست پوه نه بلکه ضمیر خرڅوونکی دی چی صرف مادیاتو ته ارزښت ورکوی

څوک چی په هره کچه د اصلاح  او د افرادو د ګټو په خاطر تلاش کوی هغه بی شکه چی سیاسی کار کوی خو اوس وخت کی ځینی افراد اظهار کوی چی د خلکو په فایدی   کار  کوی خو وایی مونږ سیاسی کار نه کاوو!!، د دوی په نظر که دحکومت پر ضد مو خوله بنده وه بیا به زمونږ کار سیاسی نه وی خو که د حکومت پر ضد مو خوله خلاصه کړه بیا مو کار سیاسی کیږی حال دا چی د خلکو د ګټو اصلی منبع حکومت دی او بنیادی اصلاحات له حکومت نه کیږی که حکومت مفسد وی بیا د اصلاح خبری یی خوشی خبری دی  او څوک چی د اصلاح او د خلکو د ګټی خبری کوی او  د حکومتی  فساد یادونه نه کوی او د هغه پر ضد له څه ویلو ډډه کوی بیا خو تر ټولو لوی مفسد پخپله  دی ،په دی چی  د خلکو افکار نورو کارو ته مصروفوی د اصلاح اصلی منبع چی حکومت دی د هغه نه د خلکو نظر بلی خوا ته کوی او حکومت ته فرصت ورکوی چی مزید خپل فساد ظلم او بی عدالتۍ ته دوام ورکړی.

له عادلانه سیاست نه سترګی پټول او هغه تر پښو لاندی کول  او د حکومت د فساد او اشغال پر ضد ګام نه ایښودل د دی سبب ګرځی چی مجرم په آسانۍ جرم وکړی نو مفسد حکومت پر ضد خبره نه کول د پيغمبر عليه الصلواة وسلام او صحابه کرامو رض  نه سرغړونه کول دی او دا به د دی باعث وی چی تاسو د خپل پيغمبر په لاره کی ګام اوچت نکړئ بلکه مخالف یی حرکت وکړئ. دا یو حقیقت دی چی د ظلم ،فساد په مقابل کی سکوت کول هم ګناه ده او سکوت د دی باعث کیږی چی فرد خپله هم په ګناه کی شامل شی. زمونږ ټولو پیغمبرانو (ع) د فساد ظلم او بی عدالتی پر ضد مبارزه کړی همیش یی د خپلو پیروانو مشری کړی دا د پیغمبرانو وظیفه وه او پری فرض وه نو هر هغه کار چی پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  فرض وه زمونږ د دین یوه برخه ده او دا به لویه غلطی وی چی یو مسلمان ،سیاست د خپل دین برخه و نه ګڼي او دین له سیاست نه بیل وبولی هر مسلمان باید د فساد پر ضد اقدام وکړی.

دا خبره په ذهن کی ولری چی څوک پر دین صحیح عمل نه کوی خصوصا  اصلاحات نه راوړی او د خلکو ګټی نه ساتی د ظلم بی عدالتۍ پر ضد ګام نه اوچتوی پوه شئ چی دا کس په اسلام نه دی پوه شوی د ننی ورځ اصلاح غوښتونکی د تروریست په نامه یادیږی مخکی لوی قهرمانان همدا مجاهدین ول خو نن لوی مزدوران لوی قهرمانان دی د وطن اشغالګر ته د کرزی له خوا د افغانستان د استقلال اتل وزیر اکبر خان مډ ال ورکول کیږی معیارونه سرچپه شوی ښه ته بد او بد ته ښه وایی خصوصا زمونږ ګران اسلام نه چی څوک دفاع کوی اوس یی د بنیادګر او تروریست په نامه یادوی د اسلام په نامه نوری ډلی جوړوی اکمالوی یی او د جهادی تنظیمو غړی  د دوی

په واسسطه تری بیلوی. تر څو جهادی تنظیمونه ضعیف کړی، کاش همدا په نامه اسلامی جوړی شوی ډلو اسلامی خدمت په همدی جهادی تنظیمو کی کړی وای.مونږ دی ډلو ته حیران یو  چی پر ځان اسلامی نومونه ږدی خو دهمدی حکومت تر چتر لاندی فعالیت کوی او ټول کوشش یی همدا وی چی اسلامی جهادی تنظیمو نه له خلکو بیل کړی او جهادی تنظیم د دښمن په مقابل کی ضعیف کړی که دعوتی کار کوی ولی یی په همدی جهادی تنظیمو کی نه کوی؟.دوی چی دومره هوښیار دی نوی نوی تنظیمونه جوړوی آیا په دی نه پوهیږی چی جهادی او فعال موجود اسلامی تنظیم نه غړی لری کول د دی باعث ګرځی چی هغه تنظیم ضعیف شی نو ولی د ضعیف کولو کوشش یی کوی؟ هغه هم په دی سخت حالاتو کی چی پکار ده مونږ ټول جهادی تنظیمونه پیاوړی کړو او له دی ګنده کارونو چی فایده یی سل په سلو کی امریکا ته رسی ډډه وکړو.

د سیاست لفظ  د هغه سزاګانو له پاره هم استعمالیږی چی د هغه په ذریعه د مجرمینو اصلاح ممکن وی چی هیڅ کله د دی مفسد حکومت نه په دفاع او د اشغال له منلو سره به ناشونی وی چی مجرم سزا ته ورسیږی بلکه دلته صالحان او د دین خادمان د مجرم په نامه پیژندل کیږی دلته زمونږ ځوان نسل ته د اسلام نه د لری کیدو دوا تجویز کیږی دوی ته د اسلام نه بد انځور ورکوی او فاصله یی له صالحینو او اسلام غوښتونکو نه لری کوی   زمونږ  له جهاد نه لا څو کاله نه دی تیر شوی چی له غربه یی غرپ پال خلک راوستل او اوس لوڅ سری افغانی زنانه مونږ ته په تلویزینو کی رقصوی همدا تلویزیون د هر چا په کور کی پروت وی او ماشومانو او ځوانانو ته هغه فکر او ذهن ورکوی چی اسلام یی حرام بولی. خو دا په نامه اسلامی نوی تنظیمونه چی د اشغال په دوران کی جوړ شوی او د فعالیت اجازه یی هم آمریکا ورکړی څنګه به وتوانیږی چی صرف د تلویزیون د فساد مخه ونیسی؟ که دوی په تبلیغ یو کس صحیح لاری ته راوړی نو صرف تلویزیون به په میلیونو غلطی لاری ته دعوت کړی ، پلار به غټ عالم وی خو اولادونو باندی به یی دی مفسد تلویزیون اثر کړی وی او په بله به روان وی . صحیح کار ته دعوت کول آسان دی خو د غلط کار مخنیوی کول سخت دی څوک چی په زوره غلط کار کوی ستا کور ته د غله په شان داخل شوی وی ته یی په نصیحت څنګه اوباسی؟ آمریکا د غله په څیر راغلی چی ستانه هر څه واخلی ستا کور،عقیده ،ایمان،حیا،مذهب،فرهنګ،قرآن او…خو ته یی په نصیحت اوباسی!!!! دلته پکار ده چی نهی عن المنکر وکړی په زوره یی اصلاح کړی او په زوره د اصلاح او سیاست کولو نه کار واخلی.

مشکل دا دی چی مسلمان ولس له خپل دین نه پوره معلومات نه لری دښمن ډیر کوشش کړی چی زمونږ دین په عباداتو او حلال و حرام مختصر کړی .باید مسلمان ولس ویښ شی  او هر یو باید د اصلاح په خاطر د اسلام په رڼا کی  لاسونه اوچت کړی  .که هر چا دا کار وکړ پوه به شی چی د افغانستان مزدور حکومت زمونږ د اسلام او اصلاحات پر ضد ولاړ دی، د فساد او بی عدالتی ریشه په اشغال کی ده فحشاو ته امریکی لاره برابره کړی باید امریکا وشړل شی هغه نه پس به فحشا ختمیږی..

د اسلامی شریعت بنسټ د ایمان څخه وروسته د ټولنی څخه د فساد په له منڅه وړلو ولاړ دی. نو څوک چی فساد سره مبارزه نه کوی په خپل اسلام راوړلو دی له سره نظر وکړی، او د فساد له منځه وړلو تر ټولو لوی مرجع حکومت دی په اصل کی خپله اشغال د فساد ریشه ده نو پر مونږ ټولو مسلمانانو دا  فرض ده چی د اشغال او مفسد حکومت پر ضد هلی ځلی وکړو کومی ټولنی چی مونږ ځوانان غیر سیاسی فعالیتونه ته هڅوی هغوی نه فاصله اختیار کړو دوی په یوه نه بله طریقه حکومت سره اړیکی لری او د حکومت حمایت کوی خو د حکومت مخالفینو ته خپله ټولنه غیر سیاسی ښیی.

حتی ارسطو او افلاطون سیاست یو فطري عنصر بولی خو اوس که یو مسلمان د اسلامی نظام په خاطر چی سیاست د اصلاح په خاطر یی د دین برخه هم ده هلی ځلی وکړی بیا څه احمقان هغه د تروریست او قدرت خوښونکی په نامه یادوی او مزدور حکومت چی د آمریکی په پیسو، وسلو او اشغال سره جوړ شوی وی هغه ته صحیح نظام وایی!!

زما ټولو هغه ځوان مسلمان ورونو ته مشوره ده چی  خپل استعدادونه سره یو کړی د اسلامی سیاست لاره غوړه کړی که د حزب اسلامی ځوانان دی که د طالب ،د مولوی حقانی او مولوی خالص تنظیم ځوانان دی او که نور مسلمان ځوانان دی باید په دی سخت حالت کی یو بل ته لاس ورکړی زمونږ د اسلامی نظام دښمنان ټول کوشش کوی چی ځوان نسل له مونږ نه پردي کړی.، پخوانی کمونستان او غرب پال مزدوان زمونږ پر ضد منفی تبلیغات کوی ټولی رسنۍ د دوی په لاڅو کی پریوتی زمونږ د ځوانانو ذهنونه پریشانه کوی ،ټولو یو بل سره زمونږ په خلاف لاس یو کړی  خو مونږ سره بیل یو په یوی حلقی  کی هم یو بل سره نه کښینو حال دا چی مونږ  باید یو بل ته په دی مرحلی کی لاس ورکړو اسلام او د خپل د دین رسی کلکه ونیسو او همدا به زمونږ د اتحاد سبب شی. دا انقلاب چی د سل هاو زرو شهیدوانو د وینو په واسطه مونږ ته رسیدلی دا باید کامیابی ته ورسوو دا مسولیت به ډیر زر زما او ستا په غاړه وی اوس نه باید د اسلام او وطن دښمنانو په مقابل کی صفونه سره یو کړو زمونږ د ځوانانو صف چی د کمونستو په ضد یو وو په دی هم وتوانیدل چی روس ته ماتی ورکړی او د کمونست نظریه له خاورو سره خاوری کړی اوس. دا دروند الهی وظیفه  نژدی ده چی ستا او زما پر اوږو کیښودل شی زمونږ پلرونه ډیر تکلیفونه وګالل اوس یی عمرونه په ختمیدو دی اوس مونږ باید ځانونه ورته چمتو کړو او یو بل ته د ورور ولۍ لاسونه ورکړو زما او ستا په اختلاف کی به د اسلامی نظام دښمنان  ډولونه  ټنګوی او مستی به کوی خو زمونږ ګران هيواد  به سوزی. د الله تعالی پیرزوینی به  زما او ستا په ارتباط هغه مهال د حقیقت جامه راغوندی چی مونږ سره اتحاد وکړو. له دی ویره ولری چی زمونږ هیواد هم د تاجکستان په څیر نشی چی تر ۱۸ کلنی پوری ماشوم ته اجازه نه ورکوی چی مسجد ته داخل شی او هیڅ داسی اسلامی قوی جماعت هلته نشته چی مخنیوی یی وکړی او دحکومت د دی پریکړی په مقابل کی ودریږی. که مسلمان ځوانان سره یو نشول په آینده کی به زمونږ همدا تنظیمونه مزید نور هم ټوټه ټوټه شوی وی او قدرت به مو له لاسه ورکړی وی د الله ج او دهغه رسول ص سره د مینی په خاطر باید یو بل سره اتحاد وکړو. د نورو اسلامی هیوادو نه باید پند واخلو چی اوس  په ځینو  کی د اسلام رنګ هم نه لیدل کیږی.

ژوندی دی وی اسلام غوښتونکی ځوانان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x