ټولنیزه برخه

میړانه او توکل

لیکوال: ابوبکر احمدي

مېړانه په کلکه اراده باندي د ټینګ درېدلو نوم او بزدلي ددې برعکس ده .

د پخوا زمانو هوښیارانو لیکلي چې څوک له دښمن څخه وډار شو هغه کس په خپله د ځان خلاف لښکر تیار کړ .

د جنګ ماهرینو لیکلي دي چې بې حوصله ګي او کم همتي د مرګ د دسترخوانونو څخه یو دسترخوان دی .

د ابوداؤد شریف په یوه روایت کې دي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په انسان کې بدترین دوه خویونه دي :
۱ : ډیر حرص او شومتوب    ۲ : زړه ډډکوونکې وېره (ډېره وېره )

دابزدلي د صحیح تجربو او صحیح معلوماتو سره ختمیږي ، خو کله چې د زړه د کمزوري په وجه بزدلي ولګیږي ، ددې د ختمولو طریقه داده چې هغه سړی دي د جنګ میدان ته بار بار حاضرېږي ، ځيني وخت دماتې له وېري بزدلي جوړیږي ددې د ختمولو طریقه داده چې سړی د فتحي او بري اوپه دښمن باندي د کامیابۍ پخه اراده په زړه کې وساتي .

د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم به په دعا کې فرمایل :
اې الله ! زه د کمزوري ، بې همتي ، سستي ، بزدلي ، بوډاوالي او شومتوب څخه ستا پناه غواړم او د قبر د عذاب او د ژوندي پاتي کېدو او مړکېدو له فتنې نه ستا پناه غواړم . (صحیح البخاري )
حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه فرمايي : د هغه چاچې د الله وېره په زړه کې وي له هیچا څخه نه ډاریږي .

توکل

د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زما له امت څخه به اویازره کسان له حساب څخه پرته جنت ته داخل شي او دابه هغه خلک وي چې نه يې منتر کړی وي او نه يې بدفالي کړې وي او په خپلو ټولو کارونو کې يې په الله جل جلاله توکل کړی وي .(متفق علیه )

په الله جل جلاله باندي توکل د کامل ایمان نښه ده ، زړورتیااومېړانه د ایمان محصول دی ، اسلام ټولو مسلمانانو ته دا لارښوونه کوي چې د زړورتیا او مېړانې جوهر په خپل ځان ، ټولنه او امت کې وروزي او له دې جوهر څخه بیا د حق په لار او د باطل په له منځه وړلو کې کار واخلي . هر هغه مؤمن او مؤمنه ټولنه چې په هغوی کې د اسلامي زړورتیا او اسلامي مېړاني جوهرونه وي  دا په دې دلالت کوي چې د هغوی د ایمان معیار ټیت دی هغوی به هیڅکله ونه توانیږي چې د ظلم ، فساد او یا د ظالم او مفسد مخه ونیسي او په نتیجه کې د اسلامي زړورتیا او مېړاني پرته ټولنه او فرد هیڅکله نشي کولای چې د اسلام په مقدسه فریضه کې بری تر لاسه کړي ، زړورتیا او مېړانه د وجود په غټوالي ، ځوانوالي او یا د نسبي بنسټونو په اساس تحقق نه پیداکوي بلکي د زړورتیا او مېړاني اصلي معیارونه د ایمان او عقیدې په ټینګښت پوري مستقیمأ اړه لري .

د ایمان خاوند تل آزاد وي ظلم نه کوي ، مظلومیت نه مني ، په خپل ځان باوري وي او د ژوند موقف يې په دې ولاړ وي چې یا الله ایاک نعبد وایاک نستعین . یعني خاص تاته عبادت کوو او خاص له تا نه مرسته غواړو .

((انه لیس له سلطان علی الذین آمنواوعلی ربهم یتوکلون)) النحل ۹۹

ژباړه : بېشکه د شیطان پر هغوکسانو هیڅ غلبه نشته چې هغوی په الله جل جلاله باندي ایمان راوړی او په خپل رب جل جلاله باندي توکل کوي .

((فاذاعزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین )) ال عمران ۱۵۹

ژباړه : نو کله چې دي کلکه اراده وکړه نو په الله جل جلاله توکل وکړه ، بېشکه چې الله جل جلاله توکل کوونکي خوښوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x