افغانستان

له جوړجاړي وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشر اعلان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو شېبې وړاندې په یوه خبري ناسته کې د جوزا په څلورویشتمه د ترسره شویو ټاکنو پایلې اعلان کړي.

په دغه ناسته کې د رایو ګڼه ونه ښوودله شوه چې کوم نوماند څومره رایې وړې دي، یواځې دومره وویل  شول چې ډاکټر اشرف غني احمدزی جمهور رئیس او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرایوي پوسټ مشر دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني په دواړو پړاونو ټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډونه مننه وکړه او ويې ویل چې دلته ډیموکراسي زموږ د دیني او ملي ارزښتونو ساتونکې ده.

وړاندې تر دې د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړجاړي د ټاکنو ګڼ ګډونوال او د نوماندانو پلویان سخت غوسه کړي دي، دوی په فیسبوک کې تند غبرګونونه ښوودلي دي او آن د دواړو نوماندانو د محاکمې غوښتنه يې کړې ده، چې پر ملت او د ملت پر بوديجې يې ملنډې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم ښ: تاسی عبدالله او اشرف غنی په دی مه تورنوی چه دوی ولی د خلکو رایو ته اهمیت ورنګړو ، او یا د خلکو رایوی د رسنیو دپاره نمایش او عوام فریبی وه ، اشرف غنی لس کلونه مخکی د کرزی وروسته دوهم متفکر ( دوهم ریس جمهور ) اعلان شوی وو ، که اشرف غنی نه وی بل پشتون به ضرور ریس کیدلو ، دا کار د پشتنو سره د خواخوږی په بنیاد نه دی شوی بلکه د پشتنو د ویشلو او د ټولو هیواد د تل غلام ساتلو به خاطر شوی ، دا… نور لوستل »

جبیرعبرت

پورته موولوستل چی ډبل أوګنجی په ګډحکومت جوړولوهوکړه وکړه ،أوس پوښتنه داده چی هغه رایی څه سوی أوهغه دوی چی یوبل ته کپاکونه(ګیټونه)سره کشول هغه دحه لپاره وه،،راځی چی یوه اغربه کیسه درته وکړم ،،ویل کیږی یوهزاره وه دوه ښځی یی لرلی یوه سویتا،أوبله فروین،نومیده هزاره بزګر(دهقان)وه سهاربه کارته لاړماشام به راغی ستړی ستومانه به وه له څه خوراک وروسته به یی بړستنه (کنځړ)پرسرورکش کړویده به سو سهار به بیاخپل کارته ولاړ،لنډه داجانکیری وه میرمنوته هیڅ ورفارغ نه وه چی مامله(جماع)ورسره وکړی ،نویوه ورځ ښځوپه خپل منځ کی سره وویل چی داسړی خوبیخی ځان أچولی په موږکی له سره چورت… نور لوستل »

غوربندي

د یوه ویاړ او یوه شرم دوه مبارکی!

ټولو هیوادوالو ته د زړه له تله سلامونه او احترام وړاندې کوم

د خپل نجیب ملت هر هغه وګړي ته چې د نوي ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په انتخاب کې یې خپله رایه کارولې وه د زړه له تله مبارکي وایم.

همدارنګه د نوي ولسمشر داکټر محمد اشرف غني احمدزي له خوا د لومړی لورینې او تحفې په توګه ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل یوه یوه رایه ورکونکي لپاره د مور د مېړه صفت منل هم یوه یوه رایه ورکونکي ته مبارکباد وایم.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x