افغانستان

پاکستان د اشرف غني او عبدالله تر منځ د جوړجاړي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبد الله تر منځ د ټاکنیزو لانجو د هواري  او د ملي وحدت حکومت جوړولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکېدا هرکلی کړی او دا یې د ولسواکۍ لپاره یو غوره  ګام بللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  په خبرپاڼه کې  ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې له یوې دیموکراتیکې او سالمې لارې  د واک لېږد ستايي او دوی به ورسره مرسته کوي او د دواړو نوماندانو تر منځ دغې توافقنامې ته د یو ښه پرمختګ په سترګه ګوري..

باید وویل شي چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې لومړی د اشرف غني احمدزي او عبد الله عبدالله  تر منځ توافقنامه لاسلیک شوه او بیا مازیګر مهال په لنډه توګه د ټاکنو پایلي اعلان شوې.

د ټاکنود خپلواک کمیسیون رئیس یوسف نورستاني د پایلو د اعلان پر مهال یوازې دومره وویل، چې  ډاکتر محمد اشراف غني احمدزی د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی او د ټاکنو پروسه نوره پای ته ورسیده.

پاکستان دواړو نوماندانو تر څنګ د افغانستان ولس ته مبارکي ورکړې او ډاډ یې ورکړی، چې  د یو سالم، متحد، او مستقر افغانستان سره به هر اړخیزو ته مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ او د ولسمشر او اجرایوي مشرانو له اعلان سره جوخت امریکا، ملګرو ملتونو، ناټو او پاکستان د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x