مصر: د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ديارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د مصري ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې نن د پلازمیني قاهرې جنوب کې د پوځ د انتقالولو یوه الوتکه وغورځېده چې له کبله یې شپږ تنه عسکر وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د مصري پوځ ویاند محمد سمیر وویل چې الوتکه د تخنيکي ستونزې له کبله د الفیوم ولایت د کوم اوشیم په نامه سیمه کې غورځېدلې.

نوموړي زیاته کړه چې د پيښي په اړه نورې پلټنې پيل شوي.

د يادونې وړ ده، چې د مصري پوځ پخواني سرلښکر فيلډ مارشار جنرال عبد الفتاح السيسي، چې د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر ضد يې د پوځي کودتا په مټ واک تر لاسه کړ، له هماغه وخته د کودتايي رژيم او ولس تر منځ کرکه ډېره شوې او وخت پر پوځي او ملکي چارواکو بريدونه او چاودنې کيږي، چې تر اوسه يې لسګونو مصري چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

باید وویل شي چې همدا نن هم د مصر بهرنیو چارو وزارت سره نیژدې د مصر تلویزون راډیو عمارت (ماسپیرو) ته نیژدې یوه چاودنه وشول، چې له کبله یې د پولیسو دوه ضابطان ووژل شول، او پنځه نور ټپیان شول.

او ددې تر څنګ څه موده وړاندې هم د مصر سيناء سيمه کې پر مصري پولیسو وسله وال بريد او چاودنه کې یولس تنه پولیس وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د