افغانستان

عربي ویبپاڼه: د لبنان او نصرانیانو زوم د افغانستان ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): یوې عربي ویبپاڼې د عبد الله او اشرف غني تر منځ له جوړجاړي وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسون له خوا د هغه اعلان په غبرګون کې چې اشرف احمدزی یې ولسمشر اعلان کړ، وویل چې د لبنان زوم او په بیروت کې د امریکايي پوهنتون څخه فارغه شوی اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو.

د ایلاف په نامه عربي ویبپاڼې د افغانستان د ټاکنیزو لانجو او اوږدو ناندريو څخه وروسته د اشرف غني ټاکل کیدل، او عبدالله عبد الله سره یې جوړ جاړی یوه تاریخي مرحله وبلله او د اشرف غني ژوند لیک یې په لاندي ډول لیکلی:

اشرف غني احمدزی په کال 1949 کې په لوګر ولایت کې زیږیدلی، پښتون او په مذهب سني دی، خو مور یې شیعه ده، او خپل لومړۍ او ثانوي زده کړې یې په کابل کې کړي.

نوموړي لبنان ته سفر کړی، هلته یې په پلازمینه بیروت کې په امریکايي پوهنتون کې لوړې زده کړې کړی، او 1973 م کال کې يې له نوموړي پوهنتونه د ليسانس سند اخيستی او همدلته یې د (رولا سعادة) سره واده وکړ.

رولا سعادت په دین عيسايۍ ده، او اشرف غني هغې ته د اسلام بلنه نه ده ورکړې، بلکې پر خپل دین یې پريښي ده، او له هغې څخه يو زوی او لور لري، چي طارق او مریم نومیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

زموژپہ سیمہ کی متل دہ وای چی پوزہ دے چیتہ(پیتہ)دہ نوم دے حسین علی دہ،کوردی پہ جاغورے کی دہ ،نوچی ہزارگی نہ نوسوک یی،نواستاذان عیسایان ،زوم دنصرانیانو،میرمن عیسایی،داولسمشری پہ کرسیی امریکایانوسپورکڑچی عیسائ ندہ نوسوک دہ:وای پہ یولاس تسپی بل کی زناردہ:سوک بہ ووایی چی زویی دشیطان نہ یی:

اسرار

ما خو دا هغه ليکنه ولوسته په هغې کې خو دا خبره نه وه چې ښځه يې عيسوۍ ده
http://www.elaph.com/Web/News/2014/9/942701.html?entry=world

نن ټکی آسیا
الحاج استاذ بیانزی

اسرار صاحب سلامونه می ومنی حیرانونکی ده ، چه تاسی په دومره وخت کی له دی خبر نه یاست چه دهغه ښځه عیسوی څه چه غنی یی عیسوی کړی دی خبر نه یاست ، خو زه دا خبره کوم ، چه د اشرف غنی افغانی او اسلامی شخصیت یواځی په دی نه دی راښکته شوی چه دی د عیسوی ( لینا ) سره واده کړی ،او هغه ګوندی بده ښځه ده ، وی به خو تر اشرف غنی ډير شرف لری ، داځکه چه په څه عقیده لری په هغی کی کلکه ولاړه ده ، او په افغانستان کی چه… نور لوستل »

احمدزی

دا ولولی دا یی عربی متن دی

سافر غني زاي إلى لبنان والتحق بالجامعة الأميركية في بيروت، وحصل على شهادة البكالوريوس في عام 1973، وهناك التقى بزوجته المستقبلية رولا سعادة، وهي تنتمي الى عائلة مسيحية، ولم يجبرها على التحول للإسلام، وانجب منها ابنة اسمها مريم، وابناً هو طارق.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x