نړۍ

د توافق تر مخه حوثیانو په پلازمینه صنعا کې دولتي او عسکري ودانۍ نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): تر یوې میاشتي زیاتي مودې څخه د یمن د حکومت په ضد د حوثیانو په نامه قبیلې مظاهرې او جګړې پیل کړی، چې په دې ورستیو کې د هغوی د اکثرو غوښتنو د منلو سره سره ویل کیږي چې نن یې د یمن د رئاست ماڼۍ، وزارت دفاع او فوځ د قیادت مرکز تر څنګ ځیني نوري مهمي ودانۍ تر جګړو وروسته نیولي دي.

د الجزیرې د راپور سره سم نن ورځ د یمن لومړي وزیر محمد سالم باسندوه هم خپل استعفاء وړاندي کړه او هغه خپله استعفاء رئیس جمهور ته نه ده وړاندي کړې، بلکې ولس ته یې د یو وینا په متن کې وویله او اوسنۍ ولس مشر هادي باندي يې تهمت ولګوی چې خپل واک د بل سره نه شریکه وي، او ټول واک یوازي تر ځان محدود ساتي.

دا په داسي حال کې چې د یمن په پلازمینه صنعا کې نن ټوله ورځ د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیدل، او ورسره په فضا کې الوتکې هم ګرځېدلې، او د الجزیرې د راپور سره سم د ولس مشر ماڼۍ، وزارت دفاع، د فوځ دقومندانۍ مرکز، د مرکزي بنک ودانۍ، او د صنعاء راډیو ودانۍ تر څنګ ځیني نور مهمي دولتي او عسکري ودانۍ د حوثیانو لاسته لوېدلي دي، او زیاته کړې چې په ځینو ځایونو کې فوځ د حوثیانو سره مرسته هم کړې، او د هغوی په خلاف یې مقاومت هم نه دی کړی، په داسي حال کې چې د یمن د کورنیو چارو وزیر خپل تر واک لاندي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د حوثیانو مخته ونه دریږي.

د الجزیرې خبریال ویلي چې حوثیان اوس مهال د پلازمیني صنعا شمالي برخه هوايي ډګر ته د غځېدلي لاري په شمول په خپل واک کې لري.

باید وویل شې چې په یمن کې د پخواني واکمن عبد الله صالح په ضد د لاریونونو وروسته ددغه هیواد ولس مشر عبد ربه منصور هادي وټاکل شو، او له هغه وروسته په دغه هیواد کې د حوثیانو او ځینو نورو تنظیمونو او قبایلو له لوري د مرکزي حکومت په خلاف عسکري مقاومت مخ په زیاتېدو شو.

په یمن کې القاعده هم په پراخه پیمانه متحرکه ده، او د پاکستان په څېر هلته هم امریکایان په دوامداره توګه د ډرون الوتکو په ذریعه بمبارونه کوي.

ويل كيږي چي هغه هیوادونه د حوثیانو تر شا ولاړ دي کوم چې نه غواړي د عربي نړۍ ولسي پاڅونونه کامیاب شي، لکه مصر، لیبیا، تونس، سوریا او یمن کې هم دغه هیوادونو او کړۍ غواړي چې په داخلي جګړو کې ښکېل کړي، او دعربي نړۍ نورو ولسونه دا پيغام ورکړي چې د حکومت په خلاف پاڅون او خپل د جایزو حقوقو غوښتني مطلب دادی چې هیواد کې داخلي جګړې پيل شي.

سیاسي هڅي

شیبه وړاندي د یمن د ولش مشر او حوثیانو د تنظیم په منځ کې یوه توافقنامه لاسلیک شوه، او په کښي ویل شوي چې په راتلونکو درو ورځو کې به نوی لومړی وزیر ټاکل کیږي، او په یوه میاشت کې دننه به نوی حکومت جوړیږي، په کوم کې چې به د حوثیانو تر څنګ د هغوی د ملاتړو قبایلو ته زیات واک او حصه ورکول کیږي، او د ولس مشر مستشارینو کې به د حوثي قبایلو مشران هم ټاکل کیږي.

د یمن ولس مشر وویل چې دی هر هغه کار ته اماده دی چې هیواد د خپل منځۍ جګړې څخه ژغوري، او د حوثیانو سره یې خپل موافقتنامه یو تاریخي ګام وباله.

د سیمي د کار پوهانو په وینا حوثیان به بیا هم په صنعا کې خپل وسلوال وجود ثابت وساتي، تر څو خپل شروط په حکومت په زور ومني، او که چیري حکومت په توافقنامې کي څه ناغیړي کول، په ضد یې بیا پاڅون وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close