نظــر

دکابل وروستی برید ولي آی،اس،آی ته منسوبیږي ؟

intercontinental_hotel_kabulشاهد (غزنیوال)

دتیرې  پنجشنبې په  ورځ د امریکا د ځواکونو لوی درستیزجنرال مایک مولن په څرګندو توروکې دپاکستان څارګره اداره آی،اس ،آی دکابل په وروستي بریدکې  په لاس لرلو ملزمه وبلله.

تر مایک مولن له مخه  نورو ګڼوامریکايي اودکابل حکومتي چارواکو هم دنوموړي برید پړه  پر پاکستاني استخباراتي وارآچولې وه .

دکابل  اواسلام آباد ترمنځ خو دداشانې الزامونو لړۍ نیږدې له تیرو لسوکلنو راهیسې  روانه ده ، خو داچې اوس امریکايي چارواکي هم له هغوئ سره  همغږي  شول  د ادتأمل وړخبره ده.

دتأمل  وړځکه ده چې  دافغانستان  ددفاع وزارت  ویندوی په  هره خبري ناسته کې ژورنالیستانو ته  دخپل ملي اردو دمجهز والي  او دبهرنیوځواکونو تروتلو وروسته دهیوادد امنیتي وضعې  دکنټرول  په اړه توضیحات ورکوي ، همداراز په هیواد کې دسولې دټینګښت په غرض  دهغوئ ترڅنګ تریونیم  لک زیات بهرني  ځواکونه   شتون لري ، خوله دې هرڅه سره بیاهم  هره  ورځ په  هیواد کې  په بهرنیو اوکورنیو ځواکونو باندې خونړي بریدونه ترسره کیږي ،او پړه یې بیا سمدلاسه په پاکستاني  استخباراتو وراچول کیږي.

ورځه  په فرض محال سره  که داخبره  ومنو چې دکابل  وروستی برید  آی ،اس آی  طرحه کړی    هغه بله ورځ  دبریتانیا په  فرهنګي مر کز دبرید ولي مخنیوای ونکړای شو؟

ځواب : هغه هم  آی،اس آی پلان کړی وه .

ښه !  هغه بله ورځ   دسیدآباد زور وربرید چې  دامریکایانو خرڅوړي  یې ترکابله راورسول  چاپلان کړی وه  ؟

هغه هم   آی ،اس آی پلان کړی وه .

ښه  هغه  دتنګي  په دره کې  دامریکايي چورلکه  چاراوغورځوله ؟

هغه هم  کله چې له بګرامه را الوته آی ،اس آی ته  پیریانانو خبرورکړ   تر څوچې دا د تنګي  تر درې  رارسیده په پنځه منټه کې یې آی،اس ،آی   درانسکورولو پلان جوړ اوعملي کړ !!!.

داموضوعات   دوه  تحلیلونه لري :

لومړی داچې  آی ،اس آی  دومره قوي  اوتکتیکي  بریدونه ترسره کولای شي چې دامریکاپه شمول یې  په افغانستان کې  د۴۹ هیوادونو سوله  ساتي ځواکونو له مخنیوي  نه عاجزه  اوناتوانه دي .

دوهم  داچې  آي ،اس،آی  یوه  مرفوع القلمه  (غیرمسؤله) شبکه ده او هرڅه چې په افغانستان  کې  کوي   نه څوک له هغې نه دپوښتنې کولو حق لري او نه یې هم   مخنیوي  کوي.

اوس نو که  ریښتیاهم  امریکایان او دهغوئ ټول  اشرباڼه ایتلافیان  په افغانستان کې  دآی ،اس ،ای شبکې دتخریبي  اعمالو  دمخنیوي توان نه لري  نو بیا هغوئ  افغانستان ته راغلي  دڅه لپاره دي؟

اوکه  یې دمخنیوي توان لري نوبیا ولي  دهغو  دمخنیوي په اړه اقدام  نه کوي  ؟

دکابل برید خو  یواځې دتیرې اونۍ  یوه پیښه  ده  ،مګر دا لړۍ خو له تیرولسو کلونو راهیسې  په هیواد کې جریان لري .

یواځې دسږني کال له  پیله  تراوسه   لس  داسې  مهمې  خونړۍ پیښې تیرې شوې  چې دلسو واړو  دترسره کولو پړه یې  په آی،اس،آی  وراچول شوې ،دکندهار  د امنیه قومندان  له مرګه  رانیولې ترجنرال داود داود ،احمد ولي کرزی  ،جان محمد خان …  بیا د سولې دعالي شورا دمشر  تر وژل کیدو پورې  .

که  واقعا یاده شبکه  په دغو پيښوکې ښکیله وي  نو ولي  په  قانوني لحاظ له پاکستانه   پوښتنه نه کیږي  او ولي یې په ضد اقدام  نه کیږي  ،ځکه  په نړۍ کې   دهیوادونو ترمنځ   بین الدولي   قوانین او مقررات  موجود دي او افغانستان او پاکستان هم دنړیوالې ټولنې غړي هیوادونه دي ، هغوئ ولي دغه ستونزه  دتشو الزامونو په ځای  له اصولي  او قانوني  لارو چارو  نه حل کوی  .

داممکنه خبره  ده چې یو ګاونډی هیواد دې دبل  ګاونډي هیواد  په  یودو دریو  تخریبې مداخلو سترګې پټې کړې  ، ولي کله چې دغه تخریبې پیښې له یوې اودوڅخه  لسو ،شلو ،سلو …  او له یوې ورځې څخه  میاشتو او کلونوته  وغځیږي  بیا د دغو پیښو په وړاندې  دمورد تجاوزهیواد  مسؤلیت  یواځې په  تشو الزاماتو باندې  نشي ترسره کیدلای ؛بلکې  دمتجاوز لوري  په خلاف  دبالمثل اقدام  تر سره کولو ته جدي اړتیاوي.

نن دامریکاپه مشرۍ  دنړیوال ایتلاف  تریونیم لک زیات  ځواکونه دسوله ساتو په نوم   زمونږ په هیوادکې   میشت دي  .

په دغو ځواکونو باندې دخپلو متبوعو هیوادونواونړیوالې ټولنې لخوا په  ملیاردونو ډالره  پوځي او لوجیستکي لګښتون کیږي  ، دوئ  چې   ددغوسلګونو خونړیو  پیښو مخنیوای نشي کولای  بیایې نو موجودیت په افغانستان کې دڅه لپاره دی ؟

ایادوئ  یواځې  ددې لپاره  راغلی که  له  آی ،اس ، آی  نه سیوا کوم بل لوری   په افغانستان کې  ګډوډي جوړوي  دوئ به یې  مخنیوی کوي ؟

دافغانانو تباهي خو ده  له  آی،اس،آی  څخه .

دبهرنیو او کورنیو ځواکونو تردغه ناتوانه اولټ حال پوري  سړی ته  هغه فکاهي وریاده شي   وای یوسړی په خپل  کورکې  یو نر سخوندر ساتو چې  ترنورو ټولو څارویويې  دخوړلو  زیات  مصرف درلود .

یوه ورځ  یې له مالکه چا پوښتنه وکړه چې  په دغه  څاروي دې دومره زیات مصرف کوي   د ده ځانګړتیاڅه ده؟

ښه  کولبه کوي ؟  مالک  یې  ورته ویل نه

ښه  څپروهي ؟   نه

ښه باروړي  ؟ نه

په غویوموښه خیژي؟ (له لوستونکونه  په ډیرې بښنې سره)   مالک يي ورته ویل چې  په غویوموختلو کې نو هی ،هی .

په افغانستان کې میشت  بهرنیان  او دهغوئ  کورني ملاتړي  دامنیت  په ساتلوکې  هیڅ نشي کولای .

په هیوادکې  دتل پاتو اقتصادي او عمراني  پروژو په ایجادولو کې هیڅ نشي کولای .

دګډوډیو په مخنیوي کې هیڅ نشي کولای .

داخلاقي او اداري فساد په خپرولو کې نوهی،هی

دولسي خلګو په  بمباري  اودولسي شتمنویو په لوټولوکې نوهی،هی.

دکابل وروستی برید چې  خپله بهرنیان هغه  په پیچلې ،غریب اوعجیب  برید تعبیر وي     دامریکایانو په شمول  یې په افغانستان کې  دټولو  بهرنیو  اوکورنیو امنیتي ځواکونو حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی  ،هغوئ اوس له دغه انکشافه ماسیوا چې هغه آی،اس ،ای ته  منسوب کړي بله هیڅ توجیه نه لری  ،ځکه یې نو دغه لړۍ دومره ګرمه ساتلې چې  له تیرو څو ورځو راهیسې  یې ټولې رسنۍ ورباندې  مصروفې کړې .

هغوئ ته  له دغه بي دلیله الزام نه  ماسیوا نور دخپلې ماتې اوشکست   دپټولو بله  هیڅ پلمه  نده   ورپاتې.

که ریښتیاهم  آی ،اس ،اي  دامریکا په سفارت  نوموړی برید طرحه کړی وي  نو امریکایان یې  ولي له بالمثل ځواب ورکولو څخه خاموش دي ؟

امریکایان  دنړۍ په کچه ترټولو هغه وحشي  انسانان دي چې دخپلو مخالفینو په له منځه وړلو کې  هیڅ انساني ،اخلاقي  اوقانوني معیارونه  نه پیژني او نه یې په مراعاتولو ځان مکلف بولي  .

همدغه امریکایان ول چې په کال ۲۰۰۴ کې یې  په عراق یواځې په دي  خاطر برید وکړ چې  دصدام  په حکومت یې  دبیالوژیکي وسلو دشتون  شک  درلود . دغه برید چې  دملینونوعراقیانو د وژل کیدو ،ژوبلیدو او بندي کیدو لامل وګرځیدو .

داچې امریکایانو په عراق باندې  دبیالوژیکي وسلو د احتمالي شتون  په جرم  برید وکړ اوآی ،اس آی ورته  ددوئ  په خبره  په سیمه کې په  یوه بالقوه  تهدید بدل شوی خو دوئ یې بیاهم  په مقابل کې خاموشه دي  ددې خاموشي لامل څه دی ؟

ایا آی ،اس،آی له امریکایانو سره مرسته  نه کوي ؟

دامریکایانو له دغو وروستیو الزاماتو داسې مالومیږي چې  آی،اس ،ای  له هغوئ سره  ددوئ په اصطلاح دتروریزم په خلاف جګړې کې  مرسته نه کوي .خوکه په تیرو لسو کلونو کې   دطالبانو او القاعده په ځپلوکې  دآی ،اس ،ای فعالیت  ته وکتل شي  ښایې  ترهغه ډیرزیات اومؤثر  وي کوم چې امریکایانو په افغانستان کې ترسره کړي .

همدا آی ،اس ،ای وه چې دطالبانو اوالقاعده  په سلګونو لوړپوړي چارواکې یې  ژوندي  دستګیر او بیا امریکایانو ته لاس تړلي په لاس ورکړل.

همدوئ ول چې  په افغانستان باندې یې دبرید لپاره خپل ځمکنی  او هوايي حریم  دامریکایانو لپاره وقف کړ .

همدوئ ول چې داتیر لس کاله  دامریکایانو ټول  اکمالاتي  کاروانونه  یې په خوندي توګه  تر امریکايي اډوپوري رسول.

له دغې  لیکنې څخه  زماهدف  دآی،اس ،آی  دفاع او یا دهغوئ  دقابل قدر !!! خدمتونو یادول نه دي  ؛ بلکې  زه غواړم  دخپلې  خبرې  داثبات لپاره  چې  امریکایان اصلا په افغانستان کې  له پوره ناکامي سره مخ دي  څرګند دلائل  مطرح کړم .

ترکومه ځایه چې خبره  له امریکایانو سره  د آي ،اس،اي په مخلصانه همکاري  پوري  اړه لري  هغه  خو لکه لمر غوندي هرچاته ښکاره ده .

له امریکایانو سره  دآی ،اس ،ای  صداقت  دمسلمانې  ډاکټرې عافیه صدیقې له  موضوع څخه  ښه مالومیدای شي.

دغه مسلمانه  ډاکټره چې دټول پاکستاني  ملت لپاره  دمور او خور حیثیت لري  همدغه اي ،اس ،اي له القاعده سره دمرستې په تور  امریکایانو ته نه وسپارله ؟

له دینه ماسیوا نور په سلګونو  داسې بیلګې شته چې اي ، اس ،ای دامریکایانودخدمت  لپاره  دومره څه کړي چې خپله امریکایان یې له ترسره کولو ناتوانه دي  .

خو اوس  خبره په افغانستان کې  دامریکایانود شکست ده ،هغوئ دنړۍ  دیوه سترځواک په توګه دانشي برداشتولی چې په افغانستان کې  دخپلې  ښکاره ماتې خبره ومني  .

هغوئ  ددغې ماتې په مقابل کې دخپل ولس له لوري تر نیوکو او پوښتنو لاندې دي .

دنړیوالو له خوا تر پوښتنې لاندې دي .

خپله دافغانانو له خواترپوښتنې لاندې دي .

دوئ چې ددغو ټولو پوښتنو لپاره دخپلې ماتې په مقابل کې هیڅ ځواب نه لري  بس نو دغه یوه ډنډوره غږوي  چې  آی ،اس ،آي زمونږ په خلاف  بریدونه طرحه کوي  .

څوک نشته چې له  امریکایانو ددې خبرې پوښتنه وکړي چې ولي تاسو خو هغه ځواک یاستئ چې خلګ د ډبرې دورته رسوئ   اوس څه بلا ووهلئ چې  دآی ،اس ،آی دیوه برید مخنیوای نشئ کولای؟

تاسو خو لس کاله پخوا ټولې نړۍ ته کرښه راکش کړه چې یا له مونږ سره اووسئ یا زمونږ له دښمن سره اوس مو هغه  غورې پرې څه شولې ؟

امریکایان باید  دافغانستان  له تاریخ  نه درس واخلې !

روسانو هم چې کله په افغانستان یرغل کاوه نو داخبره یې په ډیر غرورسره کوله چې زمونږ دټانګ میله  که یوځلې  په حیرتان ورواواښتله بیابه  یې دهند په ګرمو او بوبیرته را  اړوه  ؛تر هغو يې نه  څوک مخې ته دریدلای شي  او نه یې دمقاومت زور لري

خو کله چې لکه دامریکایانو لس کاله ورباندې تیرشول کوکارې تر آسمانه پورته شوې  اوهغوئ هم  دخپل شکست پړه   پر پاکستان  ور اچوله .

دا افغانستان دی  دلته  یو امریکایان نه دې چې په دې  تاریخې مصیبت  ګرفتاره شوي ،بلکې ترهغوئ له مخې  شورویان، ترهغوئ له مخې  فرنګیان ،ترهغوئ له مخې  چنګیزیان هم  په ورته سرخوږیو اخته شوي .

امریکایان دتاریخ ترټولو احمق ترین سرټمبه ګان دی چې  دخپلو محسنینو افغانانو داحسان بدله یې په خپل ناروایرغل سره ورکړه  ؛ همدا لامل دی چې دوئ هم اوس  خدای تعالی په داسې ذلت اخته کړي چې  دخپلې ماتې  د ملامتۍ بار دخپلو مخلصو مزدورانو په اوږو ورغورځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x