افغانستان

میدان وردګ: «یو غټ اکمالاتي کاروان له سهاره تر ماښامه په جګړه کې را ګېر و»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د یکشنبې له سهاره راهیسې د ناټو او بهرنیو ځواکونو لپاره یو ستر اکمالاتي کاروان، چې د عامه نظم د پولیسو په بدرګه د کابل – کندهار پر لویه لار د تېریدو په حال کې وو، کرۍ ورځ د طالبانو په  پراخو او منظمو بریدونو کې را ښکېل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرې له لارې، چې یوه کاپي يې نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته هم را رسېدلې ویلي، چې د دغې خونړۍ جګړې او کمین بریدونو له سهاره د مازیګر تر پنځو بجو پورې  د ميدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ عزيز کلا، منګليو، باقرخيلو، لوړه، ماشين کلا، ملی خيلو، حسن خيلو او سالارو سیموکې دوام لاره.

د ښاغلي مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د ګڼو اکمالاتي موټرو سربېره د عامه نظم د پولیسو لسګونه موټر او پولیس هم له منځه تللي او درانه تلفات یې اړولي : « په نښته کې چې ټوله ورځ روانه وه،  ۵ د تيلو ډک ټانکر، ۱۷ عرادې لوي ټيلر او واړه نظامي موټر ټول ويجاړ شول، ‍۱۹ساتونکي نظم َعامه پولیس قتل ۲۰ تنه نور شديد ټپيان شول.»

طالب ویاند وايي، د جګړې په اوږدو کې دوی ته هم ځاني تلفات اوښتي. نوموړي لیکلي : « په ټوله جګړه کې زموږ دوه تنه مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته ورسيدل. تقبلهم الله »

د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکو د دې نښتو په اړه د ورځې تر پايه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x