نظــر

خاین ولاړ خو د خیانت په رسیو به یی لاهم ملت زندی کیږی

rabbani_posterدرانه هیوادوال به ټول خبروی چی دافغانستان پخوانی دوطن په غم درمند ولسمشر، دسولی د درواغجنی عالی شوری مشر، دجمعیت اسلامی گوند مشر تیره ورځ  له دغه دغمونو ډکی او نامراده نړی څخه د ډیرو احتراماتو او درناویو په پایله کی نامراده او ارمانجن ولاړ، د نړی ډیرو استعماری قدرتونو د نوموړی په وژل کیدو خپله کلکه خواشینی څرگنده کړیده،

دبیلگی په توگه د امریکا ولسمشر اوباما نوموړی خپل ډیرنژدی دوست او خواخوږی بللی دی او ویلی یی دی چی دوی به بیا هیڅکله هم د استاد په شان په عزم کی کلک، دطالب پر سر د لویو بمونو د را گوزاریدوغوښتونکی، دطالبانو په مقابل کی د اسراییلو څخه دمرستی غوښتونکی، په افغانستان کی دخپلی واکمنی لپاره دشپیته زره بی گناه افغانانو وژونکی.

.. او بالاخره دغاصبانو ډلگی مشر چی دوی ته دهری بلا په مخ کی خپل ملت سپر کړی ونه مومی .

گرانو هیوادوالو! که حقیقت ته نظر وکړو نو باید د استاد په وژل کیدو سره د یو افغان اومسلمان په صفت هر افغان خفه او پریشانه شی ځکه چی کفارو تل خپل یو مسلمان ورور په بل مسلمان باندی وژلی، تل یی مسلمانان د یو او بل په مقابل کی راپورته کړی او د خپلو واقعی مشرانو د لاری خنډونه یی جوړ کړیدی، او لاجوړوی به یی.

که مونږ او تاسی داسلام تاریخ ته نظر وکړو نو وبه مومو چی دمسلمانانو په منځ کی تل داسی خلک کفار ور اپیدا کړیدی چی په وسیله یی دمسلمانانو په تاریخ کی یوه توره کرښه جوړه شویده، دبیلگی په توگه داسلام دستر سپاهی سلطان صلاح الدین ایوبی چی دنامه په اوریدو سره به په سترو سترو صلیبی واکمنانو باندی لړزه راتله خپل وروڹه یی دپښو زولنی جوړشوی وو، نه یی پریښود چی خپل هغه ستر ارمان ته ورسیږی چی هیله یی دهر مسلمان تر خپل ژواندانه لوړه اوپوره کیدو یی دوینو قربانی غوښته، ښاغلی سلطان به تل یو خاین ته دجزاء ورکولو په وخت کی په اوښلنو سترگو ویل چی! دا توره باید د یو کافر او صلیبی په وینو سره رنگ وای خو افسوس چی زما خپل وروڼه زما د توری له لاسه پری کیږی.

که اوس مونږ او تاسی په خپل ملک کی خپلو مشرانو ته نظر وکړو نو دلته هم همدا لوبه روانه ده چی یو ځان دبل تالی څټی جوړ کړی او خپل مسلمان ورور ته د ازار او اذیت رسولو لامل جوړ شی.

راځم خپل اصلی مطلب ته اوهغه دا چی په میډیا کی همدا یوه خبره اوریدل کِیږی چی د استاد مړینه به دسولی پر بهیر باندی څه اغیزه وکړی؟ خو زه بیا وایم چی داسی یوڅوک چی هغه خپله دلانجی یو اړخ وی هغه به دسولی په منځ ته راتگ کی څه رول ولوبولی شی؟ دوهم داچی هغه څوک چی دهغه دسولی هڅی خپل دگوند غړی ونه منی دهغه څخه باید څوک څه تمه او توقع ولری؟ او آیا له داسی یو شخص څخه کومه تمه یو لیونتوب اوجنون ندی؟

زه خو وایم چی د استاد په گډون دا ټول د اسلام او وطن هغه قسم خوړلی او ازلی دښمنان دی چی هیڅکله هم دوی نه غواړی چی پدی خاوره کی دی د پردیو له منگولو څخه یو آزاد او خپلواک حکومت رامنځ ته شی، ځکه چی غلام چی کله دغلامی په کاسه کی یو ځل ډوډی وخوری بیا هیڅکله هم د آزادی احساس ورسره نه پیدا کیږی.

خو افسوس پدی باندی راځی چی باید د اسلام یو سرښندونکی په داسی یو چا باندی نه وای ضایع شوی، ځکه چی ان شاء الله دا خلک به ټول خپل بادارن یوه ورځ نه یوه ورځ خپلی بدی پایلی ته رسوی.

آیا د هغه پښی لوڅو یتیمانو آه به په ریښتیا هم دومره بی اثره وه لکه څنگه چی دوی فکر کاوه، او آیا خدای جل جلاله به د خپلو مظلومو بندگانو غچ او انتقام له دغه وینی څښونکو غلامانو څخه نه اخلی؟ بیشکه چی الله تعالی یوعادل ذات دی او هرو مرو به ظالمان په خپله جزاء رسوی او دغه ظالمان به ټول چی له خدای جل جلاله څخه یی د ساتلو تمه شلیدلی دخپلو څو پوړیزه ودانیو او ساتونکو د ولکی په دننه کی په تر ټولو بدترین مرگ باندی وژنی، او بیابه ځینی نور بی ایمانه او د خپل ضمیر په وړاندی دشرمیدلو خلکو له خوا ورته دسولی داتل لقب ورکول کیږی.

ستاسی ورور: اجمل بلوچ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x