افغانستان

غزني کې يو اربکي خپله مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولايت مقر ولسوالۍ کې يو اربکي خپله مېرمن وژلې ده.

د غرني امنيتي چارواکي وايي، چې دا پېښه پرون سهار مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده

د غزني ولايت د امنيت آمر اسدالله انصافي وايي، چې د جميل په نوم د ښځې قاتل نيول شوی او د پېښې په اړه ترې پلټنې روانې دي.

د وژل شوې مېرمن کورنۍ وايي، چې خورلڼه يې جميل اربکې په خپل کور کې په ډزو وژلې ده.

د جميل خسرګنۍ وايي، چې د دوی خورلڼه د لومړني مېړه له مرګه وروسته د هغه ورور جميل ځانته په نکاح کړه او له دې مخکې يې هم دوه ښځې درلودې.

د وژل شوې مېرمن ورور محمد حسن وايي، چې دوی د خپلې خور له مرګه خبر شول، چې کور ته ورغلل، نو خور يې په وينو کې لت پت پرته وه او له خولې يې وينې روانې وې.

د وژل شوې امينې کورنۍ وايي، چې د خور ژوند يې له مخکې هم تريخ و او خپل مېړه به هر وخت وهله ډبوله، مګر د وروستۍ پېښې په اړه کره معلومات نه لري، چې لامل يې څه دی.

د يادونې وړ ده، چې هېواد کې د کورنيو شخړو او لانجو له امله د ښځو د وژنو کچه ډېره شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم هرات کې دوه نجونې د ناڅرګندو لاملونو له امله په مرموز ډول وژل شوې وې.

د ښځو د چارو اړوند ادارې وايي، چې روان کال افغانستان کې د ښځو لپاره تر ټولو خونړی کال دی، چې د پخوا په پرتله پکې ډېرې ښځې د تاوتريخوالي ښکار شوي، چې ځېنې يې مېړونو او ځينو په خپله ځانونه وژلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د نجونو د ځان وژنې ډېرې پېښې هرات، کابل او مزار ولايتونو کې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

داٹول ددیموکراسی برکات دے اوداکوم ولایات چی یادشوے دغہ ٹول ہغہ دے چی زانونہ ددیموکراسی عاشقان بولی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x