نظــر

ډاکتر اشرف غني احمدزی څوک دی؟

محمد اشرف غني احمدزی له اره د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اوسېدونکی؛ خو په ۱۳۲۸هـ، ل کال کې يې په کابل ښار کې د شاه جهان احمدزي په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ دوره په افغانستان کې تېره کړې ده. لوړې زده کړې یې په بهر کې کړې دي. پر هېواد د شورویانو د برید او کورنۍ جګړې له کبله د نورو هېوادوالو په څېر له خپلې کورنۍ سره جلا-و‌طن شو. ډاکټر اشرف غني هغه مهال، چې له هېواده بهر مېشت و د سياست او انسان پوهنې (انتراپالوجۍ) د یو سرلاري عالم په توګه وپېژندل شو.

 وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ، چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم مسایل پکې زده کړل. اشرف غني د طالبانو د نظام تر ړنګېدا وروسته په (۱۳۸۳ هـ ش) کال کې هېواد ته راستون شو او په مختلفو پوسټونو باندې یې کار وکړ.

اشرف غني د حامد کرزي د سلاکار، د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې د رئیس او د افغانستان د انتقالي ادارې د مالیې وزیر په توګه دندې ترسره کړلې.

ماشومتوب او ځواني:

ډاکتر اشرف غني پر (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. دی د کابل له حبیبیه لېسې څخه فارغ شوی دی.

پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې ده.

کورنی ژوند:

د اشرف غني احمدزي کشر ورور محمد حشمت غني احمدزی نومېږي، چې د همدې ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو ټاکنو لپاره د خپل ورور سیالۍ ته ولاړ وو، خو د کاندیدانو لپاره د ټاکنو د کمیسیون له لورې د وضع شویو شرایطو په پوره کولو کې پاته راغی.

ګنګوسې دي چې ښاغلی اشرف غني او ورور یې حشمت غني په خپل منځ کې ژور فکري او نور اختلافات لري، چې آن د اختلافات یې دې حد ته رسېدلي، چې په دې وروستیو کې په یوه رسمي غونډه کې ورته اشرف غني احمدزي د یوه متعصب او خودخواه خطاب وکړ.

 تحصیل او تجربه:

اشرف غني د ځوانۍ په لومړیو کې لبنان ته سفر وکړ او د بیروت په امریکایي پوهنتون کې شامل شو. په (۱۳۵۲ هـ ش) کال کې یې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړلې. په (۱۳۵۳ هـ ش) کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې د انسان پوهنې استاد شو. په (۱۳۵۶ هـ ش) کال کې د سکالرشیپ د اخیستلو لپاره د تحصیلاتو په دوام امریکا ته لاړ او په کولمبیا پوهنتون کې شامل شو. د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال یې د کورنۍ ډېر غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کېدلو تصمیم ونیو او د خپلې دوکتورا تحصیلاتو ته یې دوام ورکړ. اشرف غني د خپلې دکتورا رساله (تیزس) د افغانستان د معاصرتاريخ په باب له (۱۱۲۶هـ ش) نه  تر ( ۱۲۸۰ هـ ش) پورې ولیکله.

اشرف غني د دکتورا تر اخیستلو وروسته ۱۳۶۲-۱۳۷۰ پورې په کاليفورنیا او جانس هاپکینز پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه. همغه مهال د اشرف غني مرکې د سیاسي شنونکي په توګه د بي بي سي راډیو په پښتو او دري خپرونو کې خپرېدلې. اشرف غني د يادو پوهنتونونو ترڅنګ د نړۍ په نورو ډيرو معتبرو پوهنتونونو لكه بكلي او اروس كې هم د استادۍ دنده ترسره كړې ده.

نړيوالې تجربې:

اشرف غني پر ۱۳۷۰  کال په نړيوال بانک کې د لوی انسان-پوه په توګه وګمارل شو، چې د اقتصادي پروګرامونو د انساني اړخونو تحلیل به يې کاوه او مناسبې حل-لارې به يې وړانديزولې.

اشرف غني یوولس کاله په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړه. ده خپل کار په ختيځه آسيا کې د پروژو په طرح کولو پیل او وروسته یې د نړيوال بانک لپاره سیاسي سټراټیژي ترتیب کړه. اشرف غني په همدې وخت کې د هېوادونو په هکله د نړيوال بانک سټراټيژي وكتله او اړین اصلاحات یې وړاندیز کړل. اشرف غني پر ۱۳۷۵ هـ ش  کال په نړۍ كې د ادارو او دولتي بنسټونو په هکله یو لړ بنسټیز اصلاحات پېشنهاد کړل. د روسیې د ډبرو سکارو پر پروګرامونو يې د خپلو وړاندیزونو د عملي کولو لپاره کار وکړ. نوموړي په چین، هندوستان او روسیه کې د لویو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره پنځه کاله اغيزمن کار وکړ. اشرف غني په نړيوال بانک کې د کار پرمهال د هارورډ-اېنسيډ او سټنفورډ تجارتي پوهنتونونو لخوا د مشرتابه (رهبريت) تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل.

له ۱۳۸۰ هـ ش  كال وروسته:

اشرف غني احمدزی د طالبانو د نظام تر ړنګېدا وروسته افغانستان ته راغی  او د لخضر ابراهیمي د لوی سلاکار په توګه يې کار پېل کړ. نوموړي د بن د پروسې په عملي کولو کار وکړ او په لنډ مهاله اداره کې یې د ادارې د مشر د سلاکار په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی لومړنی کارپوه و، چې هغه وخت يې خپله پوهه او تجربې د خلکو د خدمت لپاره پكار واچولې. اشرف غني د دواړو،  بېړنۍ او اساسي قانون د لویو جرګو په جوړولو کې بنسټیز رول درلود.

د مالیې وزارت:

اشرف غني د مالیې وزیر په توګه په انتقالي اداره کې یو لړ ارزښتناک کارونه وکړل. په مالي برخه کې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره یې د هېواد د مالي سياست، شفافيت اوحساب وركونې پروسه عملاً رامنځ ته كړه او په دې وتوانېد، چې په درې اونيو كې د دولت عوايد مركزي كړي.

د نوموړي د خپلې ځانګړې ویب پاڼې له مخې ډاکتر غني همداراز نوي بانک نوټونه چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز او د خزانې لپاره واحد سیسټم دود شو.

د ډاکټر اشرف غني د دغو خدمتونو د تقدير په موخه هغه ته د دولت له لوري، تر ټولو اعلی ملکي ايوارډ، د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال، ورکړل شو. همداراز په ۱۳۸۲ هـ ش  کال کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه وپېژندل شو.

پر ۱۳۸۳ هـ ش  په برلین کنفرانس کې، چې د ۶۵ هېوادونو د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون درلود، اشرف غني د افغانستان د خلکو د راتلونکي د خوندي کولو په موخه اوه کلن پروګرام وړاندې کړ. نوموړې طرحه د يوه فقير او بېوزله هېواد له لوري برابره شوې غوره طرحه وپېژندل شوه. د نوموړي پروګرام اصلي بنسټ او مفکوره دوه اړخیز ژمنتوب یعنې له يوه  لوري د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ او له بل لوري د افغانستان دولت او افغان ولس تر منځ تعهد تشکيلاوه. په همدې اساس نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه، چې د پروګرام له مخې له افغانستان سره د درېيو کلونو لپاره ۸،۲ بیلیونه ډالره مرسته وکړي. دا دقیقاً هغه رقم وو، چې د افغانستان دولت يې په دريو کالونو کې غوښتنه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې ټول رقم ۲۷،۵  بيليونه امريكايي ډالر د اوو کلونو لپاره په پام کې نیول شوی و، چې د نړیوالې ټولنې لخوا ومنل شو.

په ۱۳۸۳ کال کې د ښاغلي کرزي تر انتخابېدلو وروسته  اشرف غني په کابینه کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د کابل پوهنتون د ریاست دنده يې ومنله. نوموړي په لومړي ګام کې د ګډې ادارې سیسټم غوښته، چې د اداري غړو، استادانو او شاګردانوپه ګډون په كې ټول راجمع شي. د کابل پوهنتون په اړه د نوموړي لرليد داسې و، چې په هغه کې نارینه او ښځينه محصلان لازم مهارتونه ترلاسه کړي او د ټولنې لپاره اغېزمن تمام شي.

په همغه وخت کې اشرف غني د دولتي اغېزمنتيا انسټیټیوټ بنسټ کښېښود، چې د اغېزمن حکومت کولو او شفاف سیسټم په اړه له حکومتونو او د هغو نړیوالو مرستندویانو سره مرسته وکړي. نوموړي د ”د ناکامو دولتونو سمونه“ په نامه کتاب ولیکه. په دې وروستيو کې يې د “د عادلانه نظام لار” په نامه کتاب په پښتو ژبه بشپړ او چاپ شو.

یادونه: په دې لیکنه کې زیات معلومات د ډاکتر اشرف غني احمدزي له خپلې ویب پاڼې نه په مننه را اخستل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Nasir Sarem

. who says that Ashraf Ghani is from a religious family, one day his father saw me doing ablution for prayer, he told me that he was thinking that only myfather who was offering prayer is Abnormal, but know i got that all his family was crazy, this is the reality of his family and father.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x