نظــر

د سولې نړيواله ورځ

chapaمجاهد (پښتون)

د سپتمبر يو ويشتمه نيټه هر کال د سولې د نړيوالى ورځى په توګه په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي ، د نړۍ ډير ملتونه ، سياسي ډلې ، د بشر د حقوقو ادارې او حتى وسله وال ځواکونه يې هم لماځي چې سږ کال يعنى د دوه زره او يوولسم کال د سپتمبر د مياشتې يو ويشتمه نيټه دغه ورځ خپله ديرشمه کليزه پوره کوي ځکه چې د دې ورځې اعلان په نولس سوه او يو اتيا يم ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې شوې ؤ.

سږ کال د دې ورځې د ديرشمې کليزې په مناسبت د ورځې شعار څه پدې ډول اعلان شوى دى (سوله او ديموکراسي: خپل اواز د اوريدو وړ وګرځوئ).

د نړۍ ملتونه دغه ورځ لمانځي ، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې غونډې جوړيږي ، د سولې په هکله خبرې او ويناوې کيږي ، سياسي افکار درلودونکي او مطرحې څيرې خپلو ملتونو ته د سولې پيغام ورکوي او د سولې لپاره هلې ځلې کيږي خو  دا د افغانستان په څير ملتونه ندي ، بلکه دا هغه ملتونه او هيوادونه دي چې يواځې په خپلو کورونو کې سوله غواړي ، يواځې په خپله خاوره سولې ته ليواله دي ، تنها خپل بچيان او کورنۍ خوشحاله ليدل غواړي نه د نورو .

دا هغه هيوادونه دي چې د دې ورځې په مناسبت يې يواځې د يوې ورځې لا څه چې د يو ساعت لپاره هم په ليبيا د بمبارۍ دنه کولو اعلان ونه کړ ، دا هغه ملتونه دي چې د صوماليې د وږو او قحط سره مخ اوسيدونکو سره يې يوه مړۍ مرسته ونه کړه ، دا هغه نړيوال مشران دي په افغانستان کې يې د سولې او امنيت د تامين لپاره د دې ورځې د راتګ له کبله د کوم ځانګړي ګام پورته کولو خبر هم ورنه کړ ، دا هغه ملتونه دي چې د سولې په ورځ هم جنګ غواړي او نه پريږدي بې وزله قومونه ارام ژوند وکړي.

همدغه ملتونه ځانونو ته په سوله او امنيت کې د ژوند حق ورکوي او له نورو يې اخلي ، دغه خلک دې چې د خپلو ځانونو لپاره ځانګړى ورځې ټاکي او خپله يې لمانځي ، دوى دي چې د نورو په حقوقو خيټې اچوي او خپل حقوق د توپ او الوتکى په زور تر لاسه کوي ، همدوى دي چې په نورو قوانين تطبيقوي خو خپله يې تر پښو لاندې کوي او………

که له نورې نړۍ راتير شو او يواځې خپل هيواد افغانستان ته د دې ورځې په هنداره کې وګورو نو وبه وينو چې د سولې نړيوالې ورځې په افغانستان هيڅ ډول اغيزې ندي شيندلي بلکه په ټوله کې دې پايلې ته رسيږو چې زمونږ د هيواد لپاره د نورو نړيوالو ورځو په څير د سولې نړيواله ورځ هم بې اهميته او په نيشت حساب ده .

له يوې خوا نن ګرد هيواد کې طالبانو د لسګونو بريدونو خبر ورکړى ، نن د خوست په ولايت کى چاودنې ديارلس تنو بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله رسولې ده او په لوګر کې ماين څلور تنه واړه ماشومان مړه او ټپيان کړي دي ، تيره شپه د غزني په ولايت کې چاودنې د لسو پوليسو کورونه په غم لړلي دي ، تيره شپه په برګمټال کې اتلس تنه وژل شوي دي ، تيره شپه بريد ګرو بهرنيو سرتيرو د پکتيا ، بغلان ، بلخ ، ننګرهار ، غزني ، هلمند او کندهار په ولايتونو کې په توره تياره پر خاورينو کورونو ورختلي او لسګونه تنه يې نيولي دي ، د کورنيو چارو وزارت وايي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کې يې شل تنه وژلي  او دوه ويشت يې ژوندي نيولي او……………………

سربيره پر دې تيره ورځ د سولې يو مخکښ په همدې هيواد کې له منځه يوړل شو او د سولې يو بهير چې يواځې نوم يې وجود درلود يو ځل بيا په جنګ واوښت ، د سولې په ورځ په جوزجان ، بدخشان ، هرات ، بلخ ، کابل او يو شمير نورو سيمو کې د جنګونو اعلانونه وشول او د سولې څخه بې زاري اعلان شوه ، خلک لارو کوڅو ته راووتل ، يو شمير خلکو خپل وروڼه د وحشيانو ، ځناورو ، کافرو او د پرديو د مزدورانو په نوم ياد کړل ، يو شمير نورو بيا په اصطلاح د خوشحالۍ ډزې وکړې ، د سولې د مخکښ وژل کيدل يې ولمانځل او هغه يې د يو غټ مجرم په توګه ياد کړ ، هغه ته يې د افغانستان د قومونو تر منځ د تبعيض د پنځوونکي نوم ورکړ ، هغه يې په سمتي او ژبني تعصب تورن کړ او خوښئ يې تر سره کړى.

دې هيواد د سولې شپه او ورځ پدې ډول تيره کړه ، اوس راځئ وګورو مونږ د سولې ورځ لمانځلاى شو ، ايا دا تصور هم کيدلاى شي چې د يو داسې هيواد اوسيدونکي دى د سولې ورځ وهم پيژني؟؟

نه ، هيڅکله نه !

ملګري ملتونه يواځې د غربي هيوادونو ملګري دي ، هغوى يواځې او يواځې د کفري نړۍ مرستې او پلوۍ ته ملاتړلى ده ، د شرقي هيوادونو او په ځانګړى توګه د اسلامي نړۍ پر ضد د کار کولو يو چانس هم له لاسه نه ورکوي او د تل لپاره د هغوى پر ضد فعاليت کوي ، ځکه خو د سولې د نړيوالى ورځې په مناسبت په افغانستان کې هوا ته کومه سپينه کفتره پورته نه شوه بلکه دغه هيواد پدې ورځ هم لا د غم او وير په تور تم کې پروت دى او لا د اختلاف په لمبو کې سوځيږي.

هر کله چې حقيقت دا دى نو د افغانستان خلک بايد د سولې په راوستلو کې پرديو ته لاس اوږد نه کړي ، داسې ونه انګيري چې د بهرنيو نظريې او پلانونه به د دوى په حق کې عملي او بريالي شي بلکه هغه هلې ځلې چې د نورو لخوا تر سره کيږي په کلي توګه د هماغه چا په ګټه تماميږي چې ابتکار يې په لاس کې لري او ورته خوشبين سترګى په لار بې برخې پاتې کيږي ، ځکه خو بايد د هر ابتکار افتخار خپله افغانان ولري ، د هر ګام د پورته کولو پريکړه په خپله وکړي او د پرمختګ لپاره هره نقشه په خپله جوړه کړي.

پدې هيله چې په ګران هيواد افغانستان کې  هره ورځ د سولې ورځ شي.

امين

2011-09-21

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x