
اشرف غني پر راتلونکې دوشنبه لوړه کوي
نن ټکی اسیا (دوشنه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): له نږدې دریو میاشتو لانجو وروسته، پرون دواړه نوماندان د واک پر نیمايي وېش جوړ جاړي ته ورسېدل او په ارګ کې يې د ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبرانو ترمخ د جوړ جاړي توافق لیک لاسلیک کړ.
د توافق لیک له لاسلیک څو ساعته وروسته د ټاکنو کمیسیون د رایو له سلنو پرته ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله يې د اجرايوي پوسټ مشر اعلان کړل.
په ټاکنیز ناندریو کې د تحول او تداوم د ډلې غړي طاهر زهیر رسنیو ته ویلي، چې ښايي ډاکټر اشرف غني احمدزی د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي.
یاده دې وي چې له څو میاشتني انتظار وروسته د دواړو نوماندانو نیم پرنیمه وېش د نوماندانو پلویان او د ټاکنو ګډونوال سخت په غوسه کړي دي.
له بله پلوه د جمعیت اسلامي په استازيتوب د بلخ د والي عطامحمد نور په خبرپاڼه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د مبارکۍ نه ویلو هم پوښتنې راپیدا کړې دي.
د شنونکو له قوله راتلونکی «ګډوله » حکومت که د کوم بورډ له لوري ونه څارل شي، له ناندریو به خالي نه وي.