افغانستان

د بلخ والي له خلکو بښنه غوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د جمعیت اسلامي د اجرائیوي شورا په استازیتوب د بلخ والي جنرال عطامحمد نور په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې د ټاکنو په دواړو پړاونو کې د خلکو ګډون ستایلی دی. او د ټاکنیز منډو ترړو په وخت يې د ولس له ځورولو بښنه غوښتې.

عطا محمد نور په خپله خبرپاڼه کې له خلکو بښنه غوښتې چې د ټاکنیزو ناندریو په اوږدو کې يې ځورولي دي، خو په خبره يې دا هرڅه يې د دې لپاره کول چې د خلکو د واقعې رايو حق ادا کړل شي:«مردم عزیز و سر بلند کشور !

می خواهم به شما بگویم؛ از شما معذرت می خواهم که در طول کار زار های انتخاباتی و در دو دور انتخابات، سبب زحمت بی پایان شما شدم…»

نوموړي د دواړو نوماندانو د جوړجاړي په پلمه په خپره کړې ټوله خبرپاڼه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوم نه دی اخیستی.

عطا محمد نور ولسمشر کرزی د تاسف وړی بللی او ویلي يې دي چې د ده په وجود کې په ارګ کې هغه جوړ جاړی باید ډیموکراټيکو اصولو او د خلکو د واقعې ارداې پر اساس شوی وای، نوموړی لیکي: «جناب رییس جمهور ! ای کاش آنچه امروز در ارگ اتفاق افتاد، از مجاری دموکراتیک، قانونی و بر مبنای اراده واقعی مردم شکل می گرفت تا نام شما به عنوان حامی ارزشهای مردم سالاری و پاسدار دموکراسی، درج تاریخ این سرزمین می گردید و پایه گذار انتقال مسالمت آمیز قدرت، شناخته می شدید.»

عطامحمد نور په خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله هڅې ستایلې دي او ویلي يې دي چې نوموړي پخپله فداکارۍ هېواد له بحراني حالته وژغوره: «در فرجام در حالیکه از گذشت، صبر، وحوصله مندی فراوان جلا لتمأب داکتر عبدالله عبدالله، و فداکاری هایش بمنظور جلوگیری از به بحران رفتن کشور، حفظ مناسبات نیک افغانستان با کشور های منطقه و جهان، سپاس گذاری می کنم.»

یاده دې وي چې عطامحمد نور په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله سخت دریځه پلوی و، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمیسیون سره پرېکون اعلان کړ او د اشرف غني احمدزي ډله يې په پراخې درغلۍ تورنه کړه، عطامحمد نور لومړنی کس و، چې د موازي حکومت جوړولو ګواښ يې وکړ.

په دغه خبرپاڼه کې چې د بلخ د والي په رسمي ویبپاڼه کې خپره شوې، د جوړ جاړي پر اساس ټاکل شوي ولسمشر ته د مبارکۍ کوم څرک نه لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

Ustad Noor Zandabad

امیرالله نوری

شاغلی عطا محمد نور اوس دهوشویاری پرخوا روانیژی زه فکرکوم چی اوس به نا وخته وی باید حطمآ محاکمه شی کنه دافغانانو په حق کی لوی ظلم دی دعطامحمد نور شتون بیا په دی پوست کی یوه افغان ته دزغم ندی موژدشاغلی جمهورریس نه غوشتنه کوو چی ژرترژره شاغلی نورا اوداسی ملی خائنان عدلی محکمی ته راکش کی شاغی ریس جمهور تاسو دملت په رایو جمهوری ریاست لاره ومونده له اوس دملت حق دملی خائنانو په محاکمه کولو اداکی شاغلی جمهورریس تاسوته فقط هغه وخت جمهورریس ویلای شوچی زمونژهمدا حق دی همداسی ملی خاینانو په محاکمه کولو راته راکی فقط… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما په خیال اوس وخت کی دیو اصل له مخی افغانان په دری برخو ویشل شوی : لمړی ډله : هماغه چه د خالق د او مظلوم اولس د رضا د پاره په خپلو مالونو ، اولادونو او ځانونو قربانی ډګر کی جنګیږی چه اکثره یی پشتانه دی . دوهمه ډله : چه د غلامی اداری په راست کی د ګیدرانو په حیثیت کارکوی ، دی ډله کی څه تش په نامه اخوانی پشتانه ، کمونستی او نشنلستی پشتانه قرار لری ، دا تر ټوله هغه بی غیرته ، بی همته ، بی ضمیره او بی ایمانه ډله ده چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x