خپلو ننی واکدارانو او د قدرت لیونیانو ته

 

karzai_in_kabulترهرڅه دمخه دنن ټکی آسیا ټولو درنو او محترمو کارکوونکو ته خپلی نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم هیله مندیم چی دافغانستان هره یوه ویبپاڼه اوهره بله رسنیزه سرچینه همداسی دافغانیت اواسلامیت په معیار او شعار سره خپل رسنیز فعالیتونه خپلو گرانو او درنو هیوادوالو ته وړاندی کړی، اودافغانستان داتلو او باهمته بچیانو چی تل یی دخپلو وینو په نذرانه کولو سره  دنړی لویو او مستکبرو قدرتونو ته غاښ ماتوونکی اوشرموونکی ماتی ورکړیدی

او دادی نن هم دنړی دیولوی استکباری اونیواکگر قدرت په وړاندی دخپل هیواد او خپلو غیرتمندو خلکو د عزت لپاره دخپلو سرونو ډالی وړاندی کوی هڅی یی دخپل افغانی اواسلامی غرور په نظرکی نیولو سره په خپله اصلی او واقعی څیره کی هیوادوالو او نړیوالو ته وړاندی کړی.

راځم خپل اصلی مطلب ته گرانو هیوادوالو! آیاافغان اولس په خپل تاریخ کی دبل دحکومت دپرځان منلو کومه  بیلگه لری؟ آیا افغان میړنیو تل په نورو باندی خپل حکومت ندی چلولی؟ آیا مونژ به تل دبل دخولی خبری منو او که به خپل افغانی غیرت اوافغانی غرور او میرانی ته په پام سره دځینی موضوعاتو په هکله قضاوت کوو؟

غواړم ووایم چی مونژ به انشاألله هیڅکله دخپل هیواد دآزادی اوخپل غیرتی اولس دعزت او وقار له پاره دخپلو وینو قربانی ونه سپموو اونه به هم خپلو راتلونکو نسلونو ته کومه دشرم تاریخ پانه پریژدو بلکه هیله مند یو چی زمونژ راتلونکی نسلونه به زمونژ په کړنو باندی دنیاوالو ته دویاړ په هسکو سترگو سره دکتلو جرآت ولری .

خپله لیکنه دکرزی صاحب دحکومت دځینی هغه ایمان پلورونکواودملت دوینوڅښونکو ذمامدارانوڅخه ددوه پوښتنوپه کولوسره پای ته رسوم اوقضاوت بیاخپلوگرانوهیواوالوته سپارم.

درنو ذمامدارانو! کله چی له خپل اولاد او کورنی سره مخ کیژی دخپل افغانی غرور په هکله هغوی ته دخپل ژوند لیک څخه کومه کیسه اوروی؟ آیا دا فکرموکړیدی چی کله مو دحکومت واگی پای ته ورسیژی بیابه تاسی خپل اولس ته دخپلو جنایتونو او خپلو شرموونکو کارونو په هکله جواب ورکړی شی اوله ملت څخه به یی بیا د قضاوت په هکله څه ډول هیله او توقع ولری؟

خو! راځی ټول دیو افغانستان بچیان یو او راخی چی په گډه خپل افغانی غرور وساتواو یو ځل بیا د خپلو میړنیو او اتلو تیرشویو ذمامدارانو تاریخ راژوندی کړو او دنړی ښکیلاگر او نیواکگر قدرتونو ته یو په زړه پوری اونه هیریدونکی دا سبق ور یاد کړو چی مونژ لا اوس هم هماغه افغانان اودهماغه غیرتی پلرونوغیرتی زامن یوچی هیڅکله به دبل حکومت ونه منو چی بیابه موپه یقین سره دغه خواراومظلوم ملت خپل ریښتینی اوواقعی ذمامداران اوواکمنان وبولی ،اونوم به مودهیوادپه تاریخ کی په ویاړاوافتخارسره یادیژی، اومحترموواکمنانو! خپل بچیان اوخپل راتلونکی نسلونه له هغه شرم اوخجالت څخه وژغوری چی بیابه ستاسی دنامه په یادولوخوشرم په خپل ځای باندی پریژده بلکه دهغه شهیدانو او نوم ورکو غازیانو د بچیانو په وړاندی به دویری څخه هم ستاسی نوم نه شی اخستلی اونه به بیا په خپله پلرنی خاوره کی ورته د اوسیدلو لپاره کوم ځای پاتی وی.

او راځی چی هغه ډیوی چی مونژ ته مو خپلو غیرتی بچیانو په خپلو وینو سره روښانه کړیدی هماغسی روښانه وساتو.

دیوآزاد، سوکاله، سرلوړی اوبریالی افغانستان په هیله

ستاسی ددعاگانوغوښتونکی

اجمل بلوچ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د