امریکا: هیله ده اشرف غني به ژر تر ژره امنیتي تړون لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې او د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په خپلو پیغامونو کې د اشر ف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړی ستایلی او دا يې د میلیونونو افغانانو د رایو مشروعیت ګڼلی.

د امریکا د بهرنیو چارو زیر جان کېرې د مبارکۍ تر څنګ هیله ښوودلې چې نو ولسمشر به له امریکا سره امنیتي او له ناټو سره د سوفا تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي.

په ټاکنیزو تبلیغاتو کې دواړو نوماندانو منلې وه، چې د بریا په صورت کې به له امریکا سره هغه امنیتي تړون چې افغان ولس يې کلک مخالفت کړی دی، لاسلیکوي.

یاده دې وي د دې امنیتي تړون اړوند د رابلل شوي څو کسیزې جرګې له ناستې وروسته افغان ولس تند غبرګونونه وښودل او په خپلو لاریونونو کې يې دا د افغانستان خرڅلاو او د جګړې دوام وګاڼه.

له بله پلوه د دولت وسله والو مخالفینو په خپلو پیغامونو کې پر دې ټینګار کړی، چې دوی به په افغانستان کې د یو امریکايي تر شتونه هم جګړه کوي.

د شنونکو په باور که د جوړجاړي پر اساس رامنځته شوی دولت په هېواد کې د سولې غوښتونکی وي، باید دولس غوښتنې په نظر کې ونیسي او دغه امنیتي تړون چې د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي، لاسلیک نه کړي.

په ټاکنیزو تبلیغاتو کې په دواړو نوماندانو د ا تورونه و، چې دوی په هېواد کې د مهمې اړتیا ـ سولې ـ ا ړوند رڼه طرحه نه لري.

د امنیتي تړون له مخې په هېواد کې د امریکایانو دایمي پوځي اډې منل کېږي او د سوفا تړون له مخې د ناټو د عکسرو چوکاټ رامنځ ته کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د