ادبي لیکني

نذرانه

شاعر: استاد فضل ولي ناګار

پھ سلام چې یې هره تیگه دحجاز ده
چی لولاک یی ستره بیلگه دامتیازده
مرتبه چې یې د لامکان د راز ده
پیلامه چې دانجام او داغاز ده
جبرائیل چې یې په مخکی بدرگه ځی
د قیامت په ورځ نبیان ورته جرگه ځی

 هغه کور چې ستره نښه یې شجاعت دی
پالل شوی یې هر صاحب په شهادت دی
ترقیامته چې احسان یې په امت دی
“حمزه”ځکه لوړ مینار یې دامت دی
هره تیگه د احد گواه-گواه ده
ړنه لاره د سیدالشهداء ده

 د غرور ټنډه خیبر چې یې په قدم ږدی
استانه کی چې یې سر عرب عجم ږدی
هغه فقر چې باجونه په عالم ږدی
تل په مخ یې خدای تحسین دخپل کرم ږدی
چې هر ضرب د ذوالفقار یې انقلاب دی
مرتضی علي حیدر ابوتراب دی

 چی شو بورته به یو زان له گرد امته..
د باسون غژ شو فاسق ته له بیعته..
هنگامه د کربلا دومره اوچته
چې لړزیږی یې تاریخونه له هیبته
نذرانه چې پیلامه یې اسماعیل ؤ
د اسلام د ارتقا حسین تکمیل ؤ

 له عباسه له جعفره تر حسنه
هغه ټول چې دی سیراب ستا له چمنه
گرد انصار دی د صوفی تر انجمنه
مهاجر او مجاهد دي ذوالمننه
چې اخستی یې ستا سیوري ته ارام دی
په اسلاف اخلاف مو زر ځله سلام دی

 زما غږ د شهیدانو له هیواده
ترنم مې د یتیم له هر فریاده
رحمة اللعالمینه خوښه ستا ده
ستا له در مې د لمانځلو تمنا ده
چې په پله د بوصیری د ناگار پل دی
ورته لنډ ځکه د پاک حرم درشل دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x