افغانستان

«د جوړجاړي پر بنسټ جوړ دولت نشي پايېدلای»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو د دواړو نوماندانو د جوړجاړي په پایله کې د رامنځ ته شوي دولت په اړه تبصرې کړې دي او ډېری يې پر دې اند دي چې ګډ حکومت ډېر نشي پايېدلای.

واشنګټن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې لیکي، چې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو د کمیسیون له لوري د پایلو اعلان ګونګ و. د ورځپاڼې په قول سره له دې چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو دعوې کېدلې، بیا هم د ټاکنو کمیسیون د نوماندانو سلنه اعلان نه کړه.

د خبریال په نامه برېښنا پاڼه بیا دغه دولت یو غیر قانوني دولت بولي. د برېښناپاڼې د تبصرې له مخې ګډ حکومت په داسې ډول رامنځته شو، چې په اساسي قانون کې له ناکام نوماند سره د واک د وېش په اړه هیڅ ماده نشته. ځکه خو دغه دولت په نړیواله سطحه د افغانستان اعتبار ته زیان اړولای شي.

د دې برېښناپاڼې په تبصره کې راغلي چې له جوړ جاړي وروسته د ډاکټر اشرف غني احمدزي شخصیت درنه ضربه ولیده.

پر دې سربېره ډېری شنونکي پر دې اند دي چې دغه دولت ښايي ډېر وخت پایښت وړنه کړای شي.

لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی عبدالحمید مبارز وايي چې امریکا او ولسمشر کرزي لاسي غوښتل داسې یو کمزوری دولت رامنځته کړي چې تل  د دوی ګډون او مشورو ته پکې اړتیا وي.

نوموړی د نظام د پایښت اړوند وايي، چې ښه به دا وی چې ځينې مهم وزارتونه لکه دفاع، امنیت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه یو ځانګړی او مستقل بنسټ اعلان کړي او د نوماندانو له شخصي واکونو دې ګوښې ته شي.

ټاکل شوې ده، اشرف غني احمدزی به په راتلونکې دوشنبه لوړه ترسره کړي او د ده د تبلیغاتي ناستو له مخې لومړی کار به يې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول وي،  چې عام افغانان يې د افغانستان  خرڅلاو بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x