افغانستان

طالبان: د ټاکنو تېرایستونکې پروسه له شرمندګۍ سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): له څو میاشتني کړکېچ وروسته، پرون دواړه نوماندان د واک په مساوي وېش جوړجاړي ته ورسېدل او د جوړجاړي لیکل شوی متن يې لاسلیک کړ.

له یاد جوړجاړي وروسته د ټاکنو کمیسیون د رایو له سلنې پرته اشرف غني احمدزی ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائیوي پوسټ مشر معرفي کړ.

طالبان په تېرو دیارلسو کلونو  کې د افغان ولس د لوی اړخ په توګه په هېواد کې د ځينو مهمو پېښو اړوند خپل نظر څرګندوي.

د دواړو نوماندانو د جوړجاړي په پلمه طالبانو په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ټاکنو پروسه ناکامۍ او شرمندګۍ سره مخ شوه.

دوی په خپله خبرپاڼه کې  خپله ژمنه بیا تازه کړې ده او ويلي يې د چې دوی به تر هغو جنګېږي چې تر څو په هېواد کې د سوچه اسلامي نظام لپاره زمینه مساعده کړي.

طالبانو  ټاکنې او د ټاکنو په پایله کې دي نوماندان جوړجاړی امریکايي دسیسې بللې دي خبرپاڼه کاږي: «اسلامي امارت ديو مسئول جهت په توګه جعلي انتخابات، شرمونکی بهیر یې او په پايله کې يي دسهامي شرکت را مينځته کيدل ټول د امریکايي دسیسو برخه بولي، چې خنثی کول يې د فرد فرد مسلمان افغان دنده او وجیبه ده.»

دا هم د خبرپاڼې بشپړ کټ ـ مټ متن:

د امریکا په لاس په کابل کې د نوي مامور د ټاکل کيدو په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

امریکايي اشغالګرو له اولې ورځې څخه د افغانستان د اشغال ترڅنګ د افغانانو د دوکه کولو او تير ايستلو لپاره بیلا بیلې ډرامې، پروژې او پروسې وخت په وخت په لاره اچولي چې لله الحمد هره یوه يې له ناکامۍ، شرم او ذلت سره مخ او نامراده شوې ده.

د دغو جعلي هڅو له جملې یوه یې د انتخاباتو په نامه افغان تيرايستونکې پروسه وه چې پرلپسې له شرمندګۍ او ناکامۍ سره مخ شوه او افغانانوته يې حيثيت بربنډ شو، تيره ورځ د انتخاباتو پروسې ته د اوړو پوزې د جوړولو په جریان کې د کابل ادارې لپاره نوي امریکايي ګمارل شوی مامورین اشرف غني اوډاکټر عبدالله دپنځو کلونو لپاره په اصطلاح دولسمشر او اجرایوي مشر په توګه دامریکايي سفير لخوا معرفي شول .

د اشغال په صورت کې دغه ډول بې ماهيته حرکتونه اصلا کومه معنی نه لري، صرف يرغلګر جهت په خپل زعم فکر کوي چې ګنې افغانان يې تير ايستل او خپل هدفونه به تر لاسه کړي،لکه امنیتي تړون لاسلیک کول یاداسي نور.

د اشرف غني معرفي کول او په اصطلاح د نوي فرمايشي ادارې جوړول افغانانو ته په هيڅ ډول هم د منلو نه دي ، څرنګه چې پروسه جعلي او شرمونکی وه همداراز يې نتيجه او حاصل هم له شرمه ډک دي چې افغانانو داسې فرمايشي اونصب شوې څيرې د تاریخ په اوږدو کې رد کړې دي.

امریکايي جهت بايد درک کړي چې زموږ خاوره په موږ پورې اړه لري، دلته تصاميم او پريکړې هم دافغانانو کار او دنده ده نه د امریکايي خارجه وزیر يا سفير.

موږ باور لرو چې د انتخاباتو په نوم د تبلیغاتي کمپاینونو،درای اچولود تقلبي بهیر،درای شمیرنې دجنجالونو،ګواښونو او شخړو او په پای کې دامریکایانو بربنډه مداخله او د انتصاب په چاره کې ټاکونکی رول چې ټول اولس او جهانیانو ولید،دغه راز عام اولس ددې طویل المیعاده شرموونکي ډرامې، اقتصادي،رواني او نورې ډول ډول منفي اغیزې هم وزغملې اوس به د ولس فرد فرد ته دیرغلګرو دسیسه ګر ماهیت نور هم ښکاره شوی وي او اشغالګر به یې زموږ ددین، هیواد ، حیثیت او ملي وحدت د بې رحمه دښمنانو په حیث لا ښه پیژندلي وي.

موږ د افغانانود غولونې دغه امریکايي هڅه هم دپخوا په شان ردوو، او ژمنه کوو چې په وړاندې به يي وسلوال جهاد ته ترهغو ادامه ورکوو چې هېواد مو له اشغال څخه په کامله توګه ژغورلی نه وي او په افغانستان کې مو واقعا سوچه اسلامي حاکميت ته زمينه نه وي مساعده کړې.

څو تنه امریکايي پلوه مزدوران او د هيواد تاریخي بدمرغه څيرې چې په هيواد ويجاړونه کې اوږده سابقه لري کله هم په زور سره د افغانانو نماينده ګان نشي کیدای اونه هم افغان ولس دومره بې څوکه ده چې دغه تش په نامه تراشل شوي د خپلو مشرانو او زعيمانو په توګه ومني، اسلامي امارت ديو مسئول جهت په توګه جعلي انتخابات، شرمونکی بهیر یې او په پايله کې يي دسهامي شرکت را مينځته کيدل ټول د امریکايي دسیسو برخه بولي، چې خنثی کول يې د فرد فرد مسلمان افغان دنده او وجیبه ده.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۱۱/۲۷هـ ق

۱۳۹۳/۶/۳۱هـ ش ــ 2014/9/22م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x