افغانستان

په امریکا کې درې افغان پوځیان نادرکه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): امریکا د روزنې لپاره له لېږل شویو پوځي افسرانو نه درې تنه يې له څو ورځو راهیسې لادرکه شوي دي.

امریکايي رسنیو نن د امریکا په هیانیس ښار کې د کمپ کوډ له پنډغالي د دریو افغان پوځي افسرانو د نادرکي راپورونه خپاره کړل.

ویل کېږي چې دغه درې تنه تورن محمد ناصر عسکرزاده، جګړن جان محمد ارش او تورن نور الله امین یار د وږې په شلمه ياد مرکز ته رسېدلي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي  چې دوی مستقیماً له پېښې نه دي خبره خو د رسنیو له لارې خبر شوي دي چې درې افغان افسران نادرکه شوي دي.

یاده دې په هېواد کې له اوږده ټاکنیز جنجال سره جوخت ډېری لوړپوړي دولتي مسوولین او مشهور پانګوال له هېواده د وتو په حال کې دی.

تر دې وړاندې د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناټو سرمشریزې ته له تللي پلاوي سره افغان بیرغچي او د دفاع وزارت افسر عنایت الله بارک په هغه هېواد کې د افغانستان بیرغ ورغورځاوه او د بريتانیا پولیسو ته يې د پناه په تمه ځان وسپاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x