امریکا ته دایمي پوځي اډې ورکړل شوې، که ورکول کېږي؟

bagram-1024x679سیدرحمن سالار18-09-2011

له هغه مهال راهیسې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا پرافغانستان تېری وکړ او دغه هېواد یې لاندې کړ، په رسنیو کې داسې رپوټونه خپریدل چې امریکا نور د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي او آن غواړي چې د سیمې هېوادونه هم تر خپل پوځي او سیاسي نفوذلاندې وساتي.

خو له بلې خوا د امریکا په لاس رامنځ ته شوي کابل دولت چې په سر کې یې ولسمشر کرزی پاتې شوی دا خبره به یې ردوله چې ګواکي امریکایان په افغانستان کې د تل لپاره پاتې کېدل غواړي او دا به یې ویل چې امریکا یوازې د افغانستان د ودانولو او د القاعدې او طالبانو ځینو مشرانو د له منځه وړلو لپاره دلته پوځي شتون  لري او چې کله د امریکا دغه موخه ترسره شي، نو سملاسي به له افغانستانه بهرشي.

که څه هم چې د افغانستان د نیواک په لومړیو کې کرزي امریکا ته له خپل یوه سفر وروسته په ارګ کې د استاد رباني، استاد سیاف، حضرت مجددي او ګیلاني په شمول د پخوانیو جهادي مشرانو سره د پردې ترشا غونډه جوړه کړه چې ورسره سم داسې رپوټونه او ګنګوسې خپرې شوې چې له کرزي امریکایانو ددایمي پوځي اډو غوښتنه کړې او آن داهم ویل کېدل چې د کابل دولت په دې اړه له امریکایانو سره پټه معامله هم کړې ده او ځینې رپوټونه داسې وو چې له امریکایانو سره په افغانستان کې د ۵۰ کالو شاوخو پاتې کېدو معامله شوې، او اوس د کابل دولت په ځانګړې توګه کرزی دغه موضوع د مجاهدینو له پخوانيو مشرانو سره مطرحوي او غواړي چې ددې موضوع مسوولیت د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو پر غاړه واچوي چې  په دې کار سره به له یوې خوا ځان سپين کړي او له بلې خوا د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو هوکړه ځکه ددوی لپاره اړینه وه چې هغه مهال په هېواد کې د بهرنیو عسکرو پرضد د مبارزې اړخ کمزوری و او امریکایان او د کابل دولت د پخوانیو جهادي مشرانو له مخالفت څخه ویریدل.

که څه هم چې هغه مهال د کرزي په شمول د کابل ادارې له امریکایانو سره د پټې معاملې خبره ردوله ځکه د ولس له غبرګونه ویریدل، خو دغه شک هغه مهال ډېر شو چې په هلمند کې د بریتانیوي عسکرو د وخت قوماندان او له دې وروسته د امریکا د پوځي چارواکو له خوا په افغانستان کې د لسګونو کالو لپاره د خپل پوځي شتون اعلان  ددې ښودنه هم کوي چې امریکا او بریتانیا د افغانستان د اوږدې مودې نیواک لپاره مخکې له مخکې په خپلو کې سلا مشوره کړې ده.

آن همدا اوس هم سره له دې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ وتلو لپاره ۲۰۱۴ میلادي کال اعلان کړی، خو په افغانستان کې دامریکا نوي سفیر راین کراکر په روانه سنبله میاشتکې له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې ۲۰۱۴ کال له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو نیټه نه ده، خو د کابل دولت د کراکر دد ې خبرې په اړه یا له دې مخکې چې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو نظرونه او دریځونه په ډاګه شوي چې د افغانستان د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ پر خلاف دي، دوی یې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی، داهم هغه شک زیاتوي چې ښايي د کابل ادارې له امریکا سره ددایمي پوځي اډو معامله لامخکې کړې وي.

په افغانستان کې چې د امریکايي عسکرو ددایمي پوځي شتون خبره د لومړي ځل لپاره له ګنګوسو او د پردې تر شا غونډو راووتله، د ۲۰۰۵ میلادي کال د فبرورې په ۲۰مه نېټه، د بوش د واکمنۍ په وخت کې د امریکا دوو سناتورانو، جان مک کین او هیلري کلنټن چې اوس د بهرنیو چارو وزیره ده کابل ته په خپل سفر کې یې د کرزي له حکومته په دې هېواد کې د دایمي اډو غوښتنه وکړه.

هغه مهال داسې رپوټونه وو چې امریکایان بګرام، کندهار هوايي ډګر، شنډنډ، خوست او هلمند په شورابک سیمه کې د پوځي اډو غوښتنه کوي، چې امریکا یانو په دې اډو کې مخکې له مخکې په میلیارډونو ډالر لګولي وو.

امریکا چې په افغانستان کې ددایمي پوځي شتون د غوښتنې په اړه د خلکو منفي غبرګون ولید، نو دغه موضوع یې بیا غلې کړه او د کابل دولت هم دا خبره ډېره ونه ښوروله چې د افغانستان د جګړې اونورو بدبختیوته په پام سره له خلکو داموضوع بیا هېره شوه چې بالاخره په روان میلادي کال کې دغه موضوع امریکا یوځل بیا د سناتور لیسني ګراهام له خولې د کابل دولت او له بي بي سي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې په ډاګه شوه.

د امریکا دداځل غوښتنې پر وړاندې هم د افغانستان ولس او عالمانو غبرګون د پخوا په شان منفي و او دی، خو داسې ښکاري چې امریکانور دغه معامله د پخوا په شان پټه نه شي ساتلی او غواړي بالاخره خپلې دې موخې ته ورسېږي.

د کابل  ادارې د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، د استخباراتي ادارې پخواني مشر امرالله صالح او نور ګوته په شمار هغه کسان چې ویل کېږي د امریکا استخباراتي ادارې له خوا یې پېسې ترلاسه کړې دي، چې البته دا ادعا هم نه ده او تېر میلادي کال د امریکا استخباراتي چارواکو په خپل رپوټ کې وویل چې د کرزي په اداره کې د وزیرانو په کچه لاس پوڅي لري او د سي، آی، اې له خوا تنخوا ورکول کېږي.

دا کسان پورته شول او د شهر وند په نوم یې د یوه داسې سازمان اعلان هم وکړ چې په افغانستان کې د امریکا ددایمي پوځي شتون غوښتنه کوي.

له بلې خوا ولسمشر کرزي چې که څه هم په خوله وايي ددایمي پوځي اډو پرېکړه به ولس ته سپاري، خو له بلې خوا عملا ددې پرځای چې په دې اړه د ولس او عالمانو غبرګون په پام کې ونیسي، د خپل امنیتي سلاکار ، رنګین سپنتا په مشرۍ چې د جرمني تابعیت هم لري او د افغانستان پخواني پارلمان له همدې امله د بهرنیو چارو له وزارته لرې کړی و، یوپلاوی واشنګټن ته ا ستوي چې هلته له امریکایانو سره ددې موضوع په اړه خبرې اترې وکړي.

بالاخره سپنتا واشنګټن ته ولاړ او اسوشیټیډ پرس خبري آژانس د وږي میاشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د کابل – واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبر ورکړی.

ددې رپوټ له مخې چې رنګین دادفر سپنتا وویل چې د کابل واشنګټن د چارواکو ترمنځ له دوو ورځو خبرو اترو وروسته دواړو لورو ترمنځ په جنجالي مسايلو  اختلافات لرې شوي دي.

په دې اړه بیا هغه پوښتنه راپورته کېږي چې ښاغلي کرزی یا په مجموع کې د کابل اداره په دې اړه ولې د ولس نظر ته پام نه کوي او ولې داخبره یوازې په خوله مطرحوي چې د امریکایانو دایمي پوځي شتو به ولس ته پرېږدي او ولس چې څه پرېکړه وکړه هماغه سمه ده؟

د ولس پریکړې ته که څوک غوږ نیسي، نو ولس خو خپل غږ پورته کړی او د امریکایانو پوځي اډې څه چې له خپل هېواده د امریکايي عسکرو سملاسي وتل غواړي.

ولې نه منل کېږي؟

سربېره پردې چې د افغانستان ډېری عالمانو او مخورو کسانو په متفرق ډول په خپل هېواد کې د امریکايي عسکرو دایمي شتون حرام بللی او خپل مخالفت یې ورسره په ډاګه کړي، د روانې سنبلې یا وږي میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د اهل سنتو او اهل تشیع عالمانو تر۰ ۵۰ ډېرو کسانو دیوې غوندې په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتو سره خپل مخالفت اعلان کړ او د یوې فتوا په صادریدو سره یې له کفارو سره د ملګرتیا هرډول تړون حرام  او د قرآن کریم د حکم پرخلاف و باله او آن د کابل دولت ته یې خبرداری ورکړ چې که له امریکایانو سره ددایمي اډو او ملګرتیا سټراټژیک تړون یا اعلامیه لاسلیک کړي، نو د قرآن کریم د حکم خلاف کار به یې کړی وي او ټول ولس به ددې حق ولري چې د کابل دولت او بهرنیو عسکرو پرضد پاڅون وکړي.

ښاغلی کرزی! تاسې د عالمانو داخبره ولې نه منئ او دې ته په پام سره چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او یو اسلامي ملت لري- نو آیاڅه فکر کوئ چې ستاسوو ادارې ته د عالمانو دغه خبرداری به د سرغړونې په وخت کې څه پایلې ولري؟

حقیقت دادی چې له امریکایانو سره د کابل ادارې داډول سټراټژیک تړون یا اعلامیه یا موافقه او یا بل هرډول نوم چې امریکایان ورته ټاکي دابه نه یوازې د افغانستان د ولس اوسنی مقاومت او مبارزه چې د بهرنیو عسکرو پرضد روانه ده، دابه زورواخلي، بلکې لکه د روسانو د تېري په وخت کې چې د ټولې اسلامي نړۍ څخه مسلمانانانو د افغانستان مرستې ته رادانګلي وو،داځل به هم له امریکایانو سره د مقابلې لپاره د نړۍ ټول مسلمانان د افغان مبارزینو او مجاهدینو مرستې ته راودانګي او هغه وخت به د امریکا له خوا پیل شوې نوې صلیبي جګړه نړیواله بڼه خپله کړي او د افغانستان په شمول به د سیمې د هېوادونو ستونزې زیاتې او خلک به ددې جګړې په لمبو لا وسوځي.

له بلې خوا دې ته په پام سره چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې اوبوته مستقیمه لاره نه لري، ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه چې په  افغانستان کې یې لا له مخکې د امریکا د پوځي شتون له امله اندېښنه درلوده، د امریکا له خواپه ډاګه ددې غوښتنې په مطرحولو سره لازیات اندېښمن شوي او ښايي امریکایانو ته ددایمي اډو په ورکولو سره د سیمې د هېوادونو له خوا پر افغانستان لارې بندي شي، چې په دې سره به د جګړې ځپلي او مظلوم ولس ستونزې څو برابر ه شي.

ښاغلی کرزی! تاسوو څه فکر کوئ چې که پر افغانستان لارې وتړل شي، آیا امریکایان به ددې خلکو ستونزې حل کړي او یا به ستاسوو سره په دې کار کې مرسته وکړي؟

چې ددې پوښتنې ځواب هم منفي دی او امریکا د تاریخ په اوږدو کې له چاسره مرسته نه ده کړې، بلکې تل یې د نورو هېوادونو د ولسونو له بې وسۍ او کمزورتیا ګټه پورته کړې ده، چې بېلګه یې د نړۍ په کابو ۱۵۸ هېوادونو کې تر ۸۰۰ ډېرې پوځي اډې دي چې له جاپان نیولې تر جاپان پورې ټولې اډې یې د ولسونو د کمزورتیا او یا بې وزله کېدو په وخت کې اچولې چې ددې یوه ښه بېلګه په تېر کا ل کې په هایټي هېواد کې د زورورې زلزلې له رامنځ ته کولو وروسته دې هېوادته د امریکا په خپل سر عسکرو ننوتل دي چې البته داسې رپوټونه هم وو چې دغه زلزله هم یوه طبیعي زلزله نه وه، بلکې د امریکا له خوا په مصنوعي دول زلزله وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د