نظــرپیښې او دریځونه

د استاد سیاف مداریتوب!

عبدالرحیم ثاقب

پرون استاد سیاف د فقید استاد ربانې د دریم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې کې یوځلی بیا د طالبانو په اړه خپل اظهار مافي الضمیر اعلان،او په یوه بي مقدمې وینا کې یې هغوی د اسلام له دائرې خارج وبلل.

استاد سیاف چې طبیعتا د دا ډول تظاهرانه ویناوو سخت لیوال دی دم ګړۍ د امنیتي ملحوظاتو له وجې د لويي جرګې له خیمې او ارګ ماڼې پرته بل ځای ورته د خپلې ذاتي غریزې د اشباع کولو موقع په لاس نه ورځي.

استاد سیاف د خپل ځانګړي کلامي مهارت له مخې د دا ډول احساساتي ویناګانو پرمهال د زماني او مکاني نزاکتونو ډیرخیال ساتي، تر وینا له مخه لومړی د حاضرینو د احساساتو او مشاعرو پوره جاج اخلي اوبیا په آني ډول خپله وینا د هغوی د مزاج مطابق عیاروي.

نوموړی دوینا پرمهال کټ مټ د هغه مداري خصوصیت ځانته خپله وي چې په رڼا ورځ د خپل جادويي مهارت په کارولوسره لومړی د صحنې د برخوالو عقلونه مسحور اوبیا خپل مصطنع هنر (مداریتوب)په حقیقي بڼه ورباندې ومني.

د ښاغلی استاد سیاف د وینا بله ځانګړتیا داده چې د حاکمو شرائطو مطابق خپلې خبرې او فتواګانې عیاروي ، یانې د نوموړي فتاواوي د شرعي ضرورت پرځای تر ډیره د زماني اومکاني ایجاباتو په مدار راڅرخي .

د بیلګې په توګه د پخواني جهاد پرمهال چې حاکم ذهنیت د پخوانی باچا (ظاهرشاه) پرخلاف وه ، نو ښاغلی استاد سیاف به د کوم عادي دفتر په پرانیستونکي غونډه کې هم د باچا پرخلاف د کفر مصنوعي فتواګانې صادرولې ، مصنوعي ځکه وي چې په مسلکي لحاظ استاد سیاف د فتوا اهل نه دی ؛ځکه له علمي لحاظه فتوی د استفتاء په مقابل کې د مسلکي اشخاصو لخوا ورکول کیږي او استاد سیاف په تخصصي لحاظ ماستري په اصول الحدیث کې کړې نه د افتاء او استفتاء په برخه کې چې له تخصصې لحاظه دا هریو بیل بیل مسلک دی.

که څه هم چې هغه مهال جهادي تنظیمونو د افتاء او استفتاء لپاره ځانګړې مسلکي ادارې لرلې چې د فقهي موضوعاتو په اړه به یې فتواوې ورکولې، خو هغه مهال هم د ځانګړیو ملحوظاتو له مخې پر پخوانی باچا د کفر فتوی صادرول د استاد په پچه ختلي ول تر دې چې یوه ورځ یې د پخواني باچا په مشرۍ د مختلط حکومت د تردید او تقبیح په غونډه کې برخوالوته په احساساتي وینا کې وویل: ما د ظاهرشاه پرخلاف د کفر فتوا ورکړې او دمسلمان اوکافر ترمنځ ګډ کار کول محال دی، که تاسو کله دا واوریدل چې زه او ظاهرشاه په یوه حکومت کې سره یوځای شوي یو نو دا به له دوو حالتونو خالي نه وي : یابه ماخپل عقلي توازن بایللی وي(لیونی شوی به یم) او یا به خدا ی مکړه له اسلامه وتلی (مرتد) شوی یم.

اوس چې له هغه وخته خوا وشا ۲۵کاله تیرشوي او د زماني ایجاباتو له مخې حاکم ذهنیت د طالبانو (امریکايي اشغال پرخلاف جنګیدونکومجاهدینو) پرخلاف جوړشوی دی استاد دا ځل له موقع نه په استفادې سره د طالبانو پرخلاف خپلو مصنوعي فتواګانو ته کش ورکړی.

مخکي مو وویل چې استاذ د مجلس د نبض له درکولو وروسته خپلې فتواګانې صادروي ، استاذ هم تیر کال او هم سږ کال د شمالي ټلوالې د مشر احمد شاه مسعود او فقید استاد رباني د تلین په مناسبت جوړوشویو غونډوکې دا فتواګانې صادرې کړي ، او دا ځکه چې نوموړی پوهیږي چې په همدې ورځوکې د شمالي ټلوالی هر غړی لکه د ووړي دڅلې (چلې) غومبسې داسې ګرم او کټیدلی وي، په دغسې حالت کې د هغوي په مخ کې د طالب ټکول خاص دلالات او موثریت لري ، ځکه نو ښاغلی استاد هم له وخت نه په استفادې سره خپل ټول مسلکیتوب( مداریتوب) د هغوی پر ضد په همدغه ډول مصنوعي فتواګانو کې ښکاره کوي او په دې سره هم د استاد د اصلي حامیانو (امریکایانو) او هم د هغوی د مؤیدینو (شمالي ټلوالې) زړونه د ځان کوي ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x