افغانستان

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو اړوند شکایاتو څېړنه به نن بشپړه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د شکایاتو د اورېدو کمیسیون مسوولین وايي چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو اړوند شکایات يې نږدې ټول څېړلي چې نن به پوره تمام شي.

د هېواد په سطحه د ولایتي شورا ټاکنې هم د ولسمشریزو ټاکنو له لومړي پړاو سره جوختي د روان لمريز کال د لومړۍ میاشتې په شپاړلسمه ترسره شوې چې پکې دوه زره شپږ سوه تنو ځانونه نوماندان کړي وو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ثور په دېرشمه د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان کړې چې پکې ۴۵۸ تنه بریالي اعلان شوي، چې ۹۷ يې ښځې وي.

د ټاکنو د شکایاتو د اورېدو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي چې یواځې د نورستان او ننګرهار ولایت اړوند شکایات پاتې دي، چې ښايي نن يې کار بشپړ شي.

یاده دې وي چې په لومړي پړاو کې د ولایتي شوراګانو نوماندانو خورا ډېر شکایتونه درلودل.

په لومړي پړاو کې ځینو ښځینه نوماندانو له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه وویل چې په ولایاتو کې چارواکي ورسره د جنسي اړیکو په بدل کې د بریالي کېدو ټټر وهي.

یاده دې وي چې د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته ډېر داسې کسان نوماندان شوي وو، چې د زده کړو اسناد يې جعلي جوړ کړي و.

په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو له جنجال وروسته عام وګړي د ولایتي شوراګانو ټاکنو او د هغوی پایلو ته خوښ نه برېښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x