fbpx

د ملي نولس کلنې لوبډلې شل کسیز لست اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د هیواد په پلازمینه کابل کې د ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنیزه پروسه په بریالیتوب سره په لاره واچوله چې په پایله کې یې د ټولو تخنیکي اړخونو له ارزونې وروسته غوره لوبغاړي د ملي نولس کلنې لوبډلې ټاکنیزې پروسې دوهم پړاو لپاره وټاکل شول.

د ټاکنې په دوهم پړاو کې د یوه تمریناتي کمپ په ترڅ چې ټولو لوبغاړو ته یو ورځینۍ سیالۍ هم په پام کې نیول شوې وې، د ګډون کونکو لوبغاړو فزیکي پیاوړتیا ترڅنګ یې د تخنیکي اړخونو ارزونه هم وشوه. په پایله کې یې د ملي نولس کلنې لوبډلې جوړښت لپاره ۲۰ کسیزه لوبډله وټاکل شوه چې د یو لړ داخلي او بهرنیو تمریناتو او تمریناتي سیالیو څخه وروسته به له دغې شل کسیزه لوبډلې څخه ۱۴ تنه لوبغاړي په آسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره وټاکل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي نولس کلنې لوبډلې له ټاکنیز بهیر څخه ستاینه کوي. نوموړی وایي، د ټاکنې پروسه خورا شفافه وه او زموږ ټاکونکې ډلې په پوره ځیرنه خپله دنده ترسره کړې ده. ډاکټر مراد زیاته کړه، موږ د ټاکنیزو پروسو په ترڅ کې خورا زیات استعدادونه وموندل او په افغانستان کې مو د کرکټ یوه روښانه راتلونکې ښکاره ننداره وکړه.

د ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره د شل تنو ټاکل شویو لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی.

شاهد مندوزی، احسان الله، وحید الله، مسلم، ضیاءالرحمن اکبر، ضیاءالحق، حضرت الله، شوکت زمان، خیبر عمر، طاهر، طارق، جمعه ګل، رشید ارمان، ظاهر خان، نوین الحق، ابراهیم، جاوید، کریم جنت، جمشید او سردار.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د