طالبان او اسلامي نړۍ!

taliban_fighters_in_snowد سړې جګړۍ نه راپدیخوا اسلامي نړۍ کې داسې کوم اسلامي دولت قایم نه شو چې بیخي د اسلامیانو نماینده ګي وکړاې شي، یوازې طالبانو داسې وکړای شول ځکه خو د پردې څخه د لیرې کولو کوښښ يې کیږي او دوې ټول د پروپاګنډا ښکار دي…

موږ هم پوهیږو طالبانو هم  مشکلات درلودل خو دلته د طالبانو حکومت تاسو لږ د اسلامی نړۍ د نورو حکومتونو سره تشبیه کړې

او هغه مشکلات چې طالبانو درلودل هغه د نورو هیوادونو سره تشبیه کړې بیا وګورې چې آيا ریښتیا هم داسې نده؟ آیا طالبان پخپل نیت کې اخلاصمند نه ؤ؟ آیا طالبان په درسته اسلامي نړۍ کې واحد اسلامي او د شریعت په بنسټ واحد اسلامي دولت نه ؤ؟..

هیله لرم چې تاسو دلته هغه د طالبانو ضد مواد ونه لیکې کوم چې د غرب خوا (جدید مطبوعاتي مستشرفین) خپروي او لیکي لطفاً له دې څخه مخته هغه آیت مخې ته کیږدې چې آلله تعالې پکې فرمايي:

یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَ کُمْ فَاسِکُمْ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۔(الحجرات ۴۹:۶)

ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي نو تاسو ددې په ښه توګه تحقیق وکړې، داسې ونه شي چې تاسو په نادانې کې کوم قوم ته نقصان ورکړې او بیا خپل په دې عمل باندې نادم شې….

اوس راګرځم د اسلامي نړۍ د نورو هیوادونو حالات، چې دوې د کومو حالاتو څخه تیرشول او لا تیریږي.

په مصر کې:

په مصر کې د سیکولر قوم پرست او د پان عربیزم ستر داعي جمال عبدالناصر د جبر او د ظلمونو څخه ډک حکومت ؤ چې اختتام يې ښه پایلې نه درلودلې، مصر يې د شته سیاسي آزادې نه خلاص کړ، چې وروسته بیا پکې انور سادات راغې چې هغه هم د تور تړون،کامب ډیویډ، سره داسې ناسازګار قدم پورته کړ چې بیا د خپل فوځې د ټوپک د شپیلۍ څخه يې بی شمیره ګولې پخپلې سینه وخوړلې!! له دې نه پس دوې د فرعوني دنیا یو بل فرعون ولید چې هغه هم په دوزره یولسم کې راوپرځيد…

دغه درې واړو واکمنانو په یو روح کې هم اسلامي نه ؤل، درې واړو اسلامي عالمان دار ته وخیژول، سیاسي اسیرانو څخه يې خپل مهبسونه ډک کړل، خصوصاً د اسلامپالو اسیرانو څخه……

او نه هغوي په ګفتار او کردار کې د قرآن عملي جامه ول!!!

په ترکیه کې:

په ترکیه کې د اتاترک څخه تر اربکان ۱۹۹۷ حکومت پورې اسلامپالو باندې د ازیتونو یوه اوږده کړۍ تیره شوې ده… دوې هم د شهیدانو یو اوږد لیست ورکړې ترسو یو څه د هوجا(امام په ترکې ژبه کې) اربکان حکومت او اوس د مترقي او انصاف ګوند لاس ته راوړي… دې کې دوې خپل وزیر اعظم عدنان میندریس په دې دار ته وخیژاوه چې ده  آذان  بیرته عربي ته واړو، او د ترکي ګرینډ نشنل اسمبلي کې داسې اوه ۷ کسان د پولیسو د ګولیو له وجهې په شهادت ورسیدل ترسوپر عربي دغه پارلمان کې آذان پوره کړي….

خو اوس هم سره له دې ټولو قربانیو ترکیه یو مکمل اسلامي حکومت نده اوس هم سیکولره ده.. او شاید لږ وخت نور هم وغواړي ترسو د خپلو نیکونو طرف ته ولاړه شي.

په پاکستان کې:

پاکستان د خپلې آزادې په وخت کې د اسلامی نړۍ یو ستر مفکر سید ابو الاعلی مودودي په ژبه : پاکستان جوړونکي یو هم په اسلامي شریعت ندي برابر نو څنګه به له دې څخه د پاکستان کا مطلب کیا لا اله الا الله امید وساتو!!! همدې وخت کې د پاکستان اکثریت اوچت پایه چارواکي یا قادیانیان ول یا اسماعیلیان او سیکولران!!! دا سلسله تر ۱۹۷۷ پورې جاري ؤه چې بالاخره د یو کودتا په ترس کې ضیاءالحق منځ ته راغئ او هغه هم که څه هم لږ اسلامي فکر درلود، وروسته دغه اسلام د خپل ځان لپاره د یو داسې تاکتیک په ځائ استعمال کړ ترسو خپل موده نوره هم اوږده کړي ( د جهاد په دوران کې د ضیا الحق هلې ځلې نشو هیرولې خو پاکستان نه یو اسلامي مملکت جوړولو کې بیا حالات او حقایق بل څه ښایي!!!)

همدغه یوازینې موده وه ترسو د دوې په هکله موږ دا امید کولائ شو چې اوس به اسلامي نظام نافذ کړائ شي خو له بده مرغه ونه شوه………

ټول پاکستاني ګوندونه یا سیکولریزم باندې بنیاد لري(پيپلز پارټي، مسلم لیګ، او نور نشنلیسټي ګوندونه) او یا په لبرلزم باندې(ایم کیو ایم او نور)، یوازینۍ اسلامي ګوند، چې قوي انتظامي ساخت لري هغه جماعت اسلامي ده، د مودودي صاحب ګوند!!! خو دوي هم لا تر اوسه پورې کامیابۍ لاس ته ندي راوړي.

په آیران کې:

هلته تر ۱۹۷۹ کاله پورې هم یو مردار شاه ناست ؤ چې بالاخره د هغه تخت هم سرچپه واوخت او د خومیني په انقلاب تور شو!! پدې به نور څه نه وایم ځکه دا یو شیعه ایزم انقلاب ؤ!!!

په خلیح کې:

په خلیج کې هم اکثره عربانو حکومتونه یا خو د عربیزم قوم پرستې پربنیاد ؤ او یا د سوسیالیزم پر بنیاد!!! زما په اند ټولو د خپل آیډیالوژي او فهم نمائینده ګي کوله !!!

یو خو صدام حسین ؤ (الله دې شهادت قبول کړي د هغه په هکله نور څه نه ویل غواړم) او د بلې خواه اوسنې تور لیونئ قذافي!!! شام لبنان او سوریه هم همداسې.

منځنې آسیاء:

دا د لوي رب العزت شکر او فضل ده او هغه مقوله هم صحیح ښکاري چې د جهاد نه بغیر عزت نشته، دا د افغانستان جهاد یو بل کمال ده چې دې اسلامي نیواکې نړۍ ته يې د وجود او آزادې ورپه برښه کړ…. خو له بده مرغه ددغو اوسنیو شبږو تانونو هیوادونو هغه حالات چې تر کومه ما مطالعه کړي د یو مسلمان سترګي پرې شرمیږي او زه پدې شکر وباسم که چیرې جهاد نه ؤ شوې نو خدای ناخوسته زموږ حالات به هم د دې غوندې ؤ!!

اوس راګرځم داسې وخت کې طالبان راپاڅیږي، د افغان یو اوږد او خونړۍ کورنې جګړۍ ته د پاې ټکې وايي، نه یوازې دا بلکې خلګ هم ورسره یوځائ کیږي… او قدمونه او د ټوپک میلونه يې تر مزاره رسیږي!!! ټول هیواد کې اسلامي نظام یا

شریعت نافذوي…. خلګو ته د ځان تحفظ ورکوي، هرځائ د طالبانو تورې جهنډې لاندې د اوسني معاصر دولت فرائض تکمیلیږي چې تر اوسه دې ټوله نړۍ راغلې اشغال او دغه پردې او بیرون څخه وارد شوي واکمنان یې نشي کولائ کوم کار چې نړۍ ته نامنظور حکومت او بغیر د وسایلو طالبانو وکړ!!!!

نه یوازې دا د نړۍ جدید معاصر دولت فرایض یې په پشپړ توګه پوره کړل بلکې د یو انګریزې د خپلو کردار له وجهې هم وګاټه چې وروسته نړۍ ته د مریم په نوم یادیږي

(یواني آرډلي، ان دي هینډ آف طالبانز)

نو ځکه امریکایانو ته داسې نظام، کوم چې د سوسیالیزم نه پس ورته ستر ګواښ و، په سړه سینه نه شو برداشت کولی نو ځکه هغوي د دې نظام نړولو لپاره، جهادي تنظیمونو بدنامولو لپاره، خپلی ګټۍ خوندي کولو لپاره، او تل دا سیمه کوم چې د ابوالحسن ندوي په کتاب، د کابل سیند نه تر یرموک سینده پورې، کې د دې سیمۍ په هکله څه داسې راغلي:

زما دې په خپل خدای قسم وي که په درسته نړۍ کې د اسلام نبض مړ شي نو دی سیمه کې به (د همالیه د غرونو څخه تر هندوکشه پورې) د الله کلیمه ویونکې موجود وي.

دا سیمه په سیکولریزم کې واچوي…..

ژوندي دي وي ریښتونۍ طالبان!!!!

لیکنه: امام شامل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د