افغانستان

هرات کې د ملي اردو درې عسکر وژل شوي او ۹ تنه نور ترې تم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د هرات امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې نن سهار  وختې شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستې مرموز او تکتیکي برید کړی، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ترې تم شوي.

د هرات والي فضل الله وحیدي د پېښې پخلی وکړ.

نوموړي د پېښې طراح د پوستې دننه د اردو یو نفوذي عسکر وباله، چې په وینا یې  پر یاده پوسته باندې  يې د برید زمېنه برابره کړې او له طالبانو سره یې د مخکنیو اړیکو په اساس مرسته کړې، ترڅو پوسته، مهمات او ګڼ عسکر ژوندي ونیسي.

ښاغلي وحیدي وویل، چې پر پوسته د طالبانو له ورختلو سره جوخت د پوستې درو عسکرو له نفوذي کس او طالبانو سره مقاومت کړی، چې لږ وروسته ځای پر ځای وژل شوي.

د هرات د والي په وینا، په دې برید کې د ځینو وسلو او مهماتو سربېره نهه تنه عسکر  هم ترې تم شوي، چې ښايي طالبانو له ځان سره ناڅرګند لورې ته لېږدولي وي او بندیان کړي وي.

د طالبانو ویب پاڼې یوازې د پوستې او یو شمېر مهماتو نېول تایید کړي؛ خو د نهو تنو نیول شویو عسکرو د برخلیک په اړه یې له څه ویلو  ډډه کړې.

چارواکي وايي د پېښې او عسکرو د موندلو لپاره یې پلټنې پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x