fbpx

افغان ماشومان او ديني زده کړې؛

children_read_qaidaليکوال: عبدالمقيم افغان

څنګه چي علم دانسان ګېڼه دی، او د علم اوپوهې له برکته انسان اشرف المخلوقات او پرځمکه دالله (ج) خليفه ګرځيدلی دی. له علم نه موخه هر ډول علم دی، خو افضل اوترټولو ښه علم دالهی کلام قرآنکريم زده کړه، او د دين په اساساتو باندي ځان پوهول دي. لکه داسلام خوږ پيغمبر حضرت محمد(ص) چي فرمايي:(خيركم من تعلم القرأن و علمه).

ژباړه: (په تاسو کي بهتر اوغوره هغه څوک دی، چي قرآنکريم يې زده وي اونورو ته يې ورښيې).

له همدې امله دنړۍ په بيلابيلو برخو کي مسلمانان دعصري زده کړو ترڅنګ د اسلام دسپيڅلي دين زده کړوته هم په پراخه کچه لاسرسی لري. او دا چاره((دديني زده کړو حاصلول)) په اسلامي نړۍ کي ديوه دوداو کلتور په څېر اخښل شوېده. 

خو له بده مرغه افغان کوچنيان او نوي ځوانان دېرش کلني جګړې او ناخوالو،ددې ترڅنګ چي دعصري علومو له زده کړو محروم کړي، د ديني علومو زده کړو ته هم لکه څرنګه چي لازمه ده په هماغه کچه لاسرسی نلري.

که رښتيا ووايو نو له څه باندي درې لسيزوجګړو نه وړاندي هم په افغاني ټولنه کي ديني زده کړو ته چنداني پاملرنه نده شوې.

ځکه خو په افغانستان کي ديني زده کړې ديوه دود په څېر لا نه دي را ښکاره شوې، په ځانګړي ډول په ليري پرتواو کليوالو سېمو کي چي ښوونځي هم دبيلابيلو لاملونو له امله تړل شوي او يا بيخي شتون نلري، کوچنيان دژمي په موسم کي څو ورځې دمسجد له امام نه بغدادي قاعده تر نيمايې ولولي اوبيا پرخپله مخه ځي، نور نو نه امام او نه يې هم مور اوپلار سر پسي ګرځوي… او په ښارونو کي چي دګوتوپه شمار يوه نېمه ديني مدرسه تر سترګو کيږي،هغوي هم دمنظم تدريسي سيستم دنشتوالي تر څنګ ځيني ستونزې لري. له همدې امله په زرګونو افغان ځوانان چي دديني زده کړو حاصلولو ليوالتيا لري، دې ته اړوزي چي له هيواد نه دباندي ولاړ شي او هلته په ډېرو سختو حالاتو کي زده کړې کوي، کله ناکله خودواسکټ په مخه ورشي اوهغه يې پسي مخه شي، او که ژوندی بيرته راشي بيا نو خلک دمولوي يا ملا پرځاي ورته ترورېست وايې…څومره دافسوس ځای دی.

تېرو ناخوالوموږافغانانوته دروحي ناروغۍ په ډول يوعجيب خاصيت را بښلی هغه دا چي؛ موږ تل پړه يو په بل ور اچوو، او په هيڅ ډول خپل ځان ته ګوته نه نيسو. دديني زده کړو د نه دود هم همدا خبره ده، که عالم وپوښتي نو ولس به ګرم بولي، اوکه ولس وپوښتي نو پرحکومت به پړه وراچوي…

ګـــــــــــېله او وړاندېـــــــــــــز!

•    زما په اندترټولوسترمسووليت دميندواو پلرونو پرغاړه دی،ځکه دوي دخپلواولادونو ديني زده کړوته هيڅ پاملرنه نکوي،او خپل کوچنيان دې چارې ته نه هڅوي. هېله ده ددې پرځاي چي دنورو په تمه کښيني بايد پخپله لاس په کارشي او دخپلو اولادونو دنيا اواخرت وسنجوي…

•    دوخت حکومتونو هم د ديني زده کړو په دودولو کي ناغيړي کړې، او پدې ندي توانېدلي، او يايې ندي غوښتي چي دا چاره پرمخ بوزي.هېله ده چي اوسنی دولت دخورا زياتو بېځايه لګښتونو ډېره لږ برخه ديني زده کړو ته د ودې ورکولو لپاره وقف کړي.

•    ديني عالمانو هم په ټولنه کي داسلامي علومو په دودولوکي لکه څنګه چي لازمه ده هسي اغېزمن ګامونه ندي اخيستي. هېله ده چي دې چارې ته پام وکړې، او ټولنه دګمراهۍ له تيارو را وباسي…

•    هېله ده چي ملي سوداګر اوشتمن خلک د(هی اوهوی) دشانداره محفلونو دجوړولو پرځاي له ديني مدرسو، اود ديني زده کړوله نورو بنسټونو سره مالي مرسته وکړي. ترڅو هغوي وکولاي شي په افغاني ټولنه کي ديني زده کړې دود،او خپل تدريسي پلانونه په ښه ډول سره عملي کړي…

•    په پاي کي د رسنيو (چي اوس په افغانستان کي ښه په درز پر مخ روانې دي) ونډه اړېنه بولم، هېله ده چي دخپلو خپرونو يوه برخه د هندي سريالونو، غربي موسيقي او سندرېزو امېلونو پرځاي دټولنې له غوښتنې او اړتيا سره سم اسلامي تعليمي پروګرامونو ته ځانګړې کړي…

زه پدې ډاډ لرم که يو بل ته لاس سره ورکړو او ټول يوځای دټولنې داصلاح لپاره لاس په کارشو نو ډېر ژر به افغان ځوانان هم لکه د نړۍ دنورو مسلمانانو په څېر دعصري زده کړو ترڅنګ د ديني علومو په ګېڼه هم سمبال وي. زما د ډاډ لامل دهند دمسلمانانو حالت له نژدې څخه ليدل دي، چي دوی په څومره کړاوونو خپلو اولادو ته دديني زده کړو زمېنه برابره کړېده.

بېلـــــــــګه؛

دهند مسلمانان که څه هم له لږکيو څخه شمېرل کيږي، له سياسي پلوه يې هم له حکومت نه لاس ختلي، او اقتصادي حالت يې هم چندان ښه ندی، خو پخپل کلک عزم، هوډ او له اسلام سره په ريښتينې مېنه يې دښارونو ترڅنګ په ليرې پرتو مسلمان مېشتو سېمو کي هم د(ديوبند د دار العلوم) په څېر لويې او وړې ديني مدرسې او دار الحفاظونه دخپلو بچو پر مخ پرانيستي ساتلي دي.

په لمړيو کي مي فکر کاوه چي دادومره پرمختللی او منظم تدريسي سيستم، او په پراخه کچه ديني مدرسې به ارومرو د حکومت يا کومې لويې موسسې په لګښت چليږي، خو وروسته پوه شوم چي دا مدرسې دقربانۍ دڅرمنو د خرڅولو، او دسېمې د اوسېدونکو او سوداګرو په مالي مرسته پرمخ ځي. آفرين ددوی پرهمت او دين دوستۍ باندي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د