طالبان په زرغون زون کي

An Afghan policeman looks at the bodies of militants, unseen, in the building which was occupied by Taliban militants in Kabul, Afghanistan Wednesday Sept. 14, 2011. The Afghan government says the two-day insurgent assault in the heart of Kabul has ended and all the attackers have been killed.سید سعید

ډیره هیښونکې ده چي طالبان دهیواد په زړه کابل او د کابل په زړه په اصطلاح زرغون (ګرین) زون کي «شل ساعته» دبهرنیو او کورنیو مجهزو لښکرو سره په داسي میړانه ډغري وهي چي هغوی تیښتي ته اړ باسي او بالاخره تر ټولو حساس او مهم اهداف لکه د امریکا سفارت ، دایساف مرکزي قومانداني، په اصطلاح دملي امنیت عمومی ریاست او ګڼ نور سیاسي او پوځي مرکزونه تر اور لاندي نیسي،

خو خپله دکابل له هسکه دصحنې ننداره کوي !!.

پرونۍ – نننۍ پیښي ډیري پوښتني راپورته کړي دي  چي تر اوسه یې لا په اړه یرغلګر ځواکونه او د کابل رژیم دځوابولو لپاره د الفاظو له فقر سره لاس او ګریوان دي .

دومره حساسي سیمي ته طالبان څنګه اوله کومه ورغلل ؟،همدا ستراتیژک موقعیت یې کله غوره اوڅنګه قبضه کړ؟، دپرله پسې شل ساعته جګړې لپاره یې دومره ډیري اوډول ډول وسلې له کومه او څنګه همدې موقعیت ته رسولې وې؟، د امریکا، ناټو، ایتلاف ، ایساف او افغان اردو له سره تر پښو په عصري وسلو بار او سمبال عسکرو ولي ونشوای کولای چي جګړه کنټرول کړي ؟.

داچي دوی دکابل غوندي ښارکي دومره ډارن دي چي دشپږوکسانوطالبانوسره مقابله نشي کولای نوپه نوروښارونواواطرافي سیموکي به څنګه وکولای شي چي هغوی کمزوري اویاحتی خپل ځانونه روغ ترې  وساتي ؟.

دکابل دپرونۍ پیښي په اړه دیرغلګرواوکابل ادارې توضیحات اوانګیرني  :دامریکادبهرنیوچارووزیري هیلري کلنټن د پیښي په غبرګون کي ګواښ وکړچي دیادي شوي پیښي ترسره کوونکوته به سخته سزاورکړي !!.په کابل کي دامریکاسفیرکراکروویل چي: «موږنه یوبیریدلي » دناټو دعمومي منشي راسموسن په وینا له دې حملې څخه دطالبانوهدف دقدرت دانتقال مخه ډب کول دي .دکابل ادارې چارواکي مني چي دطالبانوبریدونو د ننګونو سره مخامخ کړي دي .

دطالبانووروستیوحیرانونکوبریدونودامریکاخوشبینۍ اوستراتیژۍ وننګولې ځکه دتیرولسوکلونوپه پرتله دهغوی سږني بریدونه خوراهیښونکي اوزیان اړونکي ثابت شول .دکندهاردزندان بې سارې سوړه اوپه یومخیزه توګه ترې دسیاسي بندیانووتنه ،دسیدابادپه تنګي کي دامریکایې چینوک هلي کوپتري ویشتنه اوپکي تردیرشودزیاتوامریکایې پوځیانووژنه ،دسیدابادولسوالۍ په مرکزاودیرغلګروپه مهم بیس په بریدکي ترسلودډیروعسکرومرګ ژوبله چي دوی خپله هم اعتراف پرې کړی دی اوهمدې (دکابل) وروستۍ پیښي دافغانستان دوضعیت هغه واقعي  انځورنړیوالوته وړاندي کړچي نیواکګریې له پیله تراوسه  منلوته نه ووچمتو.دسپیني ماڼۍ اوپنټاګان چارواکي که  هرڅومره دافغانستان حالات وامریکایانواونړیوالوته برعکس منعکس کړي خوواقعیتونه به یې دهمدې پیښي په شان حقیقي تصور داسي وځلوي چي بایلونکي اوګټونکي یې په څرګنده جوت وي .

نور باید په زغرده اعتراف وکړو چي طالبانو ګټلې او ټلوالي بایللې ده ، ځکه طالبانو د جګړې ابتکار په خپل لاس کي اخیستی دی هرکله او هر ځای چي وغواړي هلته  خپل عملیات ترسره کولای شي په تیره بیا سږ کال چي یې دبدرپه نوم کوم عملیات پیل کړي دي ډیری داسي هدفونه یې په نښه کړي دي چي دپوځي چارو پوهان یې په هکله تعجب کوي .

جنرال عتیق الله امرخېل داهم نه پټوي چي طالبانو په تیرو لسوکلونو کي دناټو او افغان عسکرو کمزوریاني تشخیص کړي دي نو ځکه چي زړه یې وغواړي هماغه هدفونه نه یوازي داچي په نښه کولای شي، بلکي تر اوږدې مودې یې په خپل واک کي هم ساتلی شي چي دکابل همدا وروستۍ پیښه یې عیني انځور دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د