شعـــــرونهنظــر

نيم به ته يې نيم به زه يم‎

شاعر: نظام کندهاری

بس خبري به کړو لنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

راشه جوړي به کړو پلنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

زما و ستا تر منځ به وېش د ورورګلوۍ وي په هر څه کي

برابري به وي ونډي نيم به ته يې نيم به زه يم

ته هم غټ جيبونه جوړ کړه زه به هم واسکټ کړم نوی

کار به نه وي نور د ګنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

زه و ته اول حقدار يو اول ځان وروسته جهان دی

پرېږده پرېږه کونډي رنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

تا خپل ځان وو مخته کړی خو ناځوانه زه دي هير وم

اوس هغه کيسې شوې شنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

او که راغلل پر سرو د ابابيل کاري وارونه

که را اورېدې کرکنډي نيم به ته يې نيم به زه يم

اوس نظام لا را خبر شو چي اختيار زما و ستا نه دی

که هر څومره وکړو منډي نيم به ته يې نيم به زه يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x